Homeخبرونهد افغان نجونو د زده کړو په اړه له طالبانو د مولانا...

د افغان نجونو د زده کړو په اړه له طالبانو د مولانا فضل الرحمان غوښتنه

تاند (جمعه، د قوس ۱۷ مه) د پاکستان د جمیعت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان پر کابل د طالبانو له واکمن رژیم څخه چې نوموړي ته ځانګړی ارادت لري، د نجونو د زده کړو د فرصت برابرولو غوښتنه وکړه.

فضل الرحمان په پاکستان کې د برېتانیا له سفیرې جین ماریوت سره د لیدنې پر مهال کړې او په خپره کړې اعلامیه کې یې ویلي چې د « افغاني او پښتني» اصولو له مراعتولو سره د افغان نجونو د زده کړو غوښتنه کوي.

دغه مشهور پاکستاني ملا په افغانستان کې د سولې د ټینګښت خبره کړې او ویلي چې په تدریجي دول د نورو مسایلو د حل په هیله دی.

په کابل کې د طالبانو واکمن رژیم د نوموړي دغې غوښتنې ته کوم ځواب نه دی ویلی.

د طالبانو لوړپوړي چارواکي وخت پر وخت پاکستان ته د سفر کولو پر مهال له مولانا فضل الرحمان سره ویني او د خپلې واکمنۍ په تړاو مشورې ترې اخلي.

فضل الرحمان سره د بریتانوي سفیرې لیدل هم ځینې څارونکو پر طالب رژیم د هغه ځانګړي اغېز لرلو سره اړوند بللی.

یو شمېر افغان منتقدان بیا نیوکه لري چې فضل الرحمان او د طالبانو نور پاکستاني ملاتړي یا د افغانستان د نجونو له تعلیمي بهیره ناخبر وو/ دي او یا په لوی لاس د طالبانو لخوا لګول شویو بندیزونو ته توجیه لټوي.

د دوی په باور، د افغان نجونو تعلیمي فضا په نړۍ کې د اسلام، حجاب او خپلو ملي ارزښتونو د مراعت له پلوه تل بېسارې وه، خو طالبانو په بې ځایه پلمو د دوی زده کړې وځندولې او اوس هم دوی او هم یې بهرني ملاتړي د دې پرېکړې د توجیه کولو پلمې لټوي.

1 COMMENT

  1. ستاسی ددی اخرنی پراګراف په رابطه که په ریښتیا د انجونو د تعلیم په برخه کی اسلامی اوملی ارزښتونو ته احترام کیدی حیڅکله به افغانستان په دی ناورین نه وه اخته شوی په دی لنډو ورځو کی د حسنا سادات ځان وژنه یی یوه ښکاره نمونه ده .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...