شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد بن کنفرانس کیسه؛ جریر: د رباني استازو د هغه ټیلفون نه...

د بن کنفرانس کیسه؛ جریر: د رباني استازو د هغه ټیلفون نه ځوابوه

تاند (جمعه، د قوس ۱۷ مه) د طالبانو له لومړي سقوط وروسته، د جرمني په بن کې د افغانستان په تړاو د جوړ شوي کنفرانس یوه مهم ګډونوال او د حزب اسلامي یوه مشر همایون جریر په یوه تازه مرکه کې د یاد شوي کنفرانس پر مهال له خپل تنظیمي مشر برهان الدین رباني سره د دغه کنفرانس د جمیعتي ګدونوالو د ناندریو کیسې برسېره کړې.

جریر چې د بن کنفرانس کې یې د قبرس جریان په نوم د یوه سیاسي لوري مشري کوله، په دې مرکه کې وویل: د یونس قانوني په مشرۍ دغه کنفرانس ته د جمیعت ډلې راغلو استازو د دې لپاره چې د امریکا په خوښه کابل کې جوړیدونکی نوی موقت رژیم په شخصي ډول دوی ته ښه امتیازات ورکړي، په کابل کې د خپل حاکم مشر برهان الدین رباني له ګوښه کېدو سره موافقه وکړه او په دې اړه یې د رباني اعتراضونو ته تر دې پاملرنه نه کوله چې د هغه ټلیفون یې نه ځوابوه.

جریر زیاتوي چې رباني له ټولو مخکېنیو اختلافاتو سره اړ شوی و چې ده ته وخت پر وخت زنګ ووهي او د کنفرانس له وضعیته ځان خبر کړي.

د ده په وینا، نوموړي ورته ویلي و چې کنفرانس ته ورغلي استازي یې ټیلفون نه ځوابوي.

د همایون جریر په باور، په بن کنفرانس کې د امریکا او نړیوالې ټولنې لخوا د حامد کرزي په مشرۍ د جوړېدونکي موقت حکومت زیاتې څوکۍ د همدې لپاره د شمال ټلوالې غړو ته ورکړل شوې چې په سوله ییزه توګه له خپل مشر رباني څخه واک حامد کرزي ته ولېږدوي.

جریر دا هم وویل چې ځینو امریکایي استازو لا له وړاندې پر کرزي د دوی د پانګونې خبره ورته کړې وه او کرزی د امریکایانو پر ملاتړ سربېره، د افغانستان د واکمنۍ لپاره د ایران او پاکستان د ملاتړ خپلولو لپاره دغو هېوادونو ته هم له واکمنېدو مخکې سفرونه کړي وو.

جریر چې د ګلبدین حکمتیار زوم دی او حکمتیار د کرزي له واکمنېدو مخکې په ایران کې و، ایران ته یې د کرزي د سفر مستنده یادونه وکړه او ویې ویل چې هغه د یاد شوي سفر پر مهال له ګلبدین حکمتیار سره هم لیدلي وو.

همایون جریر په دې مرکه کې دا هم وویل چې دوی په بن کې د افغانستان لپاره د جوړ شوي ایتلافي او تحمیلي حکومت د جوړښت مخالفان وو، د همدې لپاره یې په دغه حکومت کې دوی ته ځانګړې شوې ونډه ونه منله او ترې لیرې پاتې شول.

د جریر دا څرګندونې په داسې مهال دي چې د شمال ټلوالې یو شمېر غړي له خپل مشر رباني څخه حامد کرزي ته په ۲۰۰۱ کې د واک لېږد، دافغانستان په تاریخ کې د واک لومړنی سوله ییز لېږد تبلیغوي.

په بن کنفرانس کې د شمال ټلوالې د پلاوي مشر یونس قانوني څه موده مخکې د یوې مرکې پر مهال په دغه کنفرانس کې له خپلو کړو معاملو په دفاع وویل چې د رباني پلویان بې ځایه له دوی څخه د اقتدار اخېستل کېدو شکایت کوي.

قانوني وویل چې رباني د طالبانو له سقوط وروسته یوازې د کابل ښار پر څو حوزو واکمن و او که دوی د امریکا په خوښه کرزي ته واک نه وای لېږدولی، د دوی واکمنۍ دوام نه شو کولای.

قانوني: رباني د کوم اقتدار په معامله تورنولم، هغه د کابل پر ۴ حوزو واکمن و – تاند (taand.net)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب