Homeخبرونهقانوني: رباني د کوم اقتدار په معامله تورنولم، هغه د کابل پر...

قانوني: رباني د کوم اقتدار په معامله تورنولم، هغه د کابل پر ۴ حوزو واکمن و

تاند:( سې شنبه، د لړم دویمه) د جمیعت ګوند یوې مشهورې څېرې محمد یونس قانوني په یوه مرکه کې د یاد شوي ګوند د وژل شوي موسس برهان الدین رباني په ګډون خپل هغه ګوندي منتقدین له سختو نیوکو سره مخ کړل، چې پر ده یې په دې خاطر نیوکې کړي چې د طالبانو د لومړني رژیم له سقوط وروسته یې له رباني څخه حامد کرزي ته د واک د انتقال دزمینه برابره کړې ده.

ښاغلي قانوني د آمو په نوم د رسنۍ له خبریال سمیع مهدي سره په یوه ننګونه کې په دې اړه جدي بحثونه لرل.

د مرکې ترسره کوونکی، چې د جمیعت ګوند د رهبرۍ شورا د غړي محی الدین مهدي زوی دی، په دې مرکه کې هڅه کوله چې د جمیعت ګوند د یوه مدافع په توګه یونس قانوني وننګوي.

هغه څو ځایه په دې برخه کې خپله د ښاغلي قانوني پر وړاندې د یوه مخالف شاهد رول ولوباوه او په ځینو شخصي مجلسونو کې یې د قانوني د هغو خبرو نقل قولونه وړاندې کول، چې په وینا یې د ده په موجودیت کې یې د جمیعت ګوند د کمزوري ښودلو په اړه کړې وې.

ښاغلي قانوني بیا په لومړي ځل د برهان الدین رباني په ګډون په جمیعت ګوند کې خپل ډېر منتقدان وننګول او ویې ویل، چې د طالبانو له لومړي سقوط وروسته په کابل کې د رباني او جمیعت ګوند او واکمنۍ ټول قوت او کنټرول د ښار تر څلورو حوزو محدود و او دی نه پوهیږي چې مخالفان یې دی د کوم اقتدار په معامله کولو تورنوي.

د قانوني په وینا، که د رباني د ولسمشرۍ یو فیصد چانس هم وای، دوی به په بن کې د حامد کرزي په موقت حکومت موافقه نه وای کړې.

قانوني په ورته مهال د جمیعت ګوند له نورو اختلافاتو هم پرده پورته کړه او وویل، په ۲۰۰۴ کې چې حامد کرزي له خپل ټاکنیز ټیم څخه د قسیم فهیم د ایستو او پرځای یې د احمدشاه مسعود د ورور احمد ضیا مسعود د راوستلو پریکړه وکړه، دوی په ګډه له کرزي سره د پریکون فیصله وکړه او ضیا مسعود ومنله چې د کرزي ټیم ته به نه ځي، خو په وینا یې برهان الدین رباني او ضیا مسعود له دې پریکړې په شا شول.

یونس قانوني چې د ۲۰۰۱ په ین کنفرانس کې د جمیعت ګوند د پلاوي مشري کوله، د جمهوري نظام د سقوط په ورځو کې پاکستان ته د خپل سفر په اړه هم وضاحت ورکړ او ویې ویل چې د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود ورسره یو ځای په دغه سفر کې د ګډون پریکړه کړې وه، خو وروسته له دې امله ورسره ملګری نه شو، چې ویل یې تره او خسر یې احمد ولي مسعود په سفر کې شامل دی او د هغه په موجودیت کې به ده ته اړتیا نه وي.

دا لومړی ځل دی چې یونس قانوني په دومره صراحت د جمیعت ګوند له کمزوریو پرده پورته کوي او خپلو ګوندي منتقدانو ته د هغو تورونو ځواب وایي، چې دی یې پرله پسې د کرزي په حکومت کې د وزارت د مقام لرلو لپاره د دوی په باور د خپل« اقتدار» په معامله کولو تورنوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...