Homeخبرونهد پاکستان لخوا د ۱۲۰ زرو افغان کډوالو ایستل؛ طالب چارواکي د...

د پاکستان لخوا د ۱۲۰ زرو افغان کډوالو ایستل؛ طالب چارواکي د مهلت اوږدولو غوښتنه لري

تاند:(سې شنبه، د لړم دویمه) د طالبانو چارواکي وایي چې د پاکستان له وروستیو فشارونو سره تر ۱۲۰ زرو پورې افغان کډوال له دغه هېواده لیستل شوي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو د رژیم کونسل عبدالجبار تخاري ویلي چې دوی له پاکستان څخه د افغان کډوالو د لیستو د مهلت غځیدو غوښتنه لري.

د هغه په وینا، که پاکستان دغه مهلت اوږد کړي، افغان کډوال به په منظمه توګه د وتو چانس پیدا کړي.

پاکستاني رسنۍ هره ورځ خپل هېواد ته د زرګونه افغان کډوالو د ستنیدو خبر ورکوي.

د طالبانو چارواکو ویلي، چې د ننګرهار په لالپوره ولسوالۍ کې یې د دغو کډوالو لپاره یو موقت کمپ جوړکړی.

په ورته وخت کې هېواد ته ستانه شوي افغان کډوال د مرستو له کموالي شکایت لري او د دوی ستونزو ته د پاملرنې غوښتنه لري.

د افغان کډوالو د ویستو د پریکړې په سر پاکستان په نړیواله کچه نیوکو او مخالفتونو سره مخ شوی.

پاکستان نږدې یوه اوونۍ نور افغان کډوالو ته وخت ورکړی چې له دغه هېواده ووځي.

د پاکستان چارواکي وایي چې ۱،۷ میلیونه افغانان په ناقانونه ډول د دوی په خاوره کې ژوند کوي او دوی یې د ایستو پلان لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...