دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهد پاکستاني رسنۍ: طالبان د ټي ټي پي د ځپلو لپاره رسمیت...

د پاکستاني رسنۍ: طالبان د ټي ټي پي د ځپلو لپاره رسمیت پېژندل شرط کړي

تاند (سې شنبه، د قوس ۱۳مه) د فرایډي ټایمز په نوم یوې پاکستاني رسنۍ ادعا کړې چې په کابل کې د طالبانو واکمن رژیم یو ځل بیا له پاکستانه د دوی د رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې ده.

دا رسنۍ، د خپلو نامعلومو سرچینو له قوله وایي چې افغان طالبانو په ورته مهال ویلي چې که پاکستان یې په رسمیت وپېژني له دغه هېواد سره به د پاکستاني طالبانو د تحریک یا ټي ټي پي په ځپلو کې مرسته وکړي.

د پاکستان حکومت او د طالبانو رژیم په دې اړه څه نه دي ویلي.

مخکې یو شمېر پاکستاني رسنیو ادعا کړې وه چې د کابل رژیم له پاکستان څخه د ټي ټي پي د ځپلو لپاره د مالي مرستو غوښتنه کړې وه.

د طالبانو رژیم په دې اړه هم څه نه وو ویلي.

دې ته په کتو چې یوازې د پاکستان له لوري د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل ښايي د طالبانو لپاره چندان اهمیت ونه لری، نو دا احتمال شته چې پاکستاني رسنۍ به په دې ډول خبرونو د افغان او پاکستاني طالبانو ترمنځ بدګومانۍ ته لمن وهي.

په وروستیو کې د پاکستان او کابل رژیم ترمنځ اړیکې ډېرې ترېنګلې شوي او وخت په وخت یې ترمنځ د ناندریو خبرونه ورکول کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب