یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهپه ۶ میاشتو کې له ایرانه د ۵۰۰ افغانانو مړي راوړل شوي

په ۶ میاشتو کې له ایرانه د ۵۰۰ افغانانو مړي راوړل شوي

تاند (سې شنبه، د قوس ۱۴ مه) د نیمروز ولایت چارواکي وايي، د روان لمریز کال په لومړیو ۶ میاشتو کې له ایران څخه د ۵۰۰ افغان کډوالو مړي دغه ولایت ته وروړل شوي دي.

په نیمروز کې ځینې ډاکتران وايي، له ایران څخه افغانستان ته راوړل شوي مړي روغتون ته سپارل شوي او د دوی معاینو ښوولې چې له ځینو څخه زړونه او پښتورګي ایستل شوي وو.

دې خبرې په نیمروز کې خلک اندېښمن کړي او داسې شکونه یې زیات کړي چې ممکن دا کسان د هغوی د بدن د غړیو په خاطر په ایران کې وژل شوي وي.

د انسان د بدن غړي هغه مهال پیوند کېدای شي چې په بدن کې یې سا وي یا تازه – تازه مړ شوی وي.

د ډونر ایلاینس په نوم په امریکا کې د بدن د غړیو د پیوند موسسې پر اساس، د انسان زړه له ۴ تر ۶ ساعتونو پورې پیوند کېدای شي، ځیګر تر ۱۲ ساعتونو پورې او پښتورګي له ۲۴ تر ۳۶ ساعتونو پورې پیوند کېدای شي.

پیوند، په تېره بیا د زړه پیوند یوازې هغه مهال ممکن دی چې مړکېدونکی انسان له هغه انسان سره، چې ورته پیوند کېږي، دواړه په روغتون کې وي او پیوندکېدونکی زړه د ناروغ د زړه په قفسچه کې جوړ راشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب