دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهد نړۍ تر ټولو هیوادونو ډېر اړمن خلک په افغانستان کې...

د نړۍ تر ټولو هیوادونو ډېر اړمن خلک په افغانستان کې دي

تاند (سې شنبه، د قوس ۱۴ مه) د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق( یونیسف) افغانستان د نړۍ د تر ټولو اړمنو وګړو هېواد ګڼلی.

دغې ادارې په یوه تازه راپور کې ویلي چې د دغه هېواد  ۷۱ سلنه یعنې ۲۹،۲ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

یونیسف په یوه نوي راپور له یوتوپیا، کانګو، سوډان او یمن هم په افغانستان کې وضعیت پېچلی بللی او دا هېواد یې د هغو ۱۰ نورو هېوادونو په سر کې راوستی چې ډېر وګړي یې بشري مرستو ته احتیاج دي.

یونیسف په افغانستان کې د اقلیمي بدلون اغېزې هم ډېرې ګواښوونکي بللي او له همدې امله یې د بهرنیو سرچینو څخه د بشري مرستو تمویل په دې شرایطو کې یوه مهمه وسیله یاده کړې ده.

له دې سره، د طالبانو پر واکمن رژیم  نیوکې دي چې د دغه وضعیت د مدیریت لپاره یې د مسوولیتونو د سرته رسولو پر ځای، نور خنډونه هم رامنځته کړي او په دې پلمه چې ګواکې د نړیوالو بشرپاله ادارو کارکوونکي بهرني جاسوسان دي، د هغوی د نیولو او ځورولو سبب کیږي.

له افغانستانه د مهاجرت د پراخ سېلاب یو لوی دلیل هم اقتصادي او بشري ناورین ګڼل کیږي، خو طالب چارواکي پر اقتصادي پروژو د کار له لارې خلکو ته د کار موندنې خبر ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب