دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهکابل کې په نوي رنګ د ښاري ټیکسيانو را څرګندېدل

کابل کې په نوي رنګ د ښاري ټیکسيانو را څرګندېدل

تاند (سې شنبه، د قوس ۱۴ مه) د طالبانو لخوا په نوي غوره شوي رنګ ښاري ټیکسیانې نن په کابل ښار کې را څرګند شوې.

د طالبانو د رژیم د ترافیک پولیسو لوی رییس حسیب الله مختار ویلي چې له قراردادي شرکت سره د شوې هوکړې پر بنسټ به هر ټکسي موټر د ۹۱۱۰ افغانیو بدل کې رنګ کېږي.

یو شمېر کابل ښاریانو دا کار ستایلی او ویلي چې له نوي رنګ سره به ښاري ټیکسیانې په اسانه وپېژندل شي او منظم به وي.

ځینو ټیکسي چلوونکو بیا ویلي چې له بې کارۍ او اقتصادي ستونزو سره د موټرو د رنګ نوي کول پرې یو بل اضافي تاوان دی.

د طالبانو یو شمېر منتقدانو بیا ویلي چې طالب چارواکي د خلکو لومړیتوبونه نه پېژني او په ظاهري بدلونونو خلک تېر اېستل غواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب