جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهد پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د اسلام اباد پولیسو ته سپارل شوی

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د اسلام اباد پولیسو ته سپارل شوی

تاند (سې شنبه، د قوس ۱۴مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په بلوچستان کې له نیول کېدو وروسته د اسلام اباد پولیسو ته سپارل شوی دی.

منظور پښتین، چې پر دیورند کرښه د ویزې خلاف په لاریونونو کې د ګډون لپاره بلوچستان ایالت ته تتلی و، د دغه ایالت پولیسو پرون وروسته له هغه ونیو چې د موټرو پر کاروان یې ډزې وشوې. په دې برید کې ده ته زیان وانه وښت خو د ده یو همکار او یوه لاروۍ میرمن ټپيان شول. د پي ټي ایم فعالان وایي چې دا ډزې د پاکستان امنیتي ځواکونو کړي.

د بلوچستان حکومت پر پښتون ژغورنې غورځنګ غړي تورن کړي چې پر پولیسو یې ډزې کړي دي.

د بلوچستان د ایالتي حکومت د اطلاعاتو وزیر حان محمد اڅکزي نن خبریالانو ته وویل، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين یې تر نيول کېدو وروسته له دې ایالت څخه ایستلی شوی او د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعيل خان پولیسو  ته سپارل شوی دی.

په همدې حال کې په ډيره اسماعيل خان د پولیسو چارواکو وویل چې پښتين اسلام اباد ته بیول شوی دی.

یوشمېر فعالانو او سیاستوالو د پښتین پر نیول کېدو اعتراضونه کړي دي. د غورځنګ غړي او سیاستوال علي وزیر پر ایکس شبکې لیکلي زندان او حملې به د دوی زغم نه یوازې کم نه کړي بلکې ټینګ او پوخ به یې کړي. د ښځو د تعلیم او حقونو فعالې او د پي ټي ایم غړې سنا اعجاز د پښتین نیول او پر هغه برید غندلي دي.

د بلوچستان صوبايي چارواکي په داسې حال کې ادعا لري چې د پښتين ساتونکو پر پولیسو ډزې کړي او د موټرو په ټکر کې یې يو دولتي مامور هم ټپي کړی چې په خواله رسنیو کې په خپرو شویو ويډيوګانو کې ښکاري چې امنيتي ځواکونو موټر د پښتين د موټر مخه نیسي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران د چارواکو ادعاوې رد کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب