شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeمقالې"د افغانستان د منځګړیتوب ملي حرکت" ولې رامنځته شو!؟

“د افغانستان د منځګړیتوب ملي حرکت” ولې رامنځته شو!؟

  محمدآصف ” احمدزی”
د هېواد دننه او بهر، په ډېرو داخلي او بهرني موضوعاتو کې افغانان په خپل منځ کې ډېرای وخت په ډېرو شخصي او ملي موضوعاتو کې په دې نه دي توانېدلي چې د داخلي او بهرني سیاست لپاره واحده تګ لاره، ملي انګېزه، واحد لید لوری او همداراز واحد اند ولري / جوړ کړي؛ هیڅ کله مو د ملي ګټو په پاره ملي اند او ملي یوولی نه دی کړی، تل مو د ملي ګټو پر ځای شخصي ګټي پاللي، همدا موضوعات دي چې هیڅ وخت په دې نه یوو توانېدلي چې د ملي مسایلو لپاره سمې حل لارې جوړې/ ولرو.
د شل کلن جمهوري نظام په لومړیو کې دا چې د حامد کرزي صیب دوره پیل کېده تر دې دورې د مخه د افغانستان جغرافیه ډېره ویجاړه شوې وه، یو ښار روغ نه ؤ، په ټوله کې د افغانستان هره برخه د جنګ سرو لمبو ځپلې وه، کارونه ناسم، اقتصادي سیستم او تعلیمي سیستم کمزوری، په ساینس، پوهې او ټکنالوژۍ کې کمزورتیا، په ملي مسایلو کې د سیاسیونو نه همغږي، د ټولنيزې او ملي انګېزې نه موجودیت او داسې بلها نور موضوعات؛ دا هغه څه وو چې د تېر شل کلن نظام په لومړیو کالو کې وطن او ولس ور سره لاس او ګریوان وو، دا ځکه چې هېواد تازه د جنګ له لمبو را وتلی ؤ؛ خو لا ترې پوره خلاص نه ؤ.
په تېر نظام کې ډېر کله داسې هم کېدل، چې د افغانستان لپاره ملي او بنیادي مسایل به د چار واکو د خود خواهی، شخصیتوب او بې اتفاقی له وجې له لاسه تلل؛ که څه هم د تېر نظام په بېلا بېلو برخو کې سیاسي، تعلیمي، فرهنګي، اقتصادي او نور مختلف ډوله پرمختګونه شوي چې مونږ ترې سترګې نشو پټولی، خو دا هم ټول ولس ته جوته شوې چې تېر شل کلن نظام سره جنګ، فساد، زور زیاتی، خیانت، غلا او داسې نور مل ؤ.
راځم اصلي موضوع ته چې : ” د افغانستان د منځګړیتوب ملي حرکت ولې رامنځته شو!؟ څه دلایل وو؛ چې یاد حرکت رامنځته شو؟
د اسلامي امارت په راتګ سره جنګ ته د پای ټکی کېښودل شو، په اداراتو کې فساد تر ډېره حده له منځه تللی، وژنې نشته، جنګ سالاري، مردم سالاري له منځه تللي، د قدرت جزایر ختم شوي، د افغانستان ټوټه کېدل یا په څو برخو وېشلو نظرې له منځه تللي او داسې نور. خو داسې هم نشو ویلی چې ټول کارونه سم پرمخ روان دي.
لسګونه ستونزې شته: د ښځو تعلیم، کار اهل د کار ته نه سپارل، بې کاري، تحیصیل کرده ځوانانو تیښته، د ښځو لپار د کار نشتون او داسې نور…
دا هم لازمه نه ښکاري چې د شته ستونزو په وجه دې اوسنی نظام له منځه لاړ شي. د اوسني نظام له منځه تلل په اوس وخت کې بدیل نه لري، نو ښه به دا وي چې باید  اوسني نظام ته وخت ور کول شي، چې خپل ځان هم نړیوالو او هم هېوادوالو ته ثابت کړي.
نړیوالو سره اړیکې، د ښځو تعلیم لپاره حل لارې ، د ښځو لپاره د کار زمینه، د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل، په دننه او بهر کې محبوبیت او هېوادوالو ته ښه خدمات وړاندې کول؛ دا هغه څه دي چې ” د افغانستان د مذاکراتو د منځګړیتوب ملي حرکت” مشرتابه او د حرکت کلیدي غړو د پورته مواردو په پاره لاسونه سره یو کړي، چې د نړیوالې ټولنې او اسلامي امارت ترمنځ منځګړیوب وکړي او دواړه خواوې یادو مسایلو ته متوجې او شته ستونزو او مسایلو ته په ګډه حل لارې پیدا کړي.
همدا رانګه یاد حرکت یو بې طرفه حرکت دی او غواړي د افغانستان د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ شته ستونزو ته لارې هوارې او د دواړو خواوو ترمنځ د اتصال ټکی واوسي؛ همداراز دواړه خواوې دې ته وهڅوي چې څنګه مخته پرتې ستونزې حل او د باور فضا رامنځته کړي. داچې پخوا وختو کې د افغانستان داخلي او خارجي مسایل د نورو بېروني ګړیو لخوا حل او فصل کې دې؛ نو ښه ده چې د نورو بهرنیو ګړیو په نصبت د خپل هېواد وکړي د درېیم ګړي په صفت کار وکړي.
د مذاکراتو د منځګرتوب ملي حرکت له چا سره د ټکر تګلاره نه لري؛ بلکې غواړي چې د خبرو او بحثونو د لارې په هیواد کې د خپلواکه، غښتلي او په اقتصاد ولاړ نظام رامنځته کیدلو لپاره لار هواره کړي، چې د ولس او موجوده نظام په خیر وي او هم د نړیوالو تشویشونه رفع شي.
داچې د افغانستان د منځګړیتوب ملي حرکت د رامنځته کېدو دلایل څه دي؟ په دې اړه لاندې شماره وار یو څو کرښې لیکم:
 1- له افغانستان څخه د کوکنارو او مخدره توکو کښت، کارول، پېر او پلور له منځه وړل او نړیوالو ته ډاډ ور کول.
2- له افغانستان څخه د هر ډول ترهګریزو ځالو او روزنیزو ځایونو له منځه وړل او نړیوالو ته په دې برخه کې ډاډ ور کول.
3- د انجونو په تړاو د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې پرانستل.
4- ښځو ته د شریعت او اسلامي احکامو او افغاني دودونو په رڼا کې د حجاب په لرلو سره د کار کولو حق ور کول.
5- افغانستان د نړیوالو لخوا په رسمیت پېژندل، بیرته په نړیوال چاپیریال کې ځای ترلاسه کول، ډیپلوماتیکي اړیکې بیا رغول او د اسلامي امارت د مشرانو له تور لیست نه لرې کول.
6- د افغانستان وګړو او هم اسلامي امارت لپاره د مرستو په موخه د نړیوالو پام راګرځول او هڅول.
پورته یاد شوي موضوعات د دې سبب شول، چې یاد ملي حرکت رامنځته او خپل فعالیت د یو نړیوال کنفرانس له لارې اعلان او پیل کړي. یاد ملي حرکت یو بې طرفه حرکت دی، له هیڅ یو طرف سره تړلی نه دی او نه کوم طرف ته کار کوي؛ بلکې یو بې طرفه حرکت دی او د ملي مسایل او ملي ګټو لپاره کار کوي.
په پای کې د یادولو وړ ده، چې یاد ملي حرکت ځانګړي او بنیادي موخې په افغانستان کې د امن په راتلو سره اقتصادي او سیاسي ستونزو ته د پای ټکی کېښودل او افغانستان اباد، سمسور، هوسا، پرمختللی، په ځان بسیا، نړیوالو سره سیال او په ټولو چارو کې خپلواک هېواد په توګه هر ډول اړیکې ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب