شنبه, جولای 27, 2024
Home+وزیر ته مې انار واخستل| حبیب الرحمن رحیمي 

وزیر ته مې انار واخستل| حبیب الرحمن رحیمي 

  زموږ په کوڅه کې ډېر لمونځ ګذاره او تقوی داره شخصیت و ، خدای هم اوچت اخلاق ورکړي وو، زړه مې غوښتل چې هر کله ورسره بنډار وکړم، کور یې هم د کوڅې تر خلکو ښه نه و او په څېره یې هم سنت توکي  ښکلي ښکارېدل.

    په ملاصاحب مشهور دا سپین ږیری کس مې یوه ورځ په ناروغ حالت کې وليد چې زموږ د ښارګوټي په څلور لارې کې ولاړ دی ، روغبړ مې ورسره وکړ،پیسې له جیبه راویستې، راته یې وویل چې انار راته راوړه خو پیسې یې په ډېر ټينګار راکړې او انار مې ورته راوړل.

   میاشت وروسته سحر وختي مې د خپل کارځای په لور قدمونه واخستل، د ملاصاحب تر دروازې ورسېدم، هرڅه خاموش خو بیروبارزیات و، مخکې له دې چې د حالت په اړه پوښتنه وکړم راغبرګه یې کړه چې مولوي صاحب خپله روح حق ته وسپارله انالله واناالیه راجعون مې وویل او د تسلیت مراتب مې یې خپلوانو ته وړاندې کړل.

  اونۍ وروسته مې د هماغه څلور لارې پر سر ځړېدلی بنر ولېد چې په کې د شخصیت د فاتحې د ځای او وخت سره یوځای د نوموړي ژوند لیک هم لیکل شوی و خو تر ټولو لوړه رسمي دنده یې د وزارت په مقام کې سرته رسولې وه، خاطرې را یاده کړه؛ تا خو وزیر صاحب ته انار اخیستي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب