جمعه, مې 10, 2024
Home+د ویکي پیډیا موسس: د مصنوعي ځیرکتیا کنټرول ته لا ډېر وخت...

د ویکي پیډیا موسس: د مصنوعي ځیرکتیا کنټرول ته لا ډېر وخت شته

تاند- د ویکي پیډیا بنسټګر جیمي ویلز وايي، مصنوعي ځیرکتیا/ ذهانت پر یوه زبرانسان (سوپرمن) له بدلېدو څخه لا هم لږترلږه ۵۰ کلونه لېرې دی.

دی د چټ جي پي ټي د کارولو په اړه وايي:«واقعاً ډېر ټکي نه رعایتوي او تېروتنې کوي. تېروتنې یې په ظاهره د توجیه وړ ښکاري، خو د ځان لپاره سرچینې جوړوي، ګډوډ دی.»

د ویکي پیډیا موسس د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې له یوې فعالې کمپنۍ سره د همکارۍ احتمال نه ردوي، خو ټینګار کوي چې دا پرېکړه باید له ډېر غوره وروسته وشي.

جیمي ویلز زیاتوي، په ویکي پیدیا کې د مطالبو د لیکلو لپاره د چټ جي پي ټي له مصنوعي ځیرکتیا څخه استفاده سبب شوې چې ویکي پیدیا ګډه وډه شي.

دی ټینګار کوي، هغه مطالب چې (چټ جي پي ټي) یې د ویکي پیډیا لپاره چمتو کوي، له فاجعې کم نه دي او اصلاً چټ جي پي ټي د ویکي پیدیا په درد نه خوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب