دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهاسماعیل خان: صلاح الدین او عطا دواړه نور د جمیعت له مشرۍ...

اسماعیل خان: صلاح الدین او عطا دواړه نور د جمیعت له مشرۍ لوېدلي

تاند (جمعه، د قوس ۱۰ مه) د جمیعت ګوند یوه مشر اسماعیل خان په تازه مرکه کې د دغه ګوند د مشرۍ پر دوو دعوه ګېرو( صلاح الدین رباني او عطامحمد نور) نیوکې وکړې او ویې ویل چې دوی دواړه د یاد شوي ګوند له مشرۍ لوېدلي.

اسماعیل خان زیاتوي چې دی له احمد مسعود او یو شمېر نورو ګوندیانو سره یې د داسې یوې شورا د جوړولو په لټه دي چې د جمیعت ګوند د مشرۍ تشه ډکه کړي.

هغه په ورته وخت کې طالبان د خبرو له لارې د افغانستان د روان وضعیت حل ته بولي او خبرداری ورکوي چې که د خبرو هڅې پایله ورنه کړي، دوی به نورو لارو نه استفاده وکړي.

هغه له جګړې څخه په دې برخه کې په محتاطانه ډول یادونه وکړه او هم یې د طالبانو په بیا واکمنیدو کې د خپل تر ټولو نېږدې متحد( ایران) له ونډې انکار وکړ.

اسماعیل خان په یوه بله تازه مرکه کې له هغو ټولو تورونو سره چې دی د هرات د ولایت او برېښنا وزارت د څوکیو پر مهال په پراخ فساد او له دندې په ناوړه استفادې تورن دی، په خپلو دغو دندو کې د پراخو لاسته راوړنو ادعاوې وکړې.

هغه دغه راز پر امریکا تورونه ولګول چې ګواکې طالبان یې په یوه معامله کې واک ته رسولي او دوی او افغانانو سره یې خیانت کړی.

د جمیعت دا مشر چې د شمال ټلوالې د یو شمېر نورو مشرانو په شان په وروستیو کې روسیې ته نیږدې شوی، د افغانستان دقضیې په حل کې د یاد شوي هېواد پر رول ټینګار وکړ.

اسماعیل خان له طالبانو څخه د ایران د نه ملاتړ ضمني ادعاوې هم لرلې.

بل لور ته:د ایران د سفارت سرپرست کاظمي قمي په یوه ټویټ کې په لنډ ډول لیکلي چې ایران خپل چارواکي لري او له خپلې خاورې د باندې ویاندویان یې ځانته نه دي ټاکلي.

ګومان کیږي چې د کاظمي قمي اشاره د اسماعیل خان وروستیو مرکو او څرګندونو ته وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب