یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهتر نیمایي د زیاتو افغان تلویزوني شبکو فلجیدل

تر نیمایي د زیاتو افغان تلویزوني شبکو فلجیدل

تاند (سې شنبه، د عقرب ۳۰ مه) د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ نی نن د تلویزون د نړیوالې ورځې په مناسبت اعلان وکړ، چې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره ۵۲ سلنه افغان تلویزوني شبکې فلج شوي.

سرچینې د دغه وضعیت اصلی دلیل اقتصادي ستونزې ښودلې دي.

له دې سره یو شمېر خبریالان او رسنیز فعالان د بیان ازادۍ وضعیت ناوړه او د اندېښنې وړ ګڼي او وایي طالبانو ځان سانسورولو ته اړ ویستي او د ډېرو مسایلو په اړه اطلاعاتو ته لاسرسی نه لري.

د طالبانو ویاندویان بیا وخت پر وخت د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د بیان ازادۍ ته د ژمنتیا خبره کوي.

 یو شمېر څارونکي د ځینو تلویزوني شبکو په فلجیدو خوښ دي او وایي بهرنیانو د ناوړه موخو لپاره تمویلول، خو ورسره د خلکو د بیان ازادۍ پر وړاندې رامنځته شوي خنډونه ناسم بولي او د هواري غوښتنه یې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب