جمعه, اکتوبر 4, 2024
Homeخبرونهد افغان کډوالو په ډله کې د پښتونخوا د یو شمېر اوسیدونکو...

د افغان کډوالو په ډله کې د پښتونخوا د یو شمېر اوسیدونکو شړل کیدل

تاند (سې شنبه، د عقرب ۳۰ مه) پاکستاني پولیسو د پښتونخوا یو شمېر ځایي اوسیدونکي هم په دې شک، چې ګواکې افغانان دي نیولي او پر تورخم دروازې اړولي دي.

د پښتونخوا د پولیسو یوه ویاند لطیف الرحمان ویلي، چې د دغو کسانو له ډلې ۹ تنه بیرته پر تورخم دروازې پاکستان ته استول شوي دي.

د پاکستاني پولیسو دې کړنې د پښتونخوا یو شمېر نور اوسیدونکي هم اندېښمن کړي.

پاکستان له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د سلګونه زره افغان کډوالو د ایستو عملیات پيل کړي او له ناوړه چلند سره یې شړلي.

دغه وضعیت د طالبانو رژیم سره د پاکستان اړیکې هم په ښکاره ترینګلې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب