Homeخبرونهتورخم لاره بیرته پرانیستل شوه

تورخم لاره بیرته پرانیستل شوه

تاند (سې شنبه، د عقرب ۳۰ مه) د ننګرهار لپاره د طالبانو سیمه ییزو چارواکو وویل، چې تورخم لاره د پاکستان لخوا نن بیرته پرانیستل شوه.

د طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي، چې ولایتي پلاوي یې نن پاکستاني چارواکو سره په دې اړه مذاکرات کړي او ترې غوښتي یې دي چې د ترانزیت او سوداګرۍ لپاره له خنډ جوړولو لاس واخلي.

پاکستان نن ظاهراً په دې پلمه، چې دغه هېواد ته د افغان سوداګریزو توکیو د لېږد موټر چلوونکو پاسپورټونه او ویزې نه لرلې، تورخم دروازه وتړله.

د افغانستان – پاکستان د سوداګرۍ خونې یوه مسوول خان جان الکوزي دا پریکړه یو اړخیزه او د اصولو خلاف وبلله.

پاکستان په وروستیو کې د افغانانو پر وړاندې خپل ناوړه چلند زیات کړی، چې افغانان یې ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...