Homeخبرونهد طالبانو د کابینې غړي په کندهار کې له خپل مشر سره...

د طالبانو د کابینې غړي په کندهار کې له خپل مشر سره پر مهمو مسلو مشورې کوي

تاند (سې شنبه، د عقرب ۳۰ مه) له کندهار څخه ترلاسه شوي خبرونه وايي چې د طالبانو عمومي مشر ملاهبت الله اخوندزاده د کابینې ټول سرپرست وزیران کندهار ته وربللي چې په یو شمېر مهمو مسلو له هغوی سره مشوره وکړي.

د دغو خبرونو پر اساس، د کابینې غړي او د مهمو ادارو چارواکي له پرون (دوشنبې) راهیسي له هبت الله اخوندزاده سره په غونډو بوخت دي.

که څه هم طالبانو د دې غونډې او د هغې د اجنډا په هکله څه نه دي ویلي خو په کندهار کې ویل کېږي چې مشر ملا له نورو طالب چارواکو سره له پاکستان سره د ترینګلیو شویو اړیکو، ټي ټي پي، له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو، د افغانستان لپاره د ملګروملتو د ځانګړي همږغوونکي د وړاندیزونو پر اساس د افغانستان د راتلونکې په اړه د نړیوالې ټولنې د جوړېدونکې غونډې او همداراز د نجونو د زده کړو په اړه خبرې کوي.

تېره اوونۍ د افغانستان لپاره د ملګروملتو ځانګړي همږغوونکي د امنیت شورا په غوښتنه د افغانستان د وضعیت په اړه د خپلې ارزونې راپور دې شورا ته وړاندې کړ او په عین حال کې یې وړاندیز وکړ چې د افغانستان د راتلونکې په باب دې په قطر کې یوه لویه غونډه دایره شي.

1 COMMENT

  1. ایا په کندهار کې هیبتو سوډر ده سي ورغلي او که کوم د ای ایس ای لوی ماسل ناست ده. دغه خنزیر ځناور هیبتو ولي له ولسه ځان پټوي که دئ رښتیا وي؟ زما په اند هلته کوم د طالبو د اورتو میړه د ای ایس ای ماسل ناست ده ! ☹️

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...