دوشنبه, مې 6, 2024
Home+د سهار وختي سګرېټ د سرطان امکان ډیروي

د سهار وختي سګرېټ د سرطان امکان ډیروي

مینه احمد

د سګرېټ څکولو او سرطان د ارتباط په اړه به مو ډېر اورېدلي وي خو سهار وخته د سګرېټ څکول بیا ډېر ژر په سرطان ناروغۍ د اخته کېدو سبب کېږي.

له بده مرغه ډیر خلک له خوبه تر پاڅېدو وروسته سمدلاسه سګرېټ څکوي.

د امریکا د روغتیایي څېړنو مرکز وايي، څېړنو یې څرګنده کړې چې سګریټ څکول د یوه انسان د روغتیا لپاره ګڼ نور زیانونه هم لري.

څېړونکي وایي سهار وختي له خوبه له راپاڅېدو وروسته تر نیم ساعت پورې سګریټ څکول د انسان په روغتیا ډېره ژوره اغېز کوي. دوی سپارښتنه کړې چې له خوبه له راپاڅېدو وروسته تر یو یا دوه ساعتونو پورې سګریټ مه څکوئ.

د دې تر څنګ د سګریټ د زیانونو په هکله ځيني نورې څېړنې ښیي چې سګریټ د زړه او سږو لپاره هم ګڼ زیانونه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب