شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد پاکستان ولسمشر: افغان کډوالو پاکستان کې د کلاشینکوف کولتور عام کړ

د پاکستان ولسمشر: افغان کډوالو پاکستان کې د کلاشینکوف کولتور عام کړ

تاند (جمعه، د عقرب ۲۶مه) د پاکستان ولسمشر عارف علوي له دغه هېواده د افغان کډوالو د شړلو له شدت سره هم مهاله، دوی تورن کړي چې پاکستان کې یې د کلاشینکوف کارولو کولتور عام کړی.

نوموړي په یوه تازه مرکه کې د پاکستان پر اقتصاد هم د افغان کډوالو د ناوړه اغېزو ادعا کړې ده.

په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم د نوموړي څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې د طالبانو رئیس الوزرا ملا حسن اخوند ویلي وو، چې افغان کډوالو په پاکستان کې د څو لسیزې ژوند پر مهال دغه هېواد ته زیات خدمت کړی او پانګونې یې پکې کړي.

د پاکستان منتقد افغان متلپاله کړۍ بیا باور لري، چې پاکستان له څو لسیزو راهیسې په افغانستان کې د نظامونو د پرځولو سیاست مخته وړی او د اسلام په پلمه کولو سره یې ځینې افغان ډلې اجاره کړي او د خپلو ملي ګټو خلاف کارولي دي.

د دوی په وینا، دا پاکستان و چې په خپلو کمپونو کې یې دامریکا او غرب په مرستو د ټ ټوپک درسونه افغانانو ته ورکړي او د شوروي د ماتولو لپاره استعمال کړي.

6 COMMENTS

  1. ‌ کلشینکوف کلتور افغانانو نه دی رواج کړی بلکه ستاسو دکافر زامنو او د انګلیس ناروا لمسیانو په افغانانو تحمیل ګړی وه او اوس انشاالله چی ستاسو د شیطانت او د کفری پلانونو عملی کول مو په ختمیدو دی او د پاکستان چټل نو باندی کوم مملکت نشته او دا دانګلیس ناولی پلان و چی اوسی د ختمیدو وخت راغلی او لوی افغانستان لوی هندوستان او لوی بنګلدیش به جوړیږی

  2. کلاشنکوف خو تاسو خپله رواج کړ ځکه تاسو کافرو خو د افغان جهاد په وخت کې دومره غلاوې وکړې چې په ۱۹۹۸ کې د اتوم بم خاوندان شوئ. جهادي قوماندانانو ته مو د سلاح سره په ټول پاکستان کې اجازه ورکړې وه او غلاوې مو ترې کولې یو علت یې هغه ؤ ځکه تاسو خو د چریز نه بغیر بل شی نه پیژانده. ستاسو پوځ به سلاح د افغانانو پټوله او په مارکیټ کې به یې خرڅوله. دا ټوله ګناه زمونږ خپله ده چې د خپل افغان حکومت او شوروي خلاف راجیګ شو او پرې مو نه ښوده چې ګرمو اوبو ته لاړ شي باید ستاسو بیغیرتو نه مو هماغه وخت خپلې سیمې بیرته اخستی وی ځکه تاسو کې خو دومره ایمان نه و او نه شته چې د چا مقابله وکړئ.

  3. دا د کوتې شین غوږی هم اوس په افغانانو پورې خبرې کوي . مخ د تور شه ، د منافق اولاده .

  4. د پاکستان ولسمشر حافظ کار نکوي کله چې د ظاهر شاه نظام له مینځه لاړ اود داود خان نظام جوړ شو نو په همغه وخت کې لومړی حکمتیار، مسعود او ربانی، ځینې خلک مولوی خالص یادوی ځینې جلال الدین حقانی یادوی چې پاکستان ته لاړل او هلته د داود خان دولت پر ضد چې هغه وخت کې روسان، انګریزان او امریکایان لا افغانستان کې شتون نه درلود نظامی ټریننګ یی ورکوو
    چې لس یا لدې کم یا زیاد کلونه تیر شول چې چې بیا په داود خان کودتا وشو، بیا وروسته نورمحمد ترکي، بیا حفیظ الله امین او ببرک کارمل راغي چې ببرک کارمل په وخت کې روسان رسمآ افغانستان ته راغلل،
    بله خبره داچې همدې جهادې تنظیمونو په افغانستان کې د ځینو پلوې ملایانو له لورې د پاکستان د څارګرو ډلو یا کسانو له لوري ولس داسې تبلیغ کولو چې له افغانستان څخه هجرت وکړی پدې ټول نړۍ پوهیږي چې افغانان عقیدتی خلک دي نو ټول ولس د عالمانو ومنل چې بیا هلته په پاکستان کې ورته راشن د امریکا او عربي هیوادونو له حواله شو چې پنجاب به سپین او پاک غنم پټول او تور پنجابی او خراب غنم به یی افغانانو ته ورکول ، بیا همدارنګه با کیفیت تیل ، غوړی خورما او نور اړتیا وړ توکي پټول او خراب به یی په افغان مهاجرو خوړل چې اوس ګورو همدوی وايي چې افغانان دې زموږ احسان مند شي داسې څوک نشته چې ورته ووایي چې تاسو ویل چې راشي هجرت وکړي اوس موږ مړه هم شو او پړ هم مګر یوه ورځ به راشي چې له ټولو مجرمینو کې هغه افغانان دي یا ګاونډیان یا نړیوال، ددې ۴۵ کلنو ناخواله په اړه یو ځل به محاکمه کیږي خو اوس همغو رهبرانو بیا امریکایان راوستل او کابل یی په کنډواله بدل کړل
    دوی هغه شعار هیر کړل( جهاد افغانستان دفاع پاکستان)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب