جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهالمان کې خپلو یو شمېر پلویانو سره د طالب استازي غونډه

المان کې خپلو یو شمېر پلویانو سره د طالب استازي غونډه

تاند (جمعه، د عقرب ۲۶مه) د خوړو او درملو ملي ادارې لپاره د طالبانو د رژیم رییس عبدالباري عمر المان هېواد ته د سفر پر مهال د خپل رژیم له یو شمېر پلوي افغانانو سره غونډه کړې.

په دې غونډه کې ښاغلي عمر ویلي، چې په افغانستان کې امنیت ښه شوی او دلته مېشت افغانان دې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.

عمر په دغه هېواد کې له مېشتو افغانانو غوښتي، چې د هېواد په ابادۍ کې له دوی سره په ګډه کار وکړي او .خپلې پانګې په افغانستان کې په کار واچوي

معلومه نه ده، چې د دغې غونډې څومره طالب پلوو ګډونوالو طالب مقام ته د هېواد ته بیرته ستنیدو ډاډ ورکړی.

د یادې غونډې د کوربه توب چارې د عزیز سرشار په نوم د یوې کولتوري ټولنې مسوول پر غاړه لرلې.

یادې ټولنې څو میاشتې مخکې په کولن ښار کې د کونړ سېند په نوم مشاعره جوړه کړې وه او پکې د افغانستان د ملي سرود د غږول کیدو مخالفت شوی و، چې نیوکو سره مخ شوی و.

د طالبانو پر زیاتو بهر مېشتو پلویانو له دې امله نیوکې کیږي چې په هېواد کې وضعیت ښه شوی بولي او طالبان د ځینو لاسته راوړنو له امله ستایي، خو خپله بیرته هېواد ته نه ستنیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...