دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهازبکستان وايي، پر ترانس افغان ریللار ۷ میلیارد ډالره لګېږي

ازبکستان وايي، پر ترانس افغان ریللار ۷ میلیارد ډالره لګېږي

تاند (جمعه، د عقرب ۲۶مه) اذرنیوز د ازبکستاني رسنیو پر اساس پرون (پنجشنبه) راپور ورکړ چې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د ریللار، چې ترانس افغان بلل کېږي، پر جوړولو شاوخوا ۷ میلیارد ډالره لګښت راځي.

په وروستیو ورځو کې د ازبکستان د ترانسپورت وزیر ایلخوم ماخاموف له پاکستاني چارواکو سره د ترانس افغان په شمول د دوو هیوادونو ترمنځ د افغانستان له لارې د ترانسپورت پر بیلابیلو طرحو خبرې وکړې.

دوی د ترانس افغان پروژې پر جوړېدو ټینګار وکړ، ویې ویل چې دا پروژه له یوې خوا مزل لنډوي او له بلې خوا د ترانسپورت لګښت کموي.

د ترانس افغان ریللارې په اړه لومړی پلا په ۲۰۱۸ م کال د درو هیوادونو ترمنځ موافقه وشوه. هماغه مهال د دې پروژې لګښت، چې په وسیله یې په کال کې ۲۰ میلیون ټنه مال لېږدول کېږي، ۵ میلیارد ډالره اټکل شوی و.

د ۲۰۲۲ په جولای کې د ازبکستان د ریللارو ادارې له (Boshtransloyikha) انستیتیوت څخه وغوښتل چې د دې ریللارې لګښت اټکل کړي، دې ادارې اټکل وکړ چې دا پروژه به په ۵ کلونو کې په ۴ میلیارده او ۶ سوه میلیون ډالره جوړه شي.

خو د تېر کال په دسمبر کې پاکستان اټکل وکړ چې د دې پروژې پر جوړېدو ۸ میلیارده او ۲۰۰ میلیون ډالره لګښت راځي.

اوس تازه اټکل ښيي چې پر دې پروژې ۷ میلیارد ډالره لګښت راځي.

ترانس افغان ریللار له مزارشریف څخه پیلېږي او د خوست ولایت تر غلام خان بندر پورې رسیږٍي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب