جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهپاکستان: سیمه ییز هېوادونه په ګډه د طالبانو د رژیم پر رسمیت...

پاکستان: سیمه ییز هېوادونه په ګډه د طالبانو د رژیم پر رسمیت پېژندلو فکر کوي

تاند (جمعه، د عقرب ۲۶مه) سره له دې، چې د طالبانو د رژیم او پاکستان اړیکې په ښکاره ترینګلې برېښي، دغه هېواد د طالبانو د رژیم د په رسمیت پېژندلو په اړه د سیمه ییزو هېوادونو د فکر کولو خبر ورکړی.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي آصف علي دراني ویلي چې په دې اړه د روسیې په ګډون نور هېوادونه په ګډه د پریکړې فکر کوي.

د هغه په وینا، پاکستان او نور هېوادونه هر یو د طالبانو پر کړنې ملاحظې لري.

هغه په مشخص ډول د نجونو د زده کړو پر وړاندې د طالبانو بندیزونه یاد کړي، چې په خبره یې اسلامي اساس نه لري.

پاکستاني استازي په ضمن کې داسې توجیه وړاندې کړې، چې د نجونو د زده کړو خلاف د طالبانو د رژیم بندیزونه ممکن افغاني – قبایلي اساس ولري.

تر دې مخکې د پاکستان مخکیني صدراعظم عمران خان هم ورته توجیه وړاندې کړې وه، چې د افغانانو توند غبرګون سره مخ شوی و.

د پاکستان او طالبانو د رژیم اړیکې د ځینو شنونکو له نظره ډراماتیکې دي او د ترینګلتیا باور یې ګران دی.

دوی له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستو بهیر ته په اشارې وایي، چې تر اوسه دغه هېواد د طالب مشرانو د کورنیو د اېستو په اړه څه نه دي ویلي او نه یې دا روښانه کړي چې کوم طالب مشران لا هم پاکستاني تابعیت کارتونه لري.

1 COMMENT

  1. زه نه پوهیږم چې طالب په پنجابي کې څه لیدلي چې د خدای نه هم پرې زیات باور لري او په مقابل کې یې هر وخت چپ پاتې وي. دا پوښتنه هم نشي کولی چې دورانیه ستا زمونږ په چارو کې څه کار دی؟ که څوک مو په رسمیت پیژني او کنه ته څوک یې چې زموږ په نمایندګئ خبرې کوې؟ خو ددوی په مینځ کې پټ رازونه شته چې طالب یې د افغانانو نه پټوي، حتی د مهاجرو شړل هم یوه د پټو رازو څخه ده او د طالب په غوښتنه او خوښه دا کار شوی. دې جاهلو د پنجاب مریدانو حتی په دولتي سطحه د پاکستان له ویرې د کرکټ خوشحالي ونکړه او نه یې لوړ پوړو چارواکو د هغوی د راتګ هرکلی وکړ. خدای زده چې ددوی کوم راز پاکستان سره دی کیدی شي ددوی او فامیلونو یې لوڅې ویډیو ګانې کړې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب