Homeخبرونهد افغان کډوالو ترڅنګ د پاکستان لخوا د پښتنو ملتپالو د نیولو...

د افغان کډوالو ترڅنګ د پاکستان لخوا د پښتنو ملتپالو د نیولو دوام

تاند (سې شنبه، د عقرب ۲۳ مه) پاکستاني ځواکونو پر افغان کډوالو سربېره د پښتونخوا د ملتپالو پښتو خلاف هم اقدامات زیات کړي او تازه یې د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ غړی علي وزیر نیولی،

پاکستاني رسنیو ویلي، چې د دغه هېواد د ملي اسامبلۍ پخوانی غړی، علي وزیر د خیبرپښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې نیول شوی دی.

د راپورونو له مخې، علي وزیر د هغه شکایت په تور نیول شوی چې د ډېره اسماعیل خان د پولیسو یو مرکز کې ترې شوی دی. پنځه ورځې مخکې د پاکستان ملي اسامبلۍ بل پخوانی غړی او د ملي ډیموکراټیک غورځنګ مشر، محسن داوړ هم د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوی و.

پاکستان په وروستیو کې سلګونه افغان کډوال هم نیولي.

د پاکستان د دغه چلند له امله پراخې نیوکې شوي، خو دغه چلند یې اصلاح کړی نه دی.

1 COMMENT

  1. دا څنګه چل دی هر وخت علی وزیر نیسي دا خپله ځان ورکوي او که دوی هیڅ قدرت او توان نلري چې د نیولو مخه یې ونیسي. زما خو یې شک پیدا کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...