دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونههغه کسان ونیول شول چې په خوست کې یې یو ځوان وهلی...

هغه کسان ونیول شول چې په خوست کې یې یو ځوان وهلی او په زوره وېښتان ورپرې کړي وو

تاند (سې شنبه، د عقرب ۲۳ مه) د کابل د امنیه قوماندانۍ ویندوی نن اعلان وکړ چې په خوست ولایت کې هغه امنیتي منسوبین ونیول شول چې په خپل سر یې یو ځوان وهلی او وېښتان یې ورپرې کړي وو.

په تېرو دوو ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې د خوست ولایت یوه ویډیو بیا بیا خپره شوه چې یوه ځوان پکې په داسې حال کې لیدل کېږي چې د طالبانو امنیتي ځواکونه یې ځوروي، تحقیروي او په زوره یې د سر او بریتونو وېښتان پرې کوي.

دغه ځوان، چې وروسته یې ورور وویل بادشاه الله نومېږي، کابو دوې میاشتې پخوا د طالبانو په یوه امنیتي پوسته کې درول شوی او ناوړه چلند ورسره شوی دی.

خو وروسته له دې چې په تېرو دوو ورځو کې د هغه د تحقیر ویدیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه، د کابل د امنیه قوماندانۍ ویندوی خالد ځدراڼ پرون وویل چې امنیتي ځواکونو ته ویل شوي چې هغه کسان دې ونیول شي چې دا ناوړه عمل یې ترسره کړی دی.

خالد ځدراڼ نن پر خپله ایکسپاڼه کښلي :« په خوست ولایت کې هغه امنیتي منسوبین ونیول شول چې په خپلسري ډول یې د یو ځوان د سر او بریتو ویښتان قیچي کړي و.»

ده همداراز لیکلي:« د خوست امنیه قومندان حافظ عبدالرشید “عمري” په ځانګړي هدایت هغه نظامي کسان ونیول شول چې په خپلسري او غیر قانوني ډول یې د یو ځوان کس د سر او بریتو ویښتان قیچي کړي و…»

ده دا هم ویلي چې حافظ عبدالرشید “عمري” له محاکمې پرته یاده کړنه غیر قانوني او خپلسري بللې او ویلي یې  چې هیچاته به اجازه ورنه کړي چې په خپل سر دا ډول اقدامات وکړي.

خالد ځدراڼ نه دي ویلي چې په دې تړاو څو تنه نیول شوي خو پر خپله ایکسپاڼه یې د درو تنو عکسونه خپاره کړي چې مخونه یې نه ښکاري.

د پادشاه الله په اړه ویل شوي چې دومره زیات وهل شوی چې له دوو میاشتو راهیسي خبرې سمې نه شي کولی.

2 COMMENTS

  1. د شخصیت اعاده دا ډول وي چې متضرر دی د خلکو په مخ کې تحقیریږي او د مجرم د عکس ته مخ نه ښکاره کیږي.

  2. څوک وایی چی دا هماغه مجرمین دی؟ کچیری دا ځلی په خیر ورک کی دی، نو انشاءالله چی دا ځلی به څوک په ملا پسی لمونځ هم ونکړی ستاسو ښځه پدی اسلامیت او عقیدی غی چی تاسی یی پیروی کوی ـ د چرکانو غله ته خو چرګان په غاړه کی ور اچوی دا به دی حتمآ د ادی میړونه وی چی مخونه یی نه ښکاره کوی ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب