دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهیوه افغان لیکوال له راستنو شویو کډوالو سره د مرستې لپاره خپل...

یوه افغان لیکوال له راستنو شویو کډوالو سره د مرستې لپاره خپل اثر لیلام ته وړاندې کړ

د ننګرهار د شینوارو لویې ولسوالۍ یوه لیکوال او ژباړن حضرت عثمان نوري خپل یو ناول (نه تسلیمېږم) لیلام  یا بولۍ ته وړاندې کړی. ښاغلی نوري وايي، له خپلو ۳۱ لیکلو او ژباړلو اثارو یې ځکه دا ناول غوره کړ، چې د خپل فکر تولید او پنځونه یې وه. نوموړي دا ناول په ۲۰۱۹ زېږدیز کال لیکلی او له دې کاره یې موخه له پاکستان څخه تازه په زور را کډه شویو هېوادوالو لاسنیوی دی.

په دې کتاب د بولۍ په لومړۍ ورځ ۵۰۰۰ افغاني بولۍ راغله. دا بولي د شینوارو یوه هستوګن حاجي ښایسته الرحمن شینواري له لوري ووهل شوه.

د بولۍ په دوهمه ورځ له هېواده بهر بیا د اوسلو ښار هستوګن او معین الله معین یو ګام را مخته شو او دوهمه بولي یې پرې بیا ۸۰۰۰ افغانۍ راغله. اوسمهال په دې کتاب دا تر ټولو لوړه بولۍ ده.

د کتاب لیکوال ښاغلی نوري له تاند سره په خبرو کې وویل، له دې اقدام ۶ موخې لري.

۱. د کتاب وېشنې فرهنګ ورسره دود کېږي‌.

۲. د افغانستان خلکو چې نړۍ ته يې يوازې د خپل منځي جنګ او جګړو پېغام رسېدلی، ورته ثابتېږي، چې خلک يې لا هم باکلتوره او فرهنګ پاله  دي.

۳.  دا ښايي لومړی ځل وي چې د يو ليکوال کتاب ته د يو پراخ کمپاين په نتيجه کې په دومره لوړ قيمت بولي راځي، چې دا خپله يو وياړ او تاريخ دی. ښايي دا ډول کار لا تر اوسه نه وي شوی.

۴. د لوړ مقدار وهل شوې بولۍ پيسې له پاکستان څخه په زور را ايستل شوو افغان کډوالو ته رسېږي، چې حقیقي او واقعي هدف مو همدا د هېوادوالو لاسنيوی دی. هڅه کوو، څو په لوړ مقدار وهل شوې بولۍ کډوالو ته په بازار کې يو داسې څه را ونيسو چې استعمال يې «صدقه يې جاریه» وي، معنی دا چې موږ بنيادي پلان لرو. بيا مو همدا جاري صدقه هم بس ده.

۵.  په کتاب کې سراسر مبارزه ده، د کتاب له پيله د نشت ډېر څه شته کېږي. د کتاب په لوست سره به لوستوال د ژوند سختې، لوړې، ژورې ګالل او زغمل زده کړي، د دې ترڅنګ به ور څخه د ځان ژغورنې هنر او کړنلارې هم زده کړي.

۶. د لوړ مقدار وهل شوې بولۍ څښتن /استازي سره يو تحريري سند هم لاسليکوو، د دې څخه مو موخه د دا ده، څو دا کار د تاريخ يوه برخه وګرځوو.

حضرت عثمان نوري په هېواد کې تازه له شمشاد تلویزون سره په مرکه کې ویلي وو، ((په دې کار سره مو د پښتو ادب په نړۍ کې تاریخ جوړ کړ، دا نوښت د ملګرو په مشورو موږ وګاټه، د تاریخ دا تهداب موږ کېښود. همدا مو هم بس دی.))

نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه: ((په دې اقدام کې ډېرو ملګرو لاس راکړ، څو دا نوښت رسنیز کړو، خو ډېر ملګري لا هم د سکوت سیاست غوره کړی، هغوی چې ډېر کوچني نوښتونه یې نړیوال کړل، په دې اقدام یې یا له عقدو ځانونه غلي نیولي او یا هم ورته دا کار د اهمیت وړ نه ښکاري، چې دا راته ځورونکې ده. په اروپا کې یوه کیله چې دوه پونډه قیمت یې درلود، په ۳۲ زره پونډه وپيرل شوه، هماغه پیسې د افغانستان سیلاب ځپلو ته واستول شوې، موږ هم غواړو دا ډول یو کار وکړو.))

ښاغلي نوري د ازادي راډيو د دې پوښتنې په ځواب کې چې څنګه مو دې ته فکر شو چې خپل کتاب دې نیلامۍ ته وړاندې کړئ، وویل:

((زه خو شتمن هم نه یم، نه د کوم سیاستوال او ملي سوداګر زوی؛ خو د یو ادب لاروی ضرور یم، دا مې تر وسې ده، چې د خپل یو اثر په بولۍ کولو سره د کډوالو لاسنیوی وکړم او دا کار کېدونکی دی.))

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب