دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهد خصوصي تحصیلي بنسټونو استادانو ته د علمي رتبو ورکولو اعلان

د خصوصي تحصیلي بنسټونو استادانو ته د علمي رتبو ورکولو اعلان

تاند (سې شنبه، د عقرب ۲۳ مه)د لوړو زده کړو وزارت لپاره د طالبانو د رژیم علمي مرستیال لطف الله خیرخواه ویلي، چې له دې وروسته د خصوصي تحصیلي بنسټونو استادان هم علمي رتبې ترلاسه کولای شي.

هغه د دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو له مشرتابه پلاوي سره د علمي کادر د جذب نوې لایحې د عملي کولو په موخه په انلاین ناسته کې ویلي؛ د علمي کادر د جذب په برخه کې د عدالت د تأمین او روڼتیا رامنځ ته کولو په پار، نوې لایحه جوړې شوې او همدارنګه د یادې لایحې پر اساس خصوصي پوهنتونونه کولی شي چې دایمي استادان وګوماري.

نوموړي زیاته کړې: دا د لوړو زده کړو وزارت په تاريخ کې لومړی ځل دی، چې د خصوصي تحصيلي بنسټونو استادان په رسمي او دايمي توګه داسې ګمارل کيږي، چي د لوړو زده کړو وزارت لخوا به يادو کادرونو ته علمي رتبې هم ورکوي.

د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او ترفیعاتو رییس مفتاح الدین عزام د یادې لایحې په اړه معلومات ورکړي او ویلي يي دي؛ د ټولو خصوصي تحصیلي بنسټونو د استادانو تقرر او ترفیع، په زوني تحصیلي بنسټونو کې کېږي.

نوموړي د علمي کادر د جذب لپاره د نمرو سلنې، عمر، د استاد په حیث په دولتي تحصیلي بنسټونو کې د معتبرو خصوصي پوهنتونونو د فارغینو د جذب پر څرنګوالي او د یادې لایحې په اړه د تحصیلي بنسټونو د مسولینو پوښتنو ته ځوابونه ویلي.

سرچینه زیاتوي، یاده لایحه د لوړو زده کړو وزارت په وب سایټ کې نشر شوې ده او د لاسرسي وړ ده.

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب