دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهد کډوالو د ایستو ناورین سره هم مهاله؛ طالب پلاوي پاکستان سره...

د کډوالو د ایستو ناورین سره هم مهاله؛ طالب پلاوي پاکستان سره پر سوداګرۍ خبرې کړي

تاند (سې شنبه، د عقرب ۲۳ مه) له پاکستان څخه د میلیونونو افغان کډوالو د اېستو له ناورین سره هم مهاله، پاکستان ته د طالبانو د رژیم ورغلي تجارتي پلاوي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سره پر سوداګریزو اړیکو خبرې کړي.

د دغه پلاوي مشري د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزیر عزیز الدین نوري کوي.

یاد شوي پلاوي د پاکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر جلیل عباس سره لیدلي.

په پام کې ده، چې دغه پلاوی په اسلام اباد کې نن د افغانستان، پاکستان او ازبکستان په درې اړخیزه تجارتي غونډه کې هم برخه واخلي.

یو شمېر شنونکي له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستو پر وړاندې د طالبانو د رژیم کمزوری دریځ نقدوي او وایي دغه رژیم یا د پاکستان پر وړاندې د مخامیدو لېواله نه دی او یا د داسې حالتونو په دیپلوماسۍ او خپل مسوولیت نه پوهیږي.

سیاسي کارپوه غوث جانباز وایي، پاکستان هغه په لومړي ځل د افغان کډوالو د ایستو اعلان وکړ، دوی ته یې نږدې یوه میاشت مهلت ورکړ، څو له دغه هېواده ووځي.

د هغه په باور، په دومره موده کې د طالبانو رژیم نه په کابل کې د پاکستان شارژدافیر په دې اړه احضار کړای شو، نه یې کومه اعلامیه ورکړه او نه هم د دې وړاندوینه ورسره وه، چې پاکستان رېښتیا هم دومره افغان کډوال وباسي او افغانستان ته یو بل ناورین زیاتوي.

د نوموړي په باور، طالب چارواکو هغه مهال غوغا جوړه کړه، چې زرګونه افغان کډوال له پاکستانه وشړل شول.

د جانباز په وینا، طالب چارواکي لا هم نه دي توانیدلي چې په دې برخه کې فعاله دیپلوماسي او دریځ ولري.

د طالبانو چارواکو له پاکستانه د افغان کډوالو د شړلو په غبرګون کې دغه هېواد ته یو شمېر ګوتڅنډنې وکړې او هم یې ترې وغوښتل، که دوی سره کومه ستونزه لري په خبرو دې هوار کړي.

د شنونکو په باور، طالب رژیم ته د پاکستان له دې پریکړې د یوه زیانمن اړخ په توګه په کار وه چې پاکستان سره یې لږ ترلږه د سیمه ییزو هېوادونو په منځګړتوب د کډوالو د اېستو لپاره ژر د خبرو زمینه برابره کړې وای او په دې پریکړه کې یې د ځنډ فرصت برابر کړی وای.

طالب چارواکي که څه هم له پاکستانه د اېستل کیدونکو افغان کډوالو د ښه کوربه توب ادعا لري، خو ستانه شوي کډوال له پراخو ستونزو شکایت کوي او وایي په ډاګ میدان تش لاس پاتې او څوک یې د لاسنیوي نشته.

4 COMMENTS

  1. د طالب مشرانو ښځی او کورونه هلته اسلام آباد کی ګروګان دی. بله داچی هر یو یی پاکستان ته پړ دی له هغو په اصطلاح سکس ویدیو ګانې لری ټول یی لکه د مفتی عزیزلرحممن شاګردان غوولی دی نو دوی به څنګه د خپلو خلکو دفاع وکړی؟

  2. نو دا خوڅه جمهوریت ندی چی هره حوا قیچي او قیچې نظام وو !دا کا نن وای یا سبا دوی به خپل ملک ته راستانه کیده! هیڅ پدې نه ارزیده چې پدې اړه ګاوند ته سوال وشي!

  3. مهاجر باید بیرته راستنه شوي وای خو هر څه اصول او مقررات لري. دوی نه یواځې چې بیرته یې په لنډه موده کې راوشړل بلکې بې عزته یې کړل، مالونه او پیسې یې ترې واخستې نران پریږده ماشومان او زنانه یې بندیان کړل. پداسې حالاتو کې طالب غلام چې غلامي یې اوس ثابته شوه د هغوی سره تجارت کوي دوی باید د هلته ورتګ نه انکار کړی وی. باید ددې تړون خلاف ټول افغانان او راستنه شوي مهاجر مظاهرې وکړي او نړیوالو ته خپل عکس العمل وښایي. ددوی مالونه باید افغانستان او منځنۍ اسیا ته پرینږدي.

  4. لومړی سند چې امضا شوي د کرزی په وخت کې APTA باید عملی شي کله چې بیا جنجال پیدا شوي کرزی بیا هغه تړون نوم بدل کړ ، زما په نظر باید هغه لومړی تړون چې د کرزی په اولو کې شوی وو باید عملی شي
    ترڅو چې پاکستان زموږ مالونه هند پرینږدی باید پاکستان ته ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان هیواد د اموالو انتقال اجازه ورنکړ شي باید زموږ د اجناسو او اموال انتقال هند پدې تړون کې ځای ورکړل شي ځکه موږ هم حق لرو چې هند سره سوداګیری ته وده ورکړو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب