دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهعلي وزیر پاکستان ته؛ نه تا، نه ډیورنډ منو، موږ لوی افغانستان...

علي وزیر پاکستان ته؛ نه تا، نه ډیورنډ منو، موږ لوی افغانستان غواړو

تاند (سې شنبه، د عقرب ۲۳ مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ غړي او د پاکستان په پارلمان کې د وزیرستان استازي علي وزیر دا ځل بیا د پاکستان خلاف تونده وینا کړې.

نوموړي پرون د بلوچستان په چمن کې پر افغان تګ راتګ کوونکو د پاسپورټ او ویزې د جبري کیدو خلاف اعتراضیه ناستې ته له ولولو ډکه وینا وکړه.

ښاغلي وزیر پاکستان ته په خطاب کې وویل: نه تا، نه دې پاسپورټ او نه دې ډیورنډ منو، موږ د لوی افغانستان خلک وو او یوو.

د نوموړي څرګندونې په پراخه کچه د پښتنو ملتپالو او افغانانو له هرکلي سره مخ شوې دي.

چمن کې نږدې ۲۵ ورځې کیږي، چې زرګونه پښتانه پر سپین بولدک د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې د جبري کیدو خلاف په اعتراض راوتي او پاکستان ته یې د دې پریکړې د بیرته اخیستو خبرداری ورکړی.

ښاغلي وزیر یاد شوي اعتراض ته په داسې مهال دا وینا کړې، چې تر دې مخکې په ځلونو- ځلونو د پاکستان د پوځ به اشاره د همداسې انقلابي ویناوو له امله بندي شوی او بیرته په ډېر جنجال راخوشې شوی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب