دوشنبه, نوومبر 25, 2024
Homeخبرونهعزیزي له پاکستاني چارواکو سره د افغان سوداګرو پر ایسار کړای شویو...

عزیزي له پاکستاني چارواکو سره د افغان سوداګرو پر ایسار کړای شویو مالونو خبرې وکړې

تاند (سې شنبه، د عقرب ۲۳ مه) د افغانستان د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي نن په اسلام اباد کې د پاکستان د سوداګرۍ له وزیر سره په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د ایسار کړای شویو سوداګري مالونو د خلاصون پر لارو خبرې وکړې.

پاکستان له کابو درو میاشتو راهیسي د افغان سوداګرو د شاوخوا ۳ میلیارد ډالرو په ارزښت تجارتي مالونه، چې خپل هیواد ته یې د کراچۍ بندر له لارې ترانزیت کول، په بېلابېلو پلمو ایسار کړي دي.

له ښاغلي عزیزي سره پاکستان ته په تللي پلاوي کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو درييس یونس مومند او مرستیال خان جان الکوزي په شمول یو شمېر افغان سوداګر هم ملګري دي.

ښاغلي الکوزي، چې د افغانستان او پاکستان د ګډو سوداګري خونو ريیس هم دی، تر دې مخکې څو ځلې له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د افغان سوداګرو مالونه پرېږدي چې افغانستان ته یې یوسي خو د هغه غوښتنو ته پاکستاني چارواکو مثبت ځواب نه دی ویلی.

دا له کله چې د افغان کډوالو د ایستلو پر سر د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې ترینګلتیا زیاته شوې ده، پاکستان ته د یوه طالب چارواکي لومړنی سفر دی.

پاکستان په تېرو کلونو کې په ځلونو دا ډول یو اړخیز اقدامات کړي دي خو په مقابل کې یې افغانستان د دغه هیواد سوداګري مالونه پرېښي چې د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته لاړ شي.

حاضردمه په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو زرګونه کانتینره مال بند دی او هره ورځ د دیمیریج په نوم له افغان سوداګرو زرګونه ډالر اخیستل کېږي.

له پاکستاني چارواکو سره د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ د وزیر د خبرو په اړه د طالبانو د حکومت ویندی ذبیح الله مجاهد هیله څرګنده کړې چې دا خبرې به مثبتې نتیجې ولري او د افغان سوداګرو د ترانزیت په لاره کې د پاکستان له لوري جوړ شوی خنډ به لېرې شي.

عزیزي په اسلام اباد کې د ازبکستان او پاکستان د سوداګرۍ له وزیرانو سره د ترانس افغان ریللارې د جوړېدو پر لارو چارو هم خبرې کړي دي.

عزیزي د پاکستان د لنډمهال حکومت د باندنیو چارو له مرستیال وزیر جیلیل عباس جیلاني سره هم کتلي دي.

د طالبانو سرچینې وايي چې عزیزي له جیلاني سره هم په کراچۍ کې د افغان سوداګرو د ایسار کړای شویو مالونو په اړه خبرې کړي دي.

4 COMMENTS

  1. ورته واسم جواب ورکړی چي یابه تجارت پر مخ سره بندکړو یا دا دغولو خورک پریږدی مالونه ایله کړی

  2. د دې پروژې ګټه يوازې پاکستان او ازبکستان ته دی او موږ ته پکې هېڅ ګټه نشته. پاکستان له اوسنيو واکمنانو څخه دا خبره منلې ده چې تاسې به موږ ته له قد وشرط پرته لار را کوئ او د پاکستان مالونه وړيا ځي او له زيات سهولت څخه برخوردار دی او حال دا چې زموږ مالونه څوک په کراچې کې نه پرېږدي. پاکستان خپله تطبيق کړه او د افغانستان هغه ټولې مخکېنۍ پروژې يې وځنډولې او هغه په ټپه ولاړې دي. زموږ مالونه او مېوې دتورخم او د سپين بولدک په بندرونو کې خوسا شي او د ګوادر او د کراچۍ او د تورخم په بندرونو کې ايسار پاتې دي او زياتې پرې کرايه او ماليه راځي او لا اوس پرې نور لس فيصده ماليه ورزياتوي، نو طالب څه وکړل؟

  3. زما لاندی تبصره د پورته لیکنی سره هیڅ ارتباط نلری بلکه د فرصت څخه یوه استفاده ده.
    د افغان جرمن په وِبسایټ کی می د ښاغلی غفور لیوال صیب یوه لیکنه د ( استبداد او اخلاقی ابتذال ) تر عنوان لاندی تر سترګو شوه. زه فیسبوک او تو ټر ( X) نلرم ضمناً مطمئن یم چی د افغان جرمن د تبصرو د خپریدو متصدین هم ( کوم چی د لیوال صاحب فکری انډیوالان دی ) زما تبصری ته د خپریدو اجازه به ځانته ور نکړی نو ځکه د تاند په آزاده خپرونه کی د ښاغلی لیوال صاحب د لیکنی په هکله خپل د زړه خواله وړاندی کوم.
    لیوال صاحب په مجازی نړی کی د افغانانو د قلمی او بیانی بد اخلاقیو څخه ګیله او شکایت کړی دی ( چی البته شکایت به ئی پر ځای وی ) او د لوستونکو څخه ئی غوښتی دی چی ددی بد اخلاقیو د ترویج علت او انګیزه په ډاګه کړی.
    خبره خو دا ده چی کومه ورځ کوم چا د عمومی مجلس په ترڅ کی را ته وویل چی غربیان خصوصاً اروپائیان افغانانو غوندی دروغ نه وائی او غلا نه کوی. په جواب کی می ور ته وویل چی بلی غربیان افغانانو غوندی په ( کمی ) ډول درواغ او غلا نلری خو په ( کیفی ) توګه اصلی غله او اصلی درواغجنان همدا غربیان دی، ته وګوره چی غربیانو څنګه په وریښمینه تُره د افریقا او آسیا سیمی چور او چپاول کړی دی او وګوره چی د کومو درواغو پر بنسټ ئی پر عراق او لیبیا او یمن او …… وسلوالی حملی تر سره کړی او ددی هیوادونو ځپلی وولسونه ئی نور هم ځپلی دی ( البته د افغانستان په هکله ئی کړنی هم د فاجعو خالی نه دی ).
    دا به غولوونکی توجیهات وی که یو څوک ووائی چی یو اروپائی کس په مغازه کی هګی نه غلا کوی او په عادی خبرو کی درواغ نه وائی خو ( مثلاً ) یو افغان کیدای سی د هګیو غل وی یا په معمولی خبرو کی درواغ وائی.
    بلی، عادی غربی کس به نه د هګی غل وی او نه په عادی مجلس کی د درواغو ویونکی خو د رِفاه ډک ژوند ئی د خپلو استعمارګرو دولتونو د سترو سترو غلاوو محصول دی.
    امّا
    د لیوال صاحب ددی پوښتنی ( د افغانانو د بیانی بداخلاقیو د ترویج د علت ) په هکله عرض کړم چی:
    ۱ – پر افغانانو خوارکیانو باندی د تپل سوو ستونزو او رنځونو څلور اویایمه برخه ستونزی که د غربیانو پر ټولنو وتپل سی نو به نه اخلاق وپیژنی او نه قانون ( افغانان خوارکیان بیا هم تکړه خلګ دی چی د دومره روحی او جسمانی او صِحی او ټولنیزو او سیاسی ستونزو سره سره ژوندی پاتی دی ).
    ۲ – د افغانانو ( البته سواد لرونکو او د قلم او ډیجټالی نړی سره بلدو کسانو ) د کج دهنی او اخلاقی ضعف! بل علت دا دی چی تقریباً هر باسواد افغان د پنځوسو کلونو په اوږدو په یوه خاص سیاسی جریان کی ګډون درلود او ټولو سیاسی او حتی فرهنګی جریانونو د ” تاریخ ” په کازینو کی خپله ټوله فکری – عقیدتی پانګه بایللی ده بناً دا طبیعی خبره ده چی یو بایلونکی کس پر خپلی زخمی پزی باندی د یو مچ د کیناستو پړه هم د خپلی خواښی یا خُسر پر غاړه باندی ور اچوی. تُند اخلاق د غیر منتظره او نا معلوم پَړ کس د نه تشخیص د توان محصول دی او بس.
    نو
    ښاغلی لیوال صاحب غوندی کسان باید د ” معلول ” تر څنګ د ” علت ” د ادرس د موندلو لټون هم خپل اخلاقی او اجتماعی رسالت وګڼی او ضمناً د دی دومره دردونو د تشخیص توان هم باید ولری.
    دا به د یو اجتماعی مدعی طبیب د ځان او نورو د غولیدو په پار یو غولوونکی اقدام وی چی مثلاً یو دردیدلی کس ( کوم چی د بدن هر غړی ئی په درد اخته دی ) په آمرانه او جسورانه او حتی ګوستأخانه توګه ددی دردیدلی کس څخه د فریاد او چیغو د نه ایستلو تمه او توقع ولری.

  4. دا تړون باید هغه وخت تطبیق شي کچیری پاکستان زموږ تجارتی مالونه ته اجازه ورکوی چې هند هیواد ته لاړ شي ځکه دا ډول تړون یو طرف شمارل کیږی او بل زموږ مالونه چې کراچی بند باید ژر تر ژره باید خلاص شي کنه دا وزیر باید استعفا وکړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب