شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهله پاکستانه د اېستل شویو افغان کډوالو شمېر ۴۰۰ زرو تنو ته...

له پاکستانه د اېستل شویو افغان کډوالو شمېر ۴۰۰ زرو تنو ته لوړ شو

تاند (دوشنبه، د عقرب ۲۲ مه)د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو د رژیم کونسل عبدالجبار تخاري وایي، چې تراوسه له پاکستانه تر ۴ سوو زرو تنو پورې افغان کډوال اېستل شوي.

د هغه په وینا، دا لړۍ لا هم روانه ده او هره ورځ زرګونه نور افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارې خپل هېواد ته استول کیږي.

له دې سره، هېواد ته تازه ستانه شوي افغان کډوال له ګڼو ستونزو شکایت لري او وایي نه په موقتي مېشت غالو او نه خپلو سیمو کې ورته د ژوند بېړنۍ اړتیاوې پوره شوي.

طالب چارواکي بیا کډوالو سره د لومړنیو مرستو خبر ورکوي او وایي د ستونزو د نور حل لپاره یې په هڅه کې دي.

د طالبانو د کډوالو وزارت مرستیال محمد ارسلا له نړیوالو غوښتي، چې تازه ستنو شویو افغانانو سره خپلې مرستې زیاتې کړي.

په ورته مهال، له پاکستانه راپورونه وایي چې د یاد شوي هېواد ځواکونه لا هم افغان کډوالو سره ناوړه چلند کوي او د استوګنې د اسنادو لرونکي هم نیسي، بندیانوي او په زوره پیسې ورڅخه اخلي.

د پاکستان لخوا د افغان کډوالو په بېړه او ډله ییزه توګه اېستل او ورسره ناوړه چلند له پراخو نیوکو سره مخ شوی، خو دغه هېواد یې په اړه خپل چلند نه دی بدل کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب