شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهمجاهد آصف دراني ته؛ د ټي ټي پي د غړو په اړه...

مجاهد آصف دراني ته؛ د ټي ټي پي د غړو په اړه اسناد وړاندې کړه

تاند (دوشنبه، د عقرب ۲۲ مه) په افغانستان کې د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد، د پاکستان له ځانګړي استازي آصف علي دراني څخه غوښتي چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د موجودیت په اړه د ادعا اسناد وړاندې کړي.

دراني پرون په یوه مرکه کې وویل، چې تر ۶ زرو پورې پاکستاني طالبان په افغانستان کې موجود دي او د پاکستان خلاف وسله وال فعالیتونه تنظیموي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د نوموړي دا ادعا بې بنسټه ګڼلې او غوښتنه یې کړې، چې پاکستان دې د یادو کسانو د موجودیت سیمې وښيي چې دوی یې مخه ونیسي.

پاکستاني استازي په افغانستان کې اوسنی وضعیت د پاکستان په تاوان ګڼلی او ویلي، چې د ده په ټکیو افغانستان کې راغلې سوله پاکستان ته په تاوان تمامه شوې ده.

پر افغانستان واکمنو طالبانو بیا د پاکستان ادعاوې رد کړي او ویلي، چې د افغانستان له خاورې هېڅ کوم هېواد ته خطر نه دی پېښ.

یو شمېر شنونکي بیا په دې اړه د طالبانو رژیم ملامتوي او وایي، له کله چې دوی په کابل کې د پاکستاني طالبانو او پاکستاني حکومت د مذاکراتو کوربه توب ومانه، له پاکستاني طالبانو څخه یې د کوربه توب ثبوت وړاندې کړ او پاکستان ته یې د دوی خلاف د ادعاوو فرصت ورکړ.

په افغانستان کې واکمنو طالبانو څو ځله بیا هم له پاکستانه غوښتي وو، چې پاکستاني طالبانو سره د خبرو له لارې خپله ستونزه حل کړي.

3 COMMENTS

  1. دا د پنجابی بی ایمانه زوی تر اوسه پوهه شوې نده چی له افغان ملت سره سر جنګول به درته ډیر په ګرانه تمام شې افغان ملت څلویشت کاله زغم وکړ او نور بس ده درانی د انګیس زوی باید ځان ته ځای وګوری د پاکستان په نوم ملک نشته او باید خپلو خلکوته وسپارل شې لکه لوی افغانستان لوی هندوستان او لوی بنګله دیش

  2. علم، پوهه او شعور هم لږ ښه وي چې په انسان کې وي، دې د جاهل بچي ته ګوره پخوا مو د ټې ټي پي سره خبرې او منځګرتوب منلی او اوس ثبوت غواړې. تاسو خو پخپله ورته ثابته کړې چې تماس ورسره لرئ نو بیا منکریږې ولې او منکریدلی نشې ځکه هغوی ثبوت لري. بیا پاکستان په کوم حق ددوی نه همکاري یا د تحریک طالبان د مخنیوي توقع لري. دوی اول مجاهدین په ښکاره همایه کول بیا یې طالبانو ته هم ځای ورکړی ؤ او هم یې تربیه کول او حتی پوځ به یې په افغانستان کې د طالبانو سره اوږه په اوږه جنګیده نو عکس العمل ته یې هم اوس ټینګ شئ. تحریک طالبان ستاسو خپل خلک دي، تاسو تربیه کړي او ماشاالله اوس ستاسو په ضد جنګیږي. لکه څنګه چې تاسو دا پنځوس کاله منکر وئ اوس همدا حال زمونږ هم دی په افغانستان کې نشته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب