شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپر چمن د تګ راتګ په اړه د پاکستان د پریکړو خلاف...

پر چمن د تګ راتګ په اړه د پاکستان د پریکړو خلاف د اعتراضونو دوام

تاند (دوشنبه، د عقرب ۲۲ مه) ډیورنډ کرښې ته څېرمه د بلوچستان په چمن کې د مشهور پښتون سیاستوال خوشال خان کاکړ په مشرۍ د پاکستان د هغو پریکړو خلاف اعتراضونه ۲۳ مې ورځې ته غځیدلي، چې د سپین بولدک- چمن ترمنځ د تګ راتګ لپاره یې وضع کړي.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې پر دغه لاره له پاسپورټ او ویزې پرته نور تګ راتګ نه شی کیدای.

د دې پریکړې خلاف د پاکستان تر کنټرول لاندې پښتنو ملتپالو او یو شمېر روحانیونو پراخ اعتراضونه پيل کړي او دا پریکړه یې غندلې ده.

خوشال خان کاکړ ویلي، چې د دې پریکړې تر لغوه کیدو به د دوی اعتراضونه دوام ولري.

د اعتراضونو یوه ګډونوال مولانا عبدالقادر ویلي، چې دا سیمه د پښتنو ده او پریکړې به یې پښتانه کوي، نه پنجابیان.

پاکستان په وروستیو کې د افغان کډوالو خلاف سخت دریځ غوره کړی او د څو میلیونو کسانو د ویستو عملیات یې پيل کړي، چې په ترڅ کې یې کډوالو سره ناوړه چلند کوي او ان شتمنۍ او پیسې یې لوټي.

په افغانستان کې د طالبانو رژیم او یو شمېر نړیوالو سازمانونو دغه چلند غندلی او پر پاکستان یې د پریکړې د بیرته اخیستو غږ کړی، خو دغه هېواد له دې پریکړې نه دی په شا شوی.

2 COMMENTS

  1. ملګرې معلومات دي ناسم دي. زه د چمن يم او په اړه يې خبر لرم. د دې پرلت مشرتوب يو کس نه بلکي څو جماعته کوي؛ ټولي سياسي پارټۍ او لغړي اتحاد.

  2. وروره تر څو چې ټوپک ته لاس نکړئ بل په هیڅ خلاصیدی نشئ، هغوی ستاسو د پاکستاني کیدو نه منکر دي. غټان، ملکان او د پارلمان غړي درته بندیانوي په دوه کسه پوځ درباندې حکومت کوي او ټول حقوق مو نر غوندې خوري. د پرلت مرلت نه نه پخوا څه جوړ شوي او نه ترې اوس جوړیږي. سمه مقابله او مجادله پکار ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب