Homeخبرونهترکیې یو ځل بیا د افغان کډوالو شړلو ته زور ورکړی

ترکیې یو ځل بیا د افغان کډوالو شړلو ته زور ورکړی

تاند (دوشنبه، د عقرب ۲۲ مه) راپورونه وایي، چې ترکیې په تېرو شلو ورځو کې شاوخوا درې زره افغانان له دغه هېواده ایستلي او کابل ته یې استولي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدو چارو وزارت تایید کړې چې په دې کسانو کې اوه کورنۍ او اوه ماشومان هم شامل دي.

طالبانو د ترکیې د دغې پریکړې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

مخکې د طالبانو د کډوالو وزیر خلیل الرحمان حقاني د ترکیې له سفیر څخه غوښتي وو، چې د افغان کډوالو د په زوره ستنولو پر ځای دوی سره په همغږۍ د هغوی د ستونزو د حل لپاره اقدام وکړي.

په وروستیو کې پاکستان د میلیونونو افغان کډوالو د په زوره ستنولو عملیات پيل کړي.

ورسره ایران هم هره ورځ زرګونه افغانان په زوره باسي، چې ترکیه هم ورسره ملګرې شوې او دا اقدامات د افغانستان د ناورین ځپلي وضعیت لپاره له اندېښنو ډک ګڼل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...