دوشنبه, مې 20, 2024
Home+په پښتو متلونو کې متلي اتلان | عبدالودود بشریار

په پښتو متلونو کې متلي اتلان | عبدالودود بشریار

متل له تجربې ډکه لنډه او پخه وينا وي چې خلک يې په خبرو کې کاروي. متل کله د نظر د پخلي لپاره وړاندې کېږي، کله د څو کلونو یوه لویه تجربه په لنډو کلمو کې د اوریدونکي مخې ته ږدي او کله هم د مجربې لارښوونې په ډول ویل کیږي. متلونه داسې پخې او له تجربې ډکې لنډې ويناوې وي چې هم پکې خوند شته، هم پکې لارښوونه او هم پکې ټولنیزه تجربه او مشاهده. په هغو ټولنوکې چې ليکلي قوانین او نرخونه نلري متلونه يې د دوديز قانون ناليکلي قواعد وي، چې په مټ يې لويې، لويې شخړې هواریږي اوڅوک ترې سرغړاوي ته هم زړه نه ښه کوي.

په ځينو ټولنو کې هم دا متلونه، انګېرنې او نور کلتوري ارزښتونه د وخت په تېرېدو سره ديني بنسټونه او روايتونه ګرځي. د يهوديانو د سپېځلي کتاب «تورات» يوه برخه متلونه تشکيلوي چې ويل کېږي په پخوانيو مصريانو پورې اړه لري، ځیني یې د اسرائیلي ټولنې ویناوې ګڼي، چې د سلیمان (ع) د پاچاهۍ په دوره کې ټولې شوې دي او ځیني یې په خپله د سليمان (ع) خبرې بولي. د تورات د متلونو دغه برخه په عبرانۍ ژبه کې د «مشلې/میشلې» یعنې «متلې/متلونه» په نامه یادیږي. ماته خو داسې بریښي چې د پښتو «متل» کلمې ریښه به په مستقیم یا غیر مستقیم ډول همدغې عبرانۍ کلمې ته رسیږي. بله خبره دا ده چې د تورات متلونه له پښتو متلونو سره ډیره همرنګي هم لري، خو د تورات متلونه له پښتو متلونو سره نه بلکې د نړۍ د ډیرو ژبو له متلونو سره ورته والی لري.

د ځينو متلونو شاته لويې کيسې او افسانې پرتې وي، چې زياتره متلونه د همدغو کيسو نچوړ او شيره وي او د يو متل په ويلو سره د انسان ذهن  ټولې کيسې ته  ورګرځي.

په پښتنه او ځينو نورو  ټولنو کې چې څوک ډېر متلونه کاروي، هغه ډېر هوښيار او پوه کس ګڼل کېږي. په جرګو، مرکو کې يې اهميت تر نورو ډېر وي، دومره ډېر لکه په يوه حقوقي اوقانوني موضوع کې چې قانونپوه اهميت لري.

لکه څنګه چې متل دولسي ادبياتو يا فولکلور يوځېل دى او د هرې ټولنې فولکلور د هغې ټولنې د ژوند عکاسي کوي، نو متل هم د ټولنيز ژوند د بېلا بېلاو اړخونو انځور اېستلاى شي. د فولکلور دځينو نورو ځېلونو په شان له متل نه د يوې ټولنې اقتصادي حالت، منطق، فلسفه، کلتور، تاريخ، کړه وړه  … ښه روښانيداى شي.

دساري په ډول:

  • چېرې چې اوسې، په خوى به د هغو سې.
  • چې نه کار،هلته دې څه کار./ چې نه کار، هلته څه کار.
  • چې څه کرې هغه به ريبې.
  • اوسپنه په اوسپنه ماتېږي.
  • زور په زور ماتېږي.
  • اوسپنه چې څومره ټکېږي، هغومره پلنېږي.
  • بد تربور په بد ځاى کې پکاريږي. او داسې نور

له دې متلونو ( چېرې چې اوسې په خوى به دهغو سې. چې نه کار هلته دې څه کار.) څخه ټولنيز کړه وړه، له ( چې څه کرې هغه به رېبې.) څخه د ټولنې  فکري ژورتيا او تجربه، له (اوسپنه په اوسپنه ماتېږي. زور په زور ماتېږي.) څخه د زور په مقابل کې د زورکارولو تصديق، له (بد تربور په بد ځاى کې پکارېږي.) څخه په تړلې ټولنه کې د تربرونو ترمنځه خرابې اړېکي او په بدو جنګي حالاتو کې د خپلې بقا لپاره د دوى اتفاق روښانېږي. له روستي متل څخه د پخوانيو انسانانو هغه حالت هم روښانېږي چې يوې زورورې کورنۍ به د ضعیفې کورنۍ پر مال او سيمه خېټه اچوله او په مقابل کې به څو کمزورې خپلوانې کورنۍ سره يو ځاى کېدې او د زورور لوري مقابله به يې کوله او  د هغه له ظلم او شر څخه به یې نجات مونده.

د نورو فولکلوري ځېلونو ترڅنګ  متلونو کې ډېرې داسې اشارې او پټې خبرې نغښتې دي چې د ټولنې جګې او ټيتې ترې ښې څرګنديداى شي.

ځيني متلونو کې د اشخاصو نومونه هم راځي. لکه (جنګ به وي او ميری به نه وي!) يا لکه (که څه وايم، جانی کډه کي.) يا لکه (ماموته بيا دې موته .) د دې متلونو په څېړنه  د يوې ټولنې خلک خپلو فولکلوري اتلانو ته رسېږي. موږ فولکلوري جنګيالى (ميرى) پېژنو، د کمبخت (جاني) له حاله خبرېږو چې ولې له کلي کډه کوي، د (ماموت) حال را مالومېږي او همدغسې د ټولنې له  نورو تتو اړخونو او ټولنيزو رازونو پرده پورته کېږي او ټولنه لا ښه پېژندل کېږي.

دلته يو څو متلونه چې اتلان لري، راغونډ شوي، هيله ده چې پوهان به پرې څېړنه وکړي چې دا متلي اتلان څوک ول، چېرې ول، ولې يې په اړه متلونه جوړ شوي او شاته يې څه رازونه او کيسې پراته دي. که څه هم  په دې برخه کې به څه کار شوي وي خو ډېرحساب پرې نشي کيداى.

د دې اتلانو له سمې پېژندنې سره به موږ وکړاى  شو، چې دځانګړنو،کړنو…په بنسټ  هرمتلي آتل اوياد کوم بل فولکلوري ځېل آتل  ته ماناوې وټاکو او بيا ترې په معياري ژبه کې ګټه واخلو.

دساري په ډول په لاندې څومتلونو کې (ميرى) دجنګ او زور نښه ګڼل شوې نومونږکولاى شو چې (ميرى)دجنګ او بې ځایه قدرت نښه وګڼو او ژبه کې يې دسرټمبه زورور او جنګيالي په مانا وکاروو. لکه کله چې مونږ ديو زبرځواک د ظلمونو خبره کوو نو ويلاى شو چې (ميری بيا په پړو نه ټينګېږي.) او داسې نور…

متلي آتلان په درو برخو کې راوړل شوي دي:

لومړى، ناپېژندلي  متلي آتلان،

دويمه ډله، تاريخي او مشهور متلي آتلان،

درېيمه برخه، متلي ټبرونه او سيمې:

لومړى، ناپېژندلي  متلي اتلان :  

ميرى:

  • ميری به ژوندی وي او رمې بی[1] لېوان خوري.
  • جنګ سوړ شو، ميرى تود شو.
  • امير، يې ورکوي شيخ ميری يې نه ورکوي.
  • جنګ به وي او ميری به نه وي.
  • آس پردى سور پرې ميرى.[2]

عبدالله: ښايي چې عبدالله ديو چا نوم وي خو دا هم کيداى شي چې عبدالله دعربۍ ژبې(د الله بنده)په ماناکارول شوى وي.

  • توره دې لالاوهي، مړۍ دې عبدالله وهي.
  • منډې به لالا وهي، مړۍ به عبدالله وهي.
  • که رښتيا نه وايم الله مې نيسې،که يې وايم عبدالله مې نيسي.

جانى:

  • که څه وايم، جانی کډه کي.

زرغون او نادرى:

له لاندې متلونو داسې ښکاري چې زرغون ګټيالى و  او نادرى چلولي چې تل يې د زرغون ګټه خوړله.

  • ګټه دزرغون او مزې د نادري.
  • چرګه د زرغون ده، هګۍ نادري کره اچوي.

زرغون شاه:

داسې ښکاري چې (زرغون) او (زرغون شاه ) به بېلا بېلې څېرې وي. ويل کېږې چې زرغون شاه د ننګرهار د شينوارو يو تن پوځي افسر و، چې د محمد ظاهر شاه په واکپېر کې يې دنده درلوده. ښايي چې دا به هم  دغه زرغون شاه وي.(؟)

  • نن ده/دی که سبا ده/دی دا ملک د زرغون شاه ده/دی.

شېرداد :

 ښايي چې شېر داد  اتڼچي وي، چې په يوه ګېډه ښوروا به يې اتڼونه کول.

  • اتڼ وهه شېرداده، نن بيا د چرګ ښورواده.

قمبر يا عجمر:

عجمر يا قمبر د بې پلانه او ناوړه مشر په مانا کارېداى شي.

  • چې مشريې عجمر وي، اختريې مازديګروي.
  • چې مشر يې قمبر وي، اختر يې مازديګروي.

ماموت:

  • ماموته بيا دې موته.

الله داد او مولا داد:

  • واده، د الله داد، پکې غورځي مولاداد.

ملاشاه ګل:

  • هرسورږيری ملاشاه ګل ندی.
  • چې ږيره يې سره وي، هغه به شاه ګل وي.

شيخ فريد:

  • شيخ فريده، پټه خوله دې بهتري ده.

ملا عمر او ملا عثمان:

  • الحمدهغه الحمدوده خو خوله د ملاعمرنده.
  • تقرير هر څوک کولاى شي خو خوله د ملاعثمان غواړي.

غلام فاروق:

  • کنز به هر څه وايي،که ملا فاروق يې ومني.

دويمه ډله، تاريخي او مشهور متلي اتلان:

پيربابا:

  • چې خدای يې نکړي، نوپيربابا يې څه کړي؟

بهلول:

  • يويې بهلول، يويې کچکول.

منصور:

  • منصور،رښتيا ويل سر يې په دارشو.

ليلا مجنون:

  • ليلی ته دمجنون په سترګه ګوره.
  • که ليلا توره وه مينه يې سپينه وه.

دورخانۍ:

  • چې موريې دورخانۍ وي، لوربه يې ښاپېرۍ وي.

ناصرخان:

  • نه به ناصر خان او نه به يې تل سره اوښان وي. نورې بڼې يې:نه به ناصرخان وي تل نه بی سره اوښان وي تل./ نه به تل ناصر خان وي او نه بی تل سره اوښان وي.

عزرايل:

  • په پردي زوی دعزرايل څه؟

درېيمه برخه، متلي ټبرونه او کسبګر:

پچيرى:

  • خولۍ ام[3]دپچيري ورکه ده، اوپټ ام پچيری ګرځي.

کنډۍ: کنډۍ کونړ کې د يو ځای نوم دی. ويل کېږي چې په دې باندې پلي کاروانونه تېرېدل. دلته هيڅ ابادي نه وه. ډېره يخه سيلۍ به پکې لګېده، کله چې به مسافرو پکې دمه کوله نو له يخنۍ به يې ژامې ړچېدلې. په همدغسې يو حال کې دا متل ديو مسافر لخوا چې شپه يې په دغه ساړه جومات کې تېره کړې وه، ويل شوی دی. د کنډۍ په نامه په کونړ کې بيلا بېل کلي شته دي او دا ويی د (کندي) بلګړ(الومورفيم)  دی. د کونړ ولايت د څوکۍ ولسوالۍ يو ملګري او تکړه ليکوال ښاغلي امروزخان ساپی له خولې متلي کنډۍ، د کونړ د نورګل ولسوالۍ اړوند يو کلی دی.

  • کنډۍ زه به درنه لاړ شم، خو ته به له يخنۍ مړه شې.

جولاګان او ډمان:

  • واده، دجولاګانو، لنګي وشلول ډمانو.

(یادښت: بدبختانه پخوا پښتنه ټولنه کې، په ځانګړي ډول په کلیو-بانډو کې کسبګره طبقه یا تخنیکي خلک: کولال، جولا، پیکوټ، موچي، ژرندګړی، خسبه، هندو، خټګر، ډم، موسلی، پاده وان/ګوروان، باغوان ( هغه څوک چې په کلیو کې به یې په خرو او خچرو سودا خرڅوله)،.. له یو ډول دودیز پېغور سره مخامخ ول او کمزوري ګڼل کیدل. زموږ د ټولنې دې جبر د پرمختګ لپاره دغه مهمه طبقه د حمایت پر ځای د کمترۍ پر احساس اخته کړې وه  او همدا لامل و چې په خپلو کارونو او مهارتونو کې یې هیڅ ډول نوښتونه ونکړای شول، بنسټونه یې رامنځته نه کړای شو او بالاخره د نورو ولسونو د پرمختللیو مهارتونو او تخنیکونو خوراک شول.)

هندو:

  • هندوچې وزګارشي، نوخپله ږيره تلي.
  • هندو چې وزګار شي نو خپلې خوټې تلي.

په دې برخه کې ډېره څېړنه پکار ده،  هان تر دې چې پښتوکې د داسې فولکلوري آتلانو لپاره ځانګړى پوهنغونډ او سيند رامنځته کول اړين دي.له دې سره به مو خپل فولکلوري اتلان folk characters په ښه ډول پېژندلي او د خپلې ټولنې له تومنې به مو د ژبې او کلتور په بډاينه کې ګټه پورته کړې وي.(پاى)

اخځليک

  1. یاسیني، عبدالشكور. ولسي پانګه. پېښور: دساپي دپښتو څېړنو او پراختيا مركز، ۱۳۸۲ ل. ل.
  2. میجر، محمد نواز خان، تاريخي متلونه. خيبر بازار پېښور: سيټي بك ايجنسي، ۲۰۰۴ ز
  3. محمد سرور. ( هوښیاران وايي )متلونه . پيښور-قصه خوانۍ: رحمن ګل پبلشرز، ۲۰۰۳(؟)
  4. The World Book Encyclopedia. “Folklore.” Vol. F. USA: Field Enterprises Educational Corporation, 1960.
  5. The World Book Encyclopedia. “Proverb.” Vol. P. USA: Field Enterprises Educational Corporation, 1960.
  6. History of Dogri Literature. Delhi-32: K9 Navin Shadrah, Sahitya Akademi, 1976.

[1]  بى :به يې

[2]  دا متل په بله بڼه (آس پردى سور پرې کمالی.) هم شته دی.

[3]  ام : هم

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب