شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د بریا نظریه: ستراتيژیک دود، ملي موخې، او د ولس وخت

د بریا نظریه: ستراتيژیک دود، ملي موخې، او د ولس وخت

لیکوالان: فضل حق حقمل، یاسمین یعقوبي اومریم اشرت

فهرست
– اصطلاحات

– افغانان د تپل شوې دښمنۍ په داسې یوې کړۍ کې ګیر دي، چې دوی یې په یوازې د ماتولو توان نه لري.

– د ستونزو سرچینې
– کمزوری ملي صلابت
– د لوی روایت، ستراتيژۍ، او په ټوله کې د یو ستراتیژیک دود نشتوالی
– وچې کې پروت افغانستان

– د ستونزو پیژندنه د یوې اړینې پوښتنې په توګه

– وړاندیزونه
– د بریا نوې نظریه
– نسلي قرباني
– د افغان د ځمکنۍ بشپړتیا هماغسې چې وه بیا هماغه کېدل
– د افغانانو تاریخي او دودیز ملګري
– د روا جنګ او ښې بریا لپاره ګرامر او منطق
– پوهنه او روزنه

– نچوړ
– ماخذونه
– د اوفا شبکې او لیکوالانو پېژندنه

له سیالۍ څخه تېښته تورتمونو ته بلنه ده
پوهاند کینت بولدنګ
افغانان د تپل شوې دښمنۍ په داسې یوې کړۍ کې ګیر دي، چې دوۍ یې په یواځې د ماتولو توان نه لري

تیرو شلو کلونو دا په ډاګه کړه چې افغانانو خپل تاریخي دښمن په یواځې ونشو ځپلی. ولس مو د وینې، پانګې،او وخت لویه بیعه ورکړه خو اقتصادي،صنعتي،او اداري هوساینې ته و نه رسېدو. د آګست په ۱۵ مې باندې،د پنجاب پوځ پر افغانانو وړیا بریا ترلاسه کړه او د افغانانو په تاریخ کې یې د غمیزې یو بل څپرکی ثبت او پرانیست. په دې توګه یې افغان د سیالۍ له ډګر څخه د باندې وشاړه.

دښمن مکار او برلاسی دی. د پوځي طاقت له مخې د نړۍ په اووم ځواکمنو هېوادونو کې راځي: ۶۲۰ زره پوځ لري چې۵۵۰ زره یې اردو، ۴۵ زره یې هوايي ځواک، او ۲۵ زره یې سمندریز ځواکونه دي . خپل د جنګ استراتيژیک دود او اړوند تخریبي کتاب ((Playbook له مخې،د افغانانو سره جنګ د افغانانو په وینو او د افغان په خاوره کې دننه ګټي Wins without fight)). په دې توګه د خپلې خوښې شرایط (faith accompli) پر موږ تپي(یعنې تر دمګړۍ پورې مو جنګ او سوله د پاکستان په خوښه کړي). دوۍ د سیمې له ستراتیژیک چاپېریال حیرانتیاوو، ګډوډیو،او پېچلتیاوو څخه خپلو موخو لپاره ناوړه ګټه پورته کوي. په ځانګړې ټوګه، دغه تاریخي دښمن د ځبرځواکو هېوادونو ترمنځ په سیالیو کې تل خپلې موخې او ګتي خوندي کړي دي— حال دا چې د وینې او وخت پانګه يې په افغانانو ورکړي. دا نن هم دوۍ د خپلو استراتیژیکو پیغامونو له لارې هڅې کوي چې د افغان ملي اراده لا کمزورې او وشلوي.

زموږ سیاسي، نظامي، او علمي رجال ښه پوهېږي چې افغانانو تر دا ننه پورې د جنګ د ثقل مرکزیت نه دی په نښه کړی. یواځې یې غشي په نښه کړي (Afghans captured arrows (حال دا چې غشي ویشتونکو (Archers) له راولپنډۍ څخه زموږ د ملي ویجاړۍ څپرکی بشپړ کړ. نن بیا همدغه تاریخي دښمن له ډیورنډ تر اباسین او مارګلې پورې د افغان خاوره لاندې کړې.

د ستونزو پیژندنه د اړینې پوښتنې په توګه

په داسې حال کې چې له یوې تاریخي ازموینې سره مخ یوو، زموږ نرمښت او امتیاز ورکولو هېڅکله د سیمې هیژموني هېوادونو قناعت تر لاسه نه شو کړای، او هغوی هم هېڅکله له خپل ځان څخه ښه نیت نه دی ښودلی.موږ نشو کولی د تورتمونو، ځان وژنې، او ګډوډۍ په دې ګونګ حالت او ړندې کوڅه کې چې موږ ته یې له ناوړو غوښتنو، ذهني ټکانونو، خپګان، او ورانولو پرته نور څه نه دي راکړي، وړاندې تګ ته دوام ورکړو.

موږ نه شو کولی چې غلطو پوښتنو ته سم ځوابونه ولټوو او یا هم زړو پوښتنو ته نوي ځوابونه وړاندې کړو. یعنې موږ نشو کولی لاندې بنسټیزې پوښتنې ته چې زموږ ملت د جمهوریت له سقوط او پاشل کیدو وروسته ورسره مخ دی، یو متفاوت، او روڼ ځواب ووایوو:

د ملي موخو، لوی استراتيژيک دود، او فکري بستر څخه پرته، څنګه امکان لري چې د سیمې هیژمونیکو هېوادونو له لاسوهنو، ګواښونو، او یرغلونو څخه خپله ازادي، سایبري، او ځمکنۍ بشپړتیا خوندي وساتو؟

د ستونزو سرچینې

کمزوری ملي صلابت. د افغان ملي امنیتي ځواکونو سرښندنې د قدر وړ دي او موږ یې پوره وړي یوو. لیکن څه باندې تېرو شلو کلونو ته په کتو،دوۍ ونه توانېدل چې د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا خوندي کړي.همدا راز،ّپه دیپلوماتیک ډګر کې مو هم څه لاسته راوړنې نه درلودې. د د بل لوري،زموږ د ملي ملکي احضاراتو او دیسپلین کچه ډېره ټېټه وه. شرایط جنګي ول او دولت/ حکومت ونه توانېد چې افغانانو ته د اړیتا وړ اسانتېاوې او خدمات وړاندې کړي. له تاریخي اړخه، په هېواد کې حکومتونو بقا نه ده کړې. ولس وېښ نه دی او خپلې ملي دندې سمې نه پېژني. همدا دی چې له خپل حکومت او پوځ څخه په بشپړه توګه ملاتړ نه کوي. نه د شاه امان لله غازي،نه د سردار داود خان،نه د شهید نجیب الله، او نه هم د ډاکتړ اشرف غني د جمهوریت په ننګه څوک ودریدل.

د لوی روایت، استراتيژۍ، او په ټوله کې د یو استراتیژیک دود نشتوالی. په ملي کچه موږ تر اوسه داسې یو افغان بنسټه، ساده،او په زړه پورې روایت نلرو او نسلونه مو پرته له هغه روزل شوي دي. همدا ډول،یوه روښانه، همغږې شوې، نه شلېدونکې، او په پراخه کچه ملاتړ شوې اوږد مهاله استراتیژي نه ده رامنځته شوې. د دې پرځای چې په مدبرانه، نوښتګرانه،او زړه وره توګه د هېواد ستونزې تر پلټنې لاندې ونیسو او د برلاسۍ لپاره یې داسې یوه لویه استراتیژي چې د جنګي شرایطو ور اخوا سترګې په لاره وي جوړه / تدوین کړو—له مشرانو سره مو په ګډه يواځې دا ستونزې ستایلي دي. په ټوله کې، دغه د روایت، ملي موخو او لویې استراتیژۍ نشتوالی، او د افغان ولس د وخت ضایع کېدل دا څرګنډوي چې موږ استراتیژیک فکر او دود ته اړتیا لرو.

په وچې کې پروت افغانستان. هېواد مو د یوې سترې تاریخي توطئې له مخې نن په وچه کې ګیر دی. سمندرونه د سوداګرۍ لپاره دلویو لارو اهمیت لري او د نړۍ په سلو کې ۸۰ سلنه سوداګري د اوبو له لارې تر سره کېږي . هغه هېوادونه چې سمندر ته لاسرسی لري په سوداګریز او اقتصادي ډګرونو کې برلاسي وي. په ورته وخت کې، په وچه کې ګیر شوي هېوادونه د تجارتي او ا قتصادي ودې پرځای بیا د خپلې خاورې بشپړتیا/ د خپلواکۍ ساتلو،او په کورنیو چارو کې د لاس وهنو څخه د مخنیوي لپاره خپل ټول وخت، پوتنسیال، او توان د لاسه ورکوي (هغه څه چې زموږ هېواد ورسره لاس او ګریوان دی). یعنې څه؟

په جیوپولیټیکه کچه،هېواد مو د ګاوندیو هېوادونو تر سیاسي،اقتصادي،او پوځي نفوذ لاندې ده. په جیواستراتیژیکه کچه،د ځبرځواکو هېوادونو په پرېکړو،ارزونو،او محاسبو کې ډېر ټیټ ځای لري او د سیال په سترګه ورته نه لیدل کېږي(په مهمو پرېکړو کې د وُټ یا رایې حق نه لري).

وړاندېزونه/سپارښتنې

د بریا نوې نظریه. د نړۍ ډېرۍ هېوادونه خپلو ملي ګټو ته په پام،د نظریاتو داسې مجموعې لري چې د یوې شعوري نقشې په توګه ورڅخه کار اخلي ترڅو خپلو استراتیژیکو موخو ته ورسېږي. د بېلګې په توګه:

هند چې د کورني او بهرني سیاست کرښې یې د چیناکیا پر تیوریانو (نظریاتو) ولاړې دي— د پېړیو را پدیخوا په دې باور دي چې هند یو لوی تمدن دی او یوه ورځ باید په یو نړېوال ځواک بدل شي . دا باور/ نظریات په هند کې په یو استراتیژک دود او فکر بدل شوی. له مخې یې د هند استراتیژیکې موخې روښانه دي،چې د ترلاسه کولو لپاره یې یوه روښانه،همغږي شوې، او په پراخه کچه ملاتړ شوې اوږد مهاله استراتیژي شتون لري،او د پلي کېدو لپاره یې هندیانو خپل وخت وقف کړی دی.

قطر هېواد ځان ته د یو خواخوږي،د پاکې انرژۍ مرکز،او هوښیار پانګوال په سترګو ویني. همدې موخو ته د رسېدو لپاره یې خپل وخت وقف کړی دی (په دوحې کې د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ ترسره شوی تړون خپله لاسته راوړنه ګڼي).

ایران په ساینسي او اقتصاد ډګرونو کې برلاسي او پرځان بسیا کېدل غواړي. په سیمه کې اغیزه / امتیاز او په نړیواله ډګر او موضوعاتو کې د لوی او پیاوړي منطق غوښتونکی دی. ان یي خپل د مقاومت محور رامنتځه کړی چې فاطیمون، حزب الله،د یمن حوثیان، او نور په کې شاملې دي (ور څخه د سیمې د بې ثباته کولو لپاره کار اخلي).

افغان ولس هم د بریا نظریې ته اړتیا لري چې د ملي سالمې حافظې،او ملي ملکي ډیسپلین/ احضاراتو سبب شي او راتلونکي لپاره د یوې ملي شعوري نقشې په توګه وکارول شي. بالآخره په یو استراتیژک دود، فکر،بدله او ملي حیثیت ترلاسه کړي. ترڅو مو په دې توګه هېواد د ملي حیثیت خاوند شي،په جیو پولیټیکه کچه سیال او د لاس وهنو او یرغلونو څخه خوندي شي، او په نړیواله ټولنه کې خپل جیو استراتيژیک اهمیت تر لاسه کړي( د یادونې ده چې د اوفا شبکه په همدې دلیل بېدار او روڼ اندي افغان ځوانان د پان افغانیزم اخلاقي دوکتورین د ارمانونو د ترویجولو لپاره سره ټولوي چې دا عمل د مطلق افغانیت ستراتيژۍ په نوم یادېږي).

د دې نظریې نور اړخونه کېدای شي دا وي:

— نسلي قرباني. هېواد کې شته ستونزې له نسلونو څخه نسلونو،او په دې توګه موږ ته په میراث رسېدلي دي. په خپل لنډ او راپاتې عمر کې دا ټول نشو ځپلی. اما د راتلونکي نسلونو لپاره ملي مواد/ نظریات او پلتفورمونه رامنځته کولی شو. راتلونکي نسل ته د سیال کېدو لوی روایت او استراتيژي وړاندې کولی شو. د خوېندو، مېندو، او پلرونو په ګډون— زموږ ټول سیاسي، نظامي،او علمي رجال د افغان د راتلونکي نسل پر لوی روایت/ استراتیژۍ سمبالولو او روزلو، دنده لري. موږ هر یو باید هڅه وکړو تر څو دا بحث ملي حیثیت ترلاسه کړي.

— د افغان د ځمکنۍ بشپړتیا هماغسې چې وه بیا هماغه کېدل. راتلونکي نسل ته دا ښودل چې د افغان پر زړه چې کومه کرښه وېستل شوې هغه باید لرې شي تر څو چې سیال او پر ځان بسیا شو.

— د افغانانو تاریخي او دودیز ملګري. نړۍ کې اصل همدا ده چې ملګري باید ولرې ځکه په یواځې ځان څه نه شې کولی. امریکا او ناټو متحدین یې او همدا ډول د خلیجي هېوادونو (عربستان،امارات،بهرین، کویت، قطر،او اومان) د همکاریو سازمان،او داسې نور یې ښېې بېلګې دي. ملګري او ملاتړ در سره په ګډه د وخت، مالي،او ځاني قیمت ورکوي. د انګليس صدراعظم چرچل غوښتل چې امریکا د جرمنیانو پر وړاندې په جګړې کې ښکیله کړي.خپلې جنګي کابینې ته یې وویل چې د امریکا ټولې غوښتنې ومنئ.د انګلیس هره صنعتي او اقتصادي ټولګه چې غواړي، ورته وسپارئ خو چې په جګړې کې مو بریا په برخه شي.

زموږ تاریخي او دودیز ملګري بلوڅ او سیندهي ولسونه دي.له دوۍ سره باید زموږ اړیکې له سره ورغول شي ترڅو یو لوی هوکړې ته ورسېږو. راتلونکي نسلونو ته په شعوري توګه دا ترزیق شي چې په سیمه کې د افغان ملګري بلوڅ او سیندهیان دي. د بلوڅو او سیندهیانو سره په ګډه افغانان کولی شي چې په سیمه کې د واک معادله بدله کړي، هغه څه چې میرویس نیکه، احمد شاه ابدالي، شاه امان الله خان، شهید داود خان، او نورو مشرانو کړي وو.

— د جنګ ګرامر او منطق. د منل شویو څېړنیزو موادو پر مټ ویلی شو چې ولسونه د خپل وروستي انقلاب او یا هم جګړې څخه یو څه زده کولی شي،نه د اوږده تاریخ له صفحو څخه . په تېرو لسیزو کې مو ملي پرېکړې پر اټکلونو او تشو باورونو ولاړې وې. په دیپلوماتیکو او جنګي ‌ډګرونو کې مو د پام وړ لاسته راوړنې نه درلودې. د نړېوالو سره مو ملکي او نظامي ملګرتیاوې هم د ستونزو څخه ډکې وې. په ټوله کې زموږ تېر کلونه د ملي پښېمانېو او استراتیژیکو غفلتونو څخه ډکې دي. لیکن څه وکړو؟

د نړۍځینې نامتو استراتیژستان (چې کلازویت/ سانزو/ لیدل هارت/ او نور په کې شاملې دی شي) په دې باور دي چې جنګ باید د یوې ښې ملي [سیاسي] داعیې لپاره وشي. په ځانګړې توګه، لیدل هارت بیا په دې باور دی چې جنګ باید د سولې/ سوکالۍ د را وړلو لپاره وشي. افغانانو ته د خپلې خاورې طبیعی کولو (یعې اوبو ته لاس رسی) ملي وجیبه تر غاړې دی چې ورته نوي اصول لکه مفکورې، استراتیژي،او ورته اسباب باید په پام کې ونیول شي. په ولس کې باید له داسې ملي پازې څخه د ملاتړ او ورته د قربانۍ ورکولو شعور رامنځته شي. راتلونکي نسل ته باید دغه استراتیژک فکر او دود ملي حیثیت ولري او خپل وخت ور ته ځانګړی کړي.

— پوهنه او روزنه. د پوهنې او روزنې روایتي او کلاسیک اړینتوب د درک وړ دی. لیکن،د هېواد شرایطو ته په کتو- د افغان مېرمنو ته دې د نوي تکنالوژي (لکه مجازي ،بریښناي، او چاپي میډیا) په مټو عصري زډکړې وړاندې شي او د هېواد پالنې په ارزښتونو دې دوۍ ښه وروزل شي. افغان نسلونه باید دښمن و پېژني او ملي ګټو څخه روښانه تعریف ولري. دغه فکري بسیای ته د رسېدو لپاره باید د هېواد پالنې غږ کلیو او باندو ته ورسېږي. په ټوله کې،د عصري امکاناتو ترڅنګ، د مېندو رغنده نقش په دې ملي بهېر کې حتمي دی.

پایله

د سیمي هژوموني/ برتري او پراختیا غوښتونکي هېوادونه افغانستان کې نفوذ غواړي. له دې جمله څخه، ایران او پاکستان بیا د لوی افغان خاورې ته خپل د استراتیژک عمق په سترګو ګوري. د بریا نوې نظریې (چې ستراتيژ یک دود، موخې، او د ولس د وخت به ګډون لوی ستراتيژي په کې شاملېږي) ُپه نه شتون کې او په اوچه کې پروت افغانستان او د افغان حکومتونه کېدای شي په دې ونه توانېږي چې سیال شي او دغه هېوادونه حساب او کتاب ته اړباسي!

ماخذونه

— ارستساستراُ ، کوتلیا. “لرغونی هند کې دیپلوماسي او جګړه،” (د پوځي تاریخ جورنال: ۲۰۰۳)ُ https://muse.jhu.edu/article/40432
— اولګا، ریزنیکوف. ملي صلابت په بدلېدونکي چاپېریال کې (د استراتيژیکو مطالعاتو انسټیټوټ، ۲۰۱۹).
— آلفرد ماهان،آلفرد. د سمندري ځبرځواکو [هېوادونو] نفوذ د تاریخ په اوږدو کې، ۱۶۶۰-۱۷۸۳( لندن: مرستان، ۱۸۹۰).
— بار. دلومس. “د بریا نظریه،” پارامتر، ۳۸ مه (۲۰۰۸)، doi:10.55540/0031-1723.2419
— فاروق انصاری،مرور بر تاریخ افغانستان معاصر جلد دوم (کابل افغانستان ، پوهنتون مشعل، ۱۳۹۵ ش).
— جي اف پي ویبسایت. ” د پاکستان د پوځي طاقت- ۲۰۲۳ سروې.” www.globalfirepower.com/country-military-strength-detail.php?country_id=pakistan ،( د څېړنو نېټه د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ ۴مه).
— عبدالحی حبیبي، د افغانستان لنډ تاريخ ،( د افغانستان د تاریخ پوهانو ټولنه، ۱۹۶۷).
— د ایران ستراتيژیکو څېړنو مرکز “د خلکو واک یا ولسواکي د انقلاب په دوم قدم کې.” https://saramadan.css.ir/ .
— جرفیز، روبیرت. په نړېوالو اړیکو کې انګېړنې [او] ناسم انګېړنې (نوی جلد پرنستن :۱۹۷۶).
— کینیدي،پال. په جګړې او سولې[حالاتو] کې لوی استراتيژۍ. (د ايیل پوهنتون: ۱۹۹۱)،
— لویس ګډیس جان. لوی استراتیژي (پنګین پریس نیویارک: ۲۰۱۸).
— ماهان، آلفرد. د سمندري ځبرځواکو [هېوادونو] نفوذ د تاریخ په اوږدو کې، ۱۶۶۰-۱۷۸۳( لندن: مرستان، ۱۸۹۰).
— محمد علم فیض زاد، جرگه های بزرگ ملی افغانستان( ۱۳۶۸ ش).
— پارک، جیحان. “جیو پولیتیک ته بیا کتنه: جغرافیه [یعنې] د سیاست/ چل او هنر لپاره د یو حربې په توګه،” ( د تکساس د ملي امنیت اړوند ارزونو مرکرز [National Security Review]،۲۰۲۳).
— سپلدنګ، رابړت. “د استراتیژیک دودونو تر منځ ټکر( ۲۰۱۹).
— پانډې، اپرنا. د چینیاکا تر مودې: د هند د بهرني تګلارې تکامل.(هند: هارپر،۲۰۲۰)9353579074, 9789353579074
— واړه هېوادونه: د سيالېو نړۍ کې د بریا استراتيژۍ–د شیخ محمد بن عبدالرحمن ال تاني[د قطر صدر اعظم] وینا– (اګست۲۳،۲۰۲۳) ،https://www.iiss.org/events/2023/08/small-states-strategies-for-success-in-a-competitive-world/

د اوفا شبکې او لیکوالانو پېژندنه

شبکه
د اوفا شبکه بېداره او روڼ اندي ځوانان د پاند افغانیزم ارمانونو د ترویجولو لپاره سره راټولوي او تنظیموي،چې دا عمل د مطلق افغانیت سټراتيژي په نوم یادېږي او د ملي حاکمیت د کړنو د لارې چارې دبدلون او د یو پیاوړي مرکزي جمهوریت د راستنېدو لپاره به ترې ګټه واخلي.
په ټوله کې اوفا پر لوی افغانستان باور لري!

لیکوالان

فضل حق حقمل د اوفا شبکې مخکښی کړی دی. هغه د جنګ ادبیاتو ( نظامي مفکورې او استراتیژي) په برخه کې غواړي تخصص ولري.

یاسمین یعقوبي په اوفا شبکې کې د هویت خبرپاڼې مشره ده. آغلې یعقوبي د کابل پوهنتون د ژرنالیزم له پوهنځي څخه فارغه شوې. د افغاني ارزښتون ملاټړه او په لوی افغانستان باور لري.

مریم اشرت د اوفا شبکې د مېرمنو څانګې مسؤله او مدني فعاله ده. آغلې اشرت انتروپولوژیسته ده او له کابل پوهنتون څخه فارغه شوې.

2 COMMENTS

  1. نه په لیکلو نه ویلو څه کیږي یواځینی اساس د افغانستان د جوړیدو اقتصاد دی د اقتصاد په سر کې د محلصو رهبرانو ارزښتونو ته ژمن پاتې کیدل دي !دا چې اقتصاد څنګه ښه کیدای شي رهبران مسولیت لري چې کاري قوه څنګه تنظیموي او همدا کاري قوه د اقتصاد لپاره کوم منابع مستفید کیږي! د ټولو سیاسي اقتصادي اجتماعي رواني ستونزو حل او پاپا ښه اقتصاد دی! ددې نشتون کې ټول جیوپولتیک او ذکر شوې نقطې چې ما درته غوندوره کړې چې عملي نشي !ولو چې هرنظام راشي یا لاړ شي کا افغانستان ستونزې حل شي او دا ملت او نه دولت تمدن او پرمحتګ وویني

  2. دا لیکنه ډیرو برخو کې اقتباسی بڼه لری جزیات اوعمومیات یې مختلط دی او مسلکی مفهوم بل لوری ته بیایی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب