یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد پاکستان زندانونو کې د زرو افغان بندیانو موجودیت

د پاکستان زندانونو کې د زرو افغان بندیانو موجودیت

تاند (سې شنبه، د عقرب ۲۳ مه) د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو د رژیم کونسل عبدالجبار تخاري وایي، چې پاکستان تر زرو پورې افغانان بندیان کړي.

سرچینې په مشخص ډول په دې اړه جزییات نه دي ورکړي، خو ویلي چې د بندیانو د خوشې کیدو په اړه پاکستاني چارواکو سره خبرې روانې دي.

ویل کیږي، چې زیاتره دغه بندیان په کراچۍ ښار کې بندیان دي.

په کراچۍ کې د افغان کډوالو مدافع وکیلې منیزه کاکړ په افغان بندیانو کې د ماشومانو د موجودیت خبر هم ورکړی.

د هغې په وینا، پاکستاني چارواکو دغو کډوالو ته د مدافع وکیل او ګڼو نورو قانوني حقونو د لرلو حق نه دی ورکړی.

پاکستان په دې اړه خپرو شویو راپورونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د بښنې نړیوال سازمان او د کډوالۍ بېلابېلو بنسټونو له افغان کډوالو سره د پاکستان روان ظالمانه چلند غندلی او د ټولو نړیوالو موازینو او بشري حقونو خلاف یې ګڼلی، خو پاکستان د خپلې دې کړنې دفاع کړې او د ټولو افغان کډوالو د اېستو ټینګار لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب