جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد انساني قاچاقبرو پر ضد د طالبانو د اقداماتو اعلان

د انساني قاچاقبرو پر ضد د طالبانو د اقداماتو اعلان

تاند (سې شنبه، د عقرب ۲۳ مه) د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د انساني قاچاقبرو پر ضد د اقداماتو خبر ورکړی او ویلي، چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې تر ۳۰ پورې کسان یې د انساني قاچاق په تور نیولي.

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر خلک د قاچاقبرو له لوري د دوی د کورنۍ غړو او خپلوانو د شکنجې او یرغمل کیدو شکایت لري.

راپورونه ښيي، چې ایران، ترکیې او یو شمېر اروپایي هېوادونو ته د انسانانو قاچاقبران افغان ځوانان په لارو کې شکنجه کوي، پیسې یې لوټي او ځینې مهال یې د انساني قاچاق په مسیرونو کې یرغملوي او له کورنیو یې د خلاصون لپاره پیسې غواړي.

طالب چارواکو نه دي ویلي، چې نیول شویو کسانو څخه یې په پلټنو کې په دې اړه اعترافونه ترلاسه کړي کنه؟

له دې سره، خلک د اقتصادي فرصتونو په برابرولو او خلکو سره په ښه چلند کې د طالبانو د رژیم پاتې راتګ له هېواده د زرګونه ځوانانو د وتو اصلي لاملونه بولي.

که څه هم طالب چارواکي له هېواده بهر افغانان په هېواد کې د امنیت تامینیدو له اعلان سره، بیرته هېواد ته ور بولي، خو لیدل کیږي چې لا هم له هېواده د خلکو په پراخه کچه وتل دوام لري.

یو شمېر خلک په خطرناکو قاچاقي لارو له هېواده د وتو مزل پيلوي، چې د لارې اوږدو کې یې د مړینې خبرونه هم خپریږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب