شنبه, جولای 6, 2024
Homeخبرونهحقاني: ایراني ځواکونه افغان کډوال لوټي

حقاني: ایراني ځواکونه افغان کډوال لوټي

تاند:( جمعه، د عقرب ۱۹ مه) د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني پرته له دې، چې په دې اړه خپل غبرګون څرګند کړي، په ایران کې افغان کډوالو سره د ناوړه چلند موضوع تایید کړه.

نوموړي له دغه هېواده یو شمېر ستنو شویو افغان کډوالو سره تر لیدنې وروسته وویل، چې دغو کډوالو د ایراني ځواکونو له وهلو ټکولو او د دوی د پیسو او شتمنیو له لوټلو ورته شکایت کړی.

طالب وزیر د ایران د دغه چلند پر وړاندې د خپل رژیم غبرګون او ممکنه چلند په ډاګه نه کړ.

ایران وایي، چې د شاوخوا پنځو میلیونو افغان کډوالو کوربه دی او د دغو کډوالو یوه لویه برخه د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وروسته دغه هېواد ته  تللي.

ایراني چارواکو په پرله پسې ډول پر دغو کډوالو بندیزونه لګولي، تر دې چې په نقدو پیسو د ډوډۍ اخیستو اجازه او د مزدورۍ حق نه ورکوي.

طالبانو د ایران د دغه چلند پر وړاندې کوم جدي اعتراض نه دی کړی، چې له امله یې نیوکو سره مخ دي.

برعکس، د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر اخوند ایران ته د تازه سفر پر مهال له افغان کډوالو سره د دغه هېواد چلند ستایلی او مننه یې ورڅخه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب