Homeخبرونهایران او تاجیکستان: افغانستان کې ټول ګډونه حکومت غواړو؛ مجاهد: لاسوهنه مه...

ایران او تاجیکستان: افغانستان کې ټول ګډونه حکومت غواړو؛ مجاهد: لاسوهنه مه کوئ

تاند (جمعه، د عقرب ۱۹ مه) د ایران او تاجیکستان ولسمشرانو د خپلې تازه لیدنې پر مهال یو ځل بیا په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د جوړیدو غوښتنه کړې ده.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي تاجیکستان ته د سفر پر مهال ویلي: «موږ تل ویلي چې افغانستان کې دې داسې یو حکومت چارو ته دوام ورکړي چې د ټولو افغانانو، قومونو او مذهبونو استازولي وکړای شي ترڅو د د غو هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړي.»

نوموړي یو ځل بیا امریکا په افغانستان کې پر ویجاړیو او وژنو تورنه کړې او ویلي، وچې د دغه هېواد د شاتګ لامل دی.

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دغو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د دوی رژیم ټول ګډونه دی.

نوموړی وایي:«نور هېوادونو دې د حکومت د ترڅنګوالي په څېر موضوعاتو کې لاسوهنه نه کوي ځکه په تېرو څلورو لسیزو کې افغانستان کې د بهرنیو لاسوهنه شوې ده چې هیڅ پایله یې نه ده ورکړې.»

یو شمېر کارپوهان وایي چې که طالبان د افراطي سیاستونو او واک له انحصار سره ځانته د نړیوالو مخ وانه ړويد افغانستان مغرضو ګاونډیانو ته به د ټول ګډونه حکومت د غوښتنې په نوم په افغانستان کې د لاسوهنې فرصت نه وي.

د دوی په باور، ایران او تاجیکستان په داسې مهال دا غوښتنې کوي، چې ایران کې مستبد اخوندي رژیم او تاجیکستان کې د امام علي رحمان انحصاري او د څو لسیزو رژیم حاکم دی.

2 COMMENTS

  1. دا رزیلان د اول په خپلو ملکونو کی ګډوله حکومتونه جوړ کړي یعنی غله لنډغر کوڅه ډب او رشوتخواره او چورواکی د فاحشه رواجوونکی دپکی وی. زموږ په وطن کی داسی ګډوله حکومتونه نتیجه نه ورکوي . اونه یی جوړو هسی مه غاپۍ اواز مو نه راځی

  2. د ا خو سمه خبره ده ، مونږ هم ځان ته دا حق ورکوو چې په ایران کې ټول ګدونه حکومت جوړ شي . د ایراني قومونو په اساس 38 سلنه څوکۍ فارسانو ته او نورې نورو قومونو ته ورکړي . د ایران د نفوس 40 سلنه نفوس سنیان دي . په ایران کې 40 سلنه ټول جوماتونه ، قوانین او د قدرت وېش د شیعه او سني ترمنځ په همدې اصولو جوړ شي .
    په تاجیکستان کې د امام علي رحمانوف دیکتاتوري باید ختمه او د خلکو له غوښتنو سره سم یو ټول شموله او ملي حکومت دې جوړ شي .
    بیا به افغانستان هم د دوی فرمایشونه ومني .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...