شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهله چابهار بندر څخه د افغان صادراتو او وارداتو د پيل اعلان

له چابهار بندر څخه د افغان صادراتو او وارداتو د پيل اعلان

تاند (پنجشنبه، د عقرب ۱۸ مه) د طالبانو  ریاست الوزرا دفتر ویلي، چې ایران دغه هېواد ته د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا برادر د سفر پر مهال له چابهار بندر څخه د افغان صاداراتو، وارداتو او تزانزیت د استفادې ډاډ ورکړی.

سرچینه زیاتوي، چې سر له سبا یانې د نومبر له لسمې څخه افغانستان دغه استفاده پيلولی شي.

ویل شوي، چې ملا برادر د دغه سفر پر مهال له ایران څخه په یاد شوي بندر کې افغانستان ته په ارزانه او اوږدمهاله توګه د ځمکې ورکولو غوښتنه کړې ده.

ملا برادر له څو ورځو راهیسې ایران ته په سفر تللی، چې پر بېلابېلو مسایلو یې ایراني مقاماتو سره خبرې کړې دي.

ویل شوي، چې دواړه لوري په کلني ډول تر لس میلیارده ډالرو د سوداګریزې راکړې ورکړې پر لوړولو هم خبرې کړې دي.

له پاکستان سره د اړیکو د ترینګلتیا په دوام، یو شمېر شنونکي له ایران سره د افغانستان سوداګریز نږدې والی ګټور او ښه بدیل بولي.

1 COMMENT

  1. اوس هم پاکستانی لاری د افغانستان له لاری منځنی ایشاء ته روانی دی خو طالب مزدور لکه پنجاب بالمثل عمل نشی کولی ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب