Homeخبرونهد افغانستان له ګډونه پرته د ایکو سرمشریزه

د افغانستان له ګډونه پرته د ایکو سرمشریزه

تاند (پنجشنبه، د عقرب ۱۸ مه) د اقتصادي همکارۍ سازمان (ایکو) د غړیو هیوادونو سرمشریزه نن د افغانستان له ګډونه پرته د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې جوړه شوه.

د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف د مطبوعاتي دفتر ريیس شېرزاد اسداوف د چهارشنبې په ورځ ویلي و، د ایکو په سرمشریزه کې د افغانستان د ګډون لپاره د دې سازمان د ټولو غړیو هېوادونو موافقه او د نړیوالې ټولنې له لوري د افغانستان د حکومت رسمیت پېژندل په کار دي او له همدې کبله په دې سرمشریزه کې افغانستان ته د ګډون بلنه نه شي ورکولی.

د ازبکستان د ولسمشر مطبوعاتي رييس په دې ټینګار وکړ چې افغانستان د ایکو غړی هېواد دی، خو د ۲۰۲۱ په اګست کې د بدلون له کبله دا هېواد د ایکو په غونډو او فعالیتونو کې په موقتي ‌ډول برخه نه شي اخیستلی.

د طالبانو د واک ته رسېدو څه باندې دوه کاله وځي خو تراوسه هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

نړیواله ټولنه وايي، تر څو چې طالبانو د نجونو او ښځو د حقونو په شان د خلکو لومړني حقونه نه وي ورکړي، د دوی حکومت به په رسمیت ونه پېژني.

د اذربایجان، ایران، قرغیزستان، ترکمنستان، ازبکستان، ترکیې او تاجکستان ولسمشرانو او د قزاقستان او پاکستان صدراعظمانو د ایکو په غونډه کې ګډون وکړ.

دوی د سیمې د هیوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراخیتا پر اړتیا ټینګار وکاوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...