یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهځینو افغانانو د ملا تره خېل د نیول کېدو هرکلی کړی

ځینو افغانانو د ملا تره خېل د نیول کېدو هرکلی کړی

تاند:(پنجشنبه، د عقرب ۱۸مه) په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر افغانانو په کابل کې د ملا ترخېل د نیول کیدو هرکلی کړی.

ملا تره  خېل، چې په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازی و، د کابل په ختیز کې د زرګونه جریبه ځمکو په غصب او زیاتو زورواکیو تورن و.

طالبانو د نوموړي د نیول کیدو په اړه څه نه دی ویلي، خو د هغه ورور حاجي موسی په یوه ویډیویي کلېپ کې چې د طالب مشرانو په نوم یې خپور کړی، ویلي نوموړی د طالبانو د عدلیې وزیر په امربندي شوی.

د هغه په وینا، طالب وزیر د نوموړي د خوشې کیدو لپاره له خپل کور، مېلمستون او مدرسې څخه د تره خېل د کورنۍ تخلیله شرط کړې وه، چې دوی پوره کړې خو لا هم تره خېل نه دی خوشې شوی.

هغه له طالب مشرانو غوښتي، چې تره خېل پریږدي او په وینا یې دوست و دښمن ته یې ونه شرموي.

یو شمېر خلکو بیا د طالب چارواکو دا ډول کړنې ستایلي او ویلي، چې د زورواکو د مهار لپاره د طالبانو داسې اقدامات د هرکلي وړ دي.

ځینو نورو خلکو بیا نیوکه کړې، چې طالبان د ورته زورواکو پر وړاندې توپیري چلند کوي او ډېر نور لا په عزت سره پالي.

ویل کیږي، چې یو شمېر طالب مشران له نورو زورواکو سره ملګرتیا یا اړیکې لري، یا یې له ځینو باج او برخه اخلي.

طالبانو د تره خېل د قضیې او پر دوی د منتقدانو د تورونو په اړه څه نه دي ویلي، خو دعدالت د ټینګښت او زورواکۍ د مهارولو خبرې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب