Homeخبرونهد ظاهر اغبر څرګندونو ته د تاجیکستان په خاروع کې د افغان...

د ظاهر اغبر څرګندونو ته د تاجیکستان په خاروع کې د افغان کونسل غبرګون

تاند:( جمعه، د عقرب ۱۹ مه) د تاجیکستان په خاروع ښار کې د افغانستان جنرال کونسل نقیب الله دهقان زاده، په تاجیکستان کې د افغانستان د پرځیدلی جمهوري نظام د سفیر ظاهر اغبر وروستیو څرګندونو ته غبرګون وښود.

 اغبر څو ورځې مخکې په یوه خبري غونډه کې، د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر ملا امیرخان متقي یو مکتوب چې په یاد شوي سفارت کې یې د فیض الله په نوم یو کس د لومړي سکرتر په توګه معرفي کړی و، وشلوه او دغه راز یې په خاروع ښار کې له طالبانو سره د افغانستان د کونسلګرۍ د تعامل خبر رد کړ.

نوموړي د خبري ناستې پر مهال دا هم ویلي وو، چې یاده کونسلګري د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوې او کارکوونکي یې له سفارت څخه خپلو چارو ته دوام ورکوي.

د کونسلګرۍ کونسل نقیب الله دهقان زاده بیا په یوه ویډیویي پیغام کې، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له لوري خپره شوې، د اغبر څرګندونې رد کړي او ویلي چې دوی کونسلګري فعاله ساتلې او د طالبانو رژیم سره تعامل لري.

د هغه په وینا، د دیپلوماتانو مسوولیت خپلو خلکو ته خدمت دی نه دا چې په سیاسي مسایلو د دوی لپاره ستونزې زیاتې کړي.

دهقان زاده دغه راز وویل، چې د دوی په هڅو تاجیکستان د هرات زلزله ځپلو ته مرستې واستولې او د اړیکو د پراختیا لپاره اقدامات شوي دي.

ظاهر اغبر، چې د شمال ټلوالې غړی دی، مخکې یې د افغانستان د ملي سرود پرځای د خپلې ټلوالې ترانه په رسمي غونډو کې غږولې او وخت په وخت یې د زورواکۍ او قومي تبعیض خبرونه ورکړل شوي.

نوموړی د افغانستان د وروستي ولسمشر اشرف غني له سرسختو مخالفانو هم دی او لا هم د هغه لومړی مرستیال امرالله صالح د افغانستان سرپرست ولسمشر او ځان ورته وفادار بولي.

د ځینو شنونکو په وینا، که هغه د نورو یو شمېر سفیرانو په شان د طالبانو د رژیم د نه مشروعیت له امله دوی سره تعامل نه وای کړی، په حقه به و، خو دی د طالبانو د واکمن رژیم په مقابل کې د یوې بلې جنګي او قانون ماتوونکې ډلې استازیتوب او مدافعت کوي.

2 COMMENTS

  1. رښتیا یې ویلي دي :
    سعدیا ، شیرازیا ! پند مده کمزاد را
    کمزاد اګر عاقل شود ، ګردن زند استاد را

    ظاهر اغبر د پنجشیر له ډمانو نه دی . ډم ته چې څوک واک ورکړي ، دا به یې حال وي .
    هغه بل خلیفه عطامامد ډم خو به مو په یاد وي . نیمې از وزارتخانه ها به ما ، نیمې از سفارت خانه ها به ما ، نیمې از ریاست ها به ما ….

  2. ویښ شئ! له تاجکستان نه تر پنجشیر او شمالی او نور د مقدونیې د اسکندر خبیث چه پر موږ د کبیر په نامه تمبول شوی دی، مردار او ګډ نسل د غربي اروپا کټو له پاره سات شوي دي، ماته د اسنادو او د مقدونیې خینې خبرې چه له مقدونیانو نه پټ غربي اروپا ګټه اخلي، سند:1177 v. Chr. by Eric H. Cline

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...