Home+په نړۍ کې یو نوی ټاپو زیات شو

په نړۍ کې یو نوی ټاپو زیات شو

تاند- په ارام یا پسفیک سمندر کې د جاپان (ایوو جیما) سواحلو ته مخامخ د سمندر د اوبو په منځ کې یوه نوي ټاپو سر راپورته کړ.

د جاپان د هواپېژندنې ادارې پر اساس، دا ټاپو چې تراوسه پورې ورته کوم نوم نه دی غوره شوی، تر سمندر لاندې د اتشفشان د فوران یا اورغورځي په نتیجه کې رامنځته شوی دی.

د جاپان سمندري ځواک د نوومبر په لومړۍ نېټه د ارام سمندر په زړه کې د دې ټاپو د رابرسېره کېدو تصویرونه ثبت کړای شوي دي.

په دغو تصویرونو کې یو کوچنی فوران لیدل کېږي چې له کبله یې له پاسه د ایرو لوګی او ورېځ څرګندېږي.

دا کوچنی ټاپو د اوګاساوارا ټاپوګانو په لړۍ کې یو بل زیات شوی ټاپو شمېرل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...