جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه کندهار کې د ۱۸۰ میلیونه له کاره لویدلو افغانيو سوزول

په کندهار کې د ۱۸۰ میلیونه له کاره لویدلو افغانيو سوزول

تاند:( سې شنبه، د لړم دویمه)د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک چارواکو د ۱۸۰ میلیونو ۴۰۱ زره زړو او مندرسو افغاني بانکنوټونه د سوځولو خبر ورکړی دی.

دغه بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان بانک د قانون د ۳۹ او ۴۲ مادو پر بنسټ ۱۸۰ میلیونه ۴۰۱ زره (زرګون، سلګون، پنځوسي، شلګون، لسګون، پنځه ګون، دوه ګون او یوګون) زاړه او مندرس افغاني بانکنوټونه د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې تر کره شمېرنې وروسته پرون او نن د قندهار په سویل لوېدیځ زون کې وسوځول شول.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال نور احمد آغا ویلي چې د بانکنوټونو ساتنې ته پاملرنه د ټولو ملي مسئولیت دی او د بانکنوټونو د ژر زړېدو لامل د خلکو لخوا د بانکي کارتونو نه کارول، په غوړو لاسونو د پيسو شمېرل او د بانکونو پر ځای په کورونو کې د پيسو ساتل دي.

نور احمد آغا له خلکو څخه غوښتي چې د سوداګریزو راکړو ورکړو پر مهال د بانکنوټونو ساتنې ته پاملرنه وکړي، څو له دې لارې د بانکنوټونو له ژر زړیدو څخه مخنیوی وشي.

طالب چارواکو ویلي چې راټول شوي زاړه او له کاره لوېدلي بانکنوټونه د عدلیې او مالیې وزارتونو او اړوندو ادارو، د افغانستان بانک د بېلابېلو آمریتونو استازو او د دې بانک د قندهار زون مسؤلینو او امنیتي کارکوونکو په شتون کې د ګومارل شوي پلاوي له خوا سوځول شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب