تاند:( سې شنبه، د لړم ۲ مه) د بغلان لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ چارواکي وايي، چې د دې ولایت د پلخمري اړوند په حسین خېلو سیمه کې یو سپین ږیری سړی چې د خپل زوی له لوري له تیرو ۱۵ میاشتو راهیسې په کورني بند کې ساتل کېده، د دوی د ځواکونو لخوا آزاد شوی دی.
د بغلان د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي دفتر ویلي، چې یاد سپین ږیری د لومړنیو څېړنو په اساس ۱۵ میاشتې د خپل زوی له لوري په خپل کور کې بندي شوی وو، چې پولیسو خوشې کړی دی.
طالب چارواکي وایي، چې د دغه سپین ږیري د بندي کولو لامل لا نه دی معلوم او په اړه یې څېړنې روانې دي.
طالب چارواکو تر دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د ورته کسانو د خوشې کولو خبر ورکړی و.