دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپاکستان کابل ته رسمي سفیر ټاکي

پاکستان کابل ته رسمي سفیر ټاکي

تاند:( سې شنبه،  د لړم ۲ مه)پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې دغه هېواد د کابل لپاره د رسمي سفیر ټاکلو پلان لري او په ډېر ګومان د سفارت اوسنی سرپرست او شارژدافیر عبدالرحمان نظاماني به د نوي سفیر په توګه وټاکل شي.

ویل شوي چې له دې سره به چین دویم هېواد شي، چې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره افغانستان ته رسمي سفیر ټاکي.

څه موده مخکې چین د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته لومړنی هېواد و، چې افغانستان ته یې نوی سفیر معرفي او سفیر یې خپل باور لیک د طالبانو رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند ته وړاندې کړ.

د پاکستان او ایران په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو چې په افغانستان کې یې د سفیرانو دندې پای ته رسیدلې وې، کابل ته د نویو سفیرانو پر ځای د سفارتونو نوي شارژدافیران معرفي کړي چې د سفیرانو د ځای ناستو په توګه خپلې چارې مخته وړي.

د دیپلوماتیکو اړیکو د اصولو له مخې، هر نوی سفیر باید د کوربه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په همغږۍ د هغه هېواد ولسمشر یا صدراعظم ته چې د چارو زیاتې واګې ورسره وي، خپل باورلیک وړاندې کړي.

د طالبانو رژیم له دې امله، چې د نړۍ هېڅ هېواد یې په رسمیت نه پېژني، تر اوسه له چین پرته چا ورته سفیر نه دی معرفي کړی.

3 COMMENTS

  1. دا بیناموسه مخکی له دی چی کابل ته وکړی باید دسفر مخه یې ونیول شی څومره چی د پکستان سپی لری وساتل شی پ هماغه اندازه د پاکستان لاس وهنی به کمی وی په حاضر وخت کی طالب د پاکستان هیڅ شی ته ضرورت نلری که دوی خپله د پاکستان کوډاګی نه وی نو د پاکستان دی تصمیم ته دی منفی ځواب ورګړی

    • د نړی والو اصولو خلاف کار دی.
      کنه زموږ ملک هیڅ وخت د پاکستان هیڅ شي ته ضرورت نه لري چي د همیشه لپاره مو طمعه سره وخیژي ښه دی.

  2. دا ږیروره بیزوګی پنجابی مخ لری او ددی بیزوګی په واسطه به په زرهاو پنجابیان افغانستان ته نور هم راوستل شی افغانستان اوس د پنجابیو له خوا د روزل شوو طالبانو په واسطه اشغال شوۍ دی !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب