دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+د ډاکتر سید شیراقا حرکت د علمي فرهنگي ژوند لنډ جاج

د ډاکتر سید شیراقا حرکت د علمي فرهنگي ژوند لنډ جاج

پوهندوی آصف بهاند

په دې وروستیو وختو کې په افغانستان او د هغې د باندې ډېرې خپرونې خپرېـږي. هغه څوک چې په ایماندارۍ سره دغه کار سرته رسوي، موږ یې هرکلی کوو. د دغو خپرونو په سرخطونو کې معمولاً لیکل کېـږي: بې‌طرفه، ازاده، مستقله، ملي، اسلامي او داسې نور. موږ ټولې دغه ډول پدیدې نسبي گڼو، ځکه د لومړۍ ورځې څخه وایو چې موږ هېڅکله بېطرفه نه یو. موږ ټاکلی او مشخص هدف، طرف او ارمان لرو. زموږ طرف د هرڅه د مخه زموږ گران هېواد افغانستان دی، افغان اولس، د هغوی ملي‌گټې، منلي رسوم، عنعنات، عقاید او مقدسات او وروسته له هغې بین‌المللي او عام انساني تعلقات او تعهدات دي چې په پوره ایماندارۍ سره به د هغې پلوي او دفاع کوو او نور به هم دې کار ته اړباسو.

ډاکتر شیراقا حرکت

«داکتر سید شیر آقا «حرکت» شخصیت مهربان، دلسوز،

عادل، اخلاصمند، علمی، فرهنگی، سیاسی و اکادمیک

بود و در نویسندگی توانایی و استعداد

خارق العاده داشت.»

(مولانا سعید افغاني)

که څوک په ژوره توگه د ډاکترسید شیراقا حرکت ژوند، زدکړې، ترسره کړي کارونه او لیکلي اثار وڅېـړي، نو پوه به شي چې د خدایبښلی حرکت شخصیت څو اړخونه لرل چې په هره برخه کې ویاړمن کارونه ترسره کړي او اثار ورنه په میراث پاتې دي. زما څېـړنې داسې ښیي چې ښاغلي حرکت د خپل علمي ــ فرهنگي ژوند په اوږدو کې په لاندې برخو کې فعال پاتې شوی و:

ــ ښوونکی حرکت،

ــ د تخنیکي علمو متخصص حرکت،

ــ فلسفي حرکت،

ــ لیکوال حرکت،

ــ ژورنالست حرکت.

خو تر هرڅه مخکې د شېراقا حرکت بیوگرافي:

د ډاکتر سید شیراقا حرکت په بیوگرافي پسې وگرځېدم، په انلاین بڼه مې پیدا نه شوه کړلی. د دې مقالې د لیکلو په غرض مې چې څه مواد د ده د درنې کورنۍ په مرسته ترلاسه کړي وو، د هغو په ډله کې د ده په یو کتاب (سیاسي فلسفه) کې د ده لنډه شان بیوگرافي راغلې وه، ما دا لاندې لنډه بیوگرافي له هغو موادو نه په استفادې سره برابره کړې ده:

«شیراقا حرکت د ۱۳۲۲ ام لمریزل کال د قوس میاشتې په څوارلسمه (۱۴مه) د کونړولایت په مزار دره کې زېـږېدلی دی. پلار یې سیدمیاگل د سید عبدالرزاق زوی و.

ډاکتر حرکت لومړنۍ زدکړې د مزاردرې په لومړني ښوونځی کې ترسره کړې او بیا یې دولسم ټولگی په اعلی درجه د ننگرهار په لیسه کې پایته ورساوه او د کابل په طب پوهنځي کې یې لوړې زدکړې پیل کړې، خو وروسته ترشپـږ میاشتو د اوکراین پلازمینې کیف هوایي پوهنتون ته د لوړو زدکړو لپاره واستول شو. هلته یې خپلې زدکړې په تخنیکي علومو کې په ډېرې مینې سره پیل او  خپله ماستري یې په داسې حال کې ترلاسه کړه چې سور دیپلوم او طلا مډال ورسره مل و، بیا د خپل وطن او هېوادوالو ته د چوپړ په موخه بېرته وطن ته راستون شو او په هوايي نظامي پوهنځي کې یې د وطن د نوي نسل د روزلو په موخه د استاد په توگه دنده پیل کړه.

ډاکتر شیراقا حرکت د خپل تدریسي دندې په ترڅ کې د «ایروډینامک او ډینامیک د پرواز» کتاب تالیف کړ چې په ۱۳۵۲ هـ لمریز کال کې د ملي دفاع وزارت په مطبعه کې چاپ او د لوستونکو د مطالعې لپاره وړاندې شو. دی په هوايي پوهنځي کې د خپلو صادقانه خدمتونو په ترڅ کې، د هوايي پوهنځي د قومندانۍ تر چوکۍ هم ورسید.

له خپل مسلک او زدکړو سره د ډېرې مینې له مخې په ۱۳۵۵ ل ل کال کې د ډوکتورا د ترلاسه کولو په موخه بیا اوکراین ته ولېـږل شو. ښاغلی حرکت د خپل مسلک ترڅنگ له ټولنیزو علومو سره هم ځانگړې مینه درلوده، له ټولنیزو علومو سره د مینې له مخې یې د خپل مسلک تر څنگ، په ټولنیزو علومو کې هم زدکړې پیل کړې. په دی هکله ده په خپله داسې ویلي دي:

«زه چې له پخوا څخه هم له ټولنیزو علومو سره بې علاقې نه وم، لا د مخه مې تصمیم درلود چې په همدغه یوه وخت کې به په موازي بڼه په ټولنیزو او تخنیکي علومو دواړو کې د ډوکتورا پر تیزس کار کوم. په ټولنیزو علومو کې د زیاتو معلوماتو د لاسته راوړلو په خاطر، د اوکراین د ټولنیزو علومو په دولتي پوهنتون کې شامل او تر دوه‌کاله زدکړو وروسته، اعلی درجه دیپلوم ترلاسه او ورسره سم مې د دوکتورا پر تېزس کار پیل کړ.

دغه وخت زما لپاره ډېر مناسب ځکه و چې ما په تخنیکي علومو کې  د دوکتورا کارونه سرته رسولي وو او یوازې دفاع یې پاتې وه. په همدغه وخت کې په افغانستان کې د ۱۳۵۷ کال سیاسي نظامي بدلون رامنځته شو او ما خپله ټوله پاملرنه په تخنیکي علومو کې د خپل تیزس دفاع ته واړوله او د سرطان په میاشت کې مې له خپل تیزس نه دفاع وکړه او څو ورځې وروسته کابل ته لاړم. کابل ته له رسېدو سره سم، د کابل د ښاروال په توگه وگمارل شوم. دا درنه دنده ما په صداقت او وطني مینې ترسره کړه، خو کله چې افغانستان ته د روسانو په راتگ سره هرڅه بدل شول، زه په کور کېنول شوم.»

(حرکت ډاکترسیدشېراقا، سیاست د سیالانو لوبه (سیاسي فلسفه)، چاپ‌ځای: اسددانش مطبعه، کابل، دویم چاپ، ۱۳۹۰ل/ ۲۰۱۱ز کال، کتاب د پای په دوو مخونو کې د لیکوال راغلې بیوگرافي)

د ښاغلي ډاکتر سید شېراقا حرکت دا لاندې بیوگرافي د ده د کورنۍ د یوې نږدې غړې شاه‌جان هاجره حرکت له خوا لیکل شوې ده چې زه یې کټ‌مټ دلته ږدم:

«د ډاکټر شيراقا حرکت لنډه پېژندنه:

سيد شيراقا حرکت د کونړ ولایت د مزار درې په يوه روحاني کورنۍ کې، د ۱۳۲۲ هجري لمريز کال د قوس مياشت په ۱۴ امه نيټه، چې د ۱۹۴۳ م کال د دسمبر مياشت له له ۵ امې نيټې سره سمون لري، زيږيدلې دی. پلار يې سيد مياګل د سيد عبدالرزاق زوي، په خټه سید او موريې بي‌بي امنه د مولوي محمد هاشم لور، چې په سيمه کې مشهور مدرس، مؤذون او ديني عالم و، هغه هم، په خټه پښتون او ساپي قوم د موسي خيلو د باړيزو په پښه پورې اړه درلوده.

ډاکټر حرکت د مزار درې په لومړني ښوونځي کې تر شپـږم ټولګی زده کړې کړي دي، وروسته بيا د ننګرهار په ليسه کي شامل شوی چې د ښوونځي او ليسې دواړو څخه په لومړۍ اعلي درجه، له بري ليک تر لاسه کولو وروسته، چې لايقه زده کونکي به د طب پوهنځي له پاره غوره کيدل، دې هم د خپل لياقت او لوړې وړتيا لرلو له کبله د کابل پوهنتون د طب په پوهنځي کې شامل شو، چې لا يې شپږ مياشتې په (ام پي سي بي) کي نه وې پوره کړي، د پخواني شوروی اتحاد د اوکراين جمهوريت مرکز کيف ښار هواي پوهنتون ته د لوړو زده کړو له پاره واستول شو.

په دغه پوهنتون کې له شپږ کلنې دورې تحصيل او په تخنيکي علومو کې د ماسترۍ د اعلي درجه سور ديپلوم او د سروزرو مدال په اخيستلو سره خپل وطن ته راستون او په هواي نظامي پوهنځي کې يې د استاد په توګه په دنده پيل وکړ. په هواي پوهنځي کې يې د پيلوټانو، تخنيکرانو محصلينو او د «ج» د کورس هواي افسرانو ته د تدريس تر څنګ د ګڼو تحقيقي مقالو تر څنګ د «ايرو ديناميک او د پرواز ديناميک» تدريسي کتاب تاليف او په ۱۳۵۲ هجري لمريز کال کې د ملي دفاع وزارت په مطبعه کې چاپ او د ټولو هواي افسرانو له پاره د ګټې اخیستنې وړ وګرزيد.

سيد شيراقا حرکت په ۱۳۵۲ هجري لمريز کال د سرطان د مياشتې په ۲۶ مه نيټه د شاهي نظام په جمهوري ولسی نظام د بدليدو په سیاسي بدلون کي د فعالې ونډې په درلودلو سره، دوه فوق العاده رتبې ترلاسه، د جګړنۍ رتبې ته يې ترفيع وکړه او د هواي پوهنځي د قوماندان په توګه په دنده وګمارل شو. په ۱۳۵۵ هجري لمريز کال کې سيد شيراقا حرکت يو ځل بيا د دکتورا له پاره د اوکراين جمهوريت د کيف ښار ته واستول شو، چې تر څنګ يې په ټولنيزو علومو کې هم تحصيل پيل کړ.

دې په خپله په دې هکله وايې:

«زه چې له پخوا څخه هم بې علاقې نه وم، لا دمخه مې تصميم درلود چې په همدغه يو وخت کې په موازي توګه په ټولنيزو او تخنيکي علومو دواړو کې د دکتورا پر تيزس کار کوم.»

دغه راز نوموړي په يو وخت کي دواړه رشتو کي خپل تحصيل بشپړاوه. دې زياتوي:

«د زياتو معلوماتو تر لاسه کولو له پاره د اوکراين د ټولنيزو علومو په دولتي پوهنتون کي شامل او له دوه کاله تحصيل وروسته مې په اعلا درجه ديپلوم ترلاسه کړ، چې ورسره سم مې په فلسفه کې د دکتورا تيزس کار هم پيل کړ، دغه وخت زما له پاره مناسب ځکه و چې د خپلې لومړۍ ډاکټرۍ کارونه مې سر ته رسولي وو.»

د ده په خبره، په انجينرۍ کې يې ډاکترې دفاع کړه او په فلسفه کې يې د ډآکټرۍ تيزس بشپړ کړ، چې يوازې دفاع يې پاتې وه. په همدې مهال په هېواد کې د ثور اوومې نيټې اوښتون رامنځته شو او له بهر څخه ډير شمير محصلين هېواد ته غوښتل شوي وو، چې دې هم په دغه ډله کې د سرطان په ۲۶ امه نيټه خپل هېواد ته ستون شو.

ډاکټر حرکت لا خبر نه و چې د کابل ښاروال په توګه ګمارل شوی و. په خپله په دې اړه وايې:

«د کابل په هواي دګر کې مې واوريدل چې زه د کابل ښاروال په توګه مقرر شوی يم. باور مې نه شو کولې، خو په هماغه سبا مې په کار پيل وکړ. د کابل په ښاروالۍ کې زما د ماموریت په دوره کې عمده کار زما په فکر د کابل ښار ماسترپلان تکمیلول او د قانوني سند او انستيتوت په حيث د هغې منظورول او د ډيرو پروژو تفصيلي پلانونو جوړول او عملي کول وو.»

د روسانو له يرغل وروسته ډاکټر حرکت اتلس مياشتې په کور کې کښيناست او دا ورته ښه وخت و چې څيړنه او مطالعه وکړي. په دې تړاو زياتوي:

«په کور کې ناسته زما له پاره ښه فرصت و چې په فلسفه او ټولنیزو علومو کي خپلې تجربې بشپړې او خپله لومړی مقاله پرې وليکم، چې لومړۍ جمله يې دا وه:

«‌ذهنيت نسبي عينيت او هر مشخص ذهنيت عيني واقعيت دی.»

ډاکټر حرکت په کور کې د ۱۸ مياشتو پاتې کيدو وروسته په هواي قواو کې د ريس تفتيش په توګه کار پيل کړ. دغه راز په ۱۳۶۹ هجري لمريز کال کې د ډاکټر نجيب د واک پر مهال څه موده په زندان کې و او له زندان څخه تر وتلو وروسته خپل هېواد پريښودو ته اړ شو، چې پاتې عمر يې په پرديسۍ کې د جرمني په هېواد کې تير کړ…

خداي بښلي د روان عيسوی کال د جولاي مياشت په ۲۲ مه نيټه د آلمان په اوبر هاوزن ښار کې له اوږدی مودې ناروغۍ وروسته له دې نيمګړۍ نړۍ سترګې پټې کړي او د همدې مياشت په ۲۷ امه نيټه د کابل په ښار کي خاورو ته وسپارل شو، د خپل هېواد د سوکالی او اباديدو ارمان يې له ځان سره ويوړ. روح يې ښاد او جنت الفردوس يې هميشنې کور اوسه.»

کله مې چې د حرکت صاحب د ژوند په حالاتو پسې گوگل ته سرورښکاره کړ، یوازې څو عکسونو او څو جملو سره مخ شوم او د ده خدایبښلي د مړینې خبر چې د مولانا «سعید افغاني» له خوا په دري ژبه لیکل شوی و، په مخه راغی، دا یې متن دی:

«نویسنده کتابهای «د عینیت فلسفه و سیاسی فلسفه» به حق پیوست!

 داکتر سید شیر آقا «حرکت» فرزند محترم سید میاگل ولد محترم سید عبدالرزاق خان است که  بتاریخ «14 قوس سال 1322 هجری شمسي» در منطقه  مزاردره ولایت کونړ ــ افغانستان در یک خانواده روحانی، چشم به دنیا گشود.

داکتر سید شیر آقا «حرکت» تعلیمات ابتدائی را در مکتب مزاردره به پایان رسانید و شامل لیسه عالی ننگرهار شد و بعد از فراغت از آنجا، شامل پوهنځی طب پوهنتون کابل گردید.

داکتر سید شیرآقا «حرکت» از پوهنځی طب پوهنتون کابل؛ جهت تحصیلات عالی به شهر کیف شوروی سابق اعزام شد و بعد از سپری نمودن شش سال تحصیلات؛ دررشته علوم تخنیکی، ماستری درجه عالی سرخ  و مدال طلائی را موفقانه، اخذ و به سربلندی به وطن دوباره عودت کرد.

داکتر سید شیرآقا «حرکت» ابتدا در پوهتنون هوائی نظامی به صفت استاد مقرر شد و در «26 سرطان 1352 هجری شمسی»  بنابر اشتراک فعال در تغیر نظام شاهی، با کسب دو رتبه فوق العاده به رتبه جگړنی ارتقاع  کرد و به صفت قوماندان هوائی نظامی مقرر شد.

داکتر سید شیرآقا «حرکت» در سال « 1355 هجری شمسی»  برای بار دوم به  شهر کیف شوروی سابق جهت اخذ  دوکتورا اعزام  شد و در انجا دوکتورای خویش را در بخش علوم تخنیکی و متعاقباً در فلسفه؛ موفقانه اخذ  کرد.

داکتر سید شیر آقا «حرکت»  بتاریخ  «26 سرطان 1357 هجری شمسی»  به وطن عودت  کرد و بنابر لزومدید به صفت ریس شاروالی کابل تقرر حاصل نمود و متعاقباً در بخش های مختلف وزارت دفاع ملی وقت، ایفای وظیفه کرد.

داکتر سید شیرآقا «حرکت»  بنابر شرایط وطن، مجبور شد تا بافامیلیش در سال «1990 میلادی»  به کشور جمهوری فدرالی المان مهاجرت کرده و اقامت اختیار نماید.

داکتر سید شیرآقا «حرکت» شخصیت مهربان،  دلسوز،  عادل،  اخلاصمند، علمی، فرهنگی، سیاسی و اکادمیک بود و در نویسنده گی توانای و استعداد خارق العاده داشت. دو کتاب شان بنام « سیاسی فلسفه و د عینیت فلسفه» شهرت عالی  کسب کرده و همچنان  نشر جریده  بنام «حرکت» که نشان دهنده علاقه و فعالیت علمی واکادمیک شان بود؛  قابل قدر و ستایش میباشد.

محترم  داکتر سید شیرآقا «حرکت» بنابر مریضی که عاید حال شان بود، به روز شنبه مورخ « 22 جولای 2023  میلادی » ساعت سه بعد از ظهر در شهر اوبرهوزین ــ کشور جمهوری فدرالی المان، چشم از دنیای باقی بست و جان به درگاه حق سپرد.

إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَیْهِ رَاجِعُونَ

قرار است جنازه مرحوم داکتر سید شیرآقا «حرکت» بنابر وصیت شان؛ به  روز چهارشنه  مورخ «25 جولای 2023  میلادی»  از کشور المان  به  شهر کابل ـ افغانستان انتقال و در حظیرۀ آبایی شان به خاک سپرده شود.

الهی!

با لطف و مرحمت خویش مرحوم محترم داکتر سید شیرآقا «حرکت»  را که  یک انسان وطن پرست، خیرخواه ، صالح و بادیانت بود؛ مغفرت کن، روحش را  شاد و جنت فردوس را نصیبش بگردان.

امین یا رب العالمین

ارگان نشراتی صلح و تفاهم  مولانا «سعید افغاني»

22  جولای 2033  میلادی»

دغه راز زه د خپلو څېړنو په ترڅ کې د ښاغلي ډاکتر شیراقا حرکت په باب له یو غږیز تدوین (Podcast) سره مخ شوم چې په دري ژبې برابر شوی دی.

هلته د ډاکتر حرکت په باب دا څو توري هم اېښودل شوي دی:

«داکتر سید شیر آقا «حرکت» شخصیت مهربان، دلسوز، عادل، اخلاصمند، علمی، فرهنگی، سیاسی و اکادمیک بود و در نویسندگی توانایی و استعداد خارق العاده داشت. در این پادکست از این شخصیت میشنوید.»

دا غږیز تدوین ټول د پنځو دقیقو او څوارلس ثانیو په چوکاټ کې د سحر تلویزیون (sahartv) له لوري برابر شوی دی. په دې غږیز تدوین کې د حرکت صاحب بیوگرافۍ په لنډ ډول ویل شوې ده او په ډېر لنډو جملو کې د هغه د علمي، سیاسي او فرهنگي شخصیت په باب معلومات وړاندې شوي دي. درانه لوستونکي کولای شي دا غږیز تدوین د لاندې لینک په کارولو سره واوري:

https://af.sahartv.ir/news/dari_podcast-i19125

بیا مې د کابل ښاروالۍ ویبپاڼې ته په دې موخه سرورښکاره کړ چې که هغوی د کابل ښاروال په توگه د ښاغلي ډاکتر حرکت په باب څه خپاره کړي وي؛ هلته مې یوازې د حرکت صاحب دا لاندې عکس له دې جملې سره ولید:

«انجنیر شیر آقا حرکت شاروال کابل.»

د خپلو څېړنو په ترڅ کې چې ما د ډاکتر حرکت په باب څه ولیدل او پاس یې یادونه وشوه، ټول په دري ژبه باندې برابر شوي وو. ما دا پایله تر لاسه کړه چې د دومر سترعلمي، فرهنگي او سیاسي شخصیت په باب په میډیا کې یوه جمله هم په پښتو ژبه نه ده خپره شوې؛ یا به پښتانه د خپلو واقعي خدمتگارانو په ارزښت نه پوهېـږي او یا به لیکنې شوې وي، زه به د خپل غفلت په خاطر ورنه خبر نه یم.

که د د ډاکتر شېراقا حرکت په باب چا څه ولیکل او که یې ونه لیکل، د ده علمي ــ فرهنگي شخصیت هماغسې خوندي او د چیزفهمه خلکو په نظر کې دروند او د قدر وړ دی. درانه لوستونکې کولای شي په لاندې عکس کې د حرکت صاحب د علمي، فرهنگي او سیاسي هڅو لنډون وگوري:

اوس به د ډاکترشېراقا حرکت د علمي ــ فرهنگي شخصیت پر هغو اړخونو لنډه رڼا واچوم چې پاس ما په نښه کړي وو:

ــ ښوونکی حرکت:

شیراقا حرکت د خپلو فرهنگي هڅو په ترڅ کې د ښونکي په توگه هم دنده ترسره کړېده. د زکړو تر بشپـړولو وروسته حرکت وطن ته راستون شو او په هوايي نظامي پوهنځي کې یې د وطن د نوي نسل د روزلو په موخه د استاد په توگه دنده پیل کړه. د تدریس په جریان کې یې د خپلو مسلکي زدکړو په چوکاټ کې د «ایروډینامک او ډینامیک د پرواز» کتاب تالیف کړ چې په ۱۳۵۲ هـ لمریز کال کې د ملي دفاع وزرارت په مطبعه کې چاپ او د لوستونکو لپاره د مطالعې لپاره وړاندې شو.

ــ د تخنیکي علومو متخصص حرکت:

ډاکتر حرکت خپلې لوړې زدکړې د اوکراین پلازمینې کیف هوایي پوهنتون کې په تخنیکي علومو کې په ډېرې مینې سره په داسې حال کې پایته ورسولې چې په خپل مسلک کې یې د ډاکترۍ سور دیپلوم او طلا مډال هم ترلاسه کړل او بیا یې خپلې زده‌کړې تجربې په وطن کې عملاً د وطن د نوي نسل د روزلو او ابادۍ لپاره په وطني مینې او صادقانه ډول وکارولې. «ایروډینامک او ډینامیک د پرواز» نومی اثر یې په تخنیکي علومو کې د یوه غوره لیکل شوي او چاپ شوي کتاب نوم دی.

ــ فلسفي حرکت:

څنگه چې د ډوکتور حرکت په بیوگرافۍ کې راغلي دي چې ده په ټولنیزو علومو کې د زیاتو معلوماتو د لاسته راوړلو په خاطر، د اوکراین د ټولنیزو علومو په دولتي پوهنتون کې شامل او تر دوه‌کاله زدکړو وروسته، اعلی درجه دیپلوم ترلاسه کړ او بیا یې په همدې برخه کې کتابونه هم ولیکل چې دا یې غوره بېلگې دي:

ــ سیاسي فلسفه، چاپ،

ــ د عینیت فلسفه، چاپ،

ــ فلسفهٔ عینیت، چاپ

ــ حرکت، د لوی تکوین او دیالکتیک فلسفه.

ــ لیکوال حرکت:

ښاغلي حرکت د خپلو علمي فرهنگي هڅو په ترڅ کې خپلې ټولې تجربي په لیکلې بڼه هم خپلو مخاطبیتو ته د مقالو او کتابونو په بڼه وړاندې کړي دي او په دې ډول یې د قلم په برخه کې هم د خپل مسلک او وطن حق ادا کړی دی. له ښاغلي حرکت نه په بېلابېلو برخو کې څو علمي اثار او گڼې مقالې راپاتې دي. دغه یې د څو کتابونو نومونه دي:

ــ ایروډینامک او ډینامیک د پرواز، چاپ،

ــ سیاسي فلسفه، چاپ،

ــ د عینیت فلسفه، چاپ،

ــ فلسفهٔ عینیت، چاپ

ــ حرکت، د لوی تکوین او دیالکتیک فلسفه.

زه د ډاکتر حرکت پر اثارو ځکه څه نه لیکم چې فلسفه او تخنیک زما مسلک نه دی، هیله ده چې د ده پر اثارو باندې مسلکې لیکوالان او نقادان لیکنې او نقد وکړي.

ــ ژورنالست حرکت:

ښاغلي شیراقا حرکت د «حرکت» اخبار د مؤسس او مسؤل مدیر په توگه، د دې اخبار په خپرولو سره، رسماً د ژورنالیزم په ډگر کې پل کېښود او د خپلو افکارو او مرامونو د خپرولو، د افغانستان په باب د علمی فرهنگي او… مسایلو د رسولو په غرض یې د «حرکت» دوه میاشتنی اخبار د جرمني له ایسن ښار څخه خپور کړ.د دې اخبار لومړۍ گڼه د ۱۳۸۳ هـ ش کال په ثور میاشت (۲۰۰۴ ام میلادی کال می میاشت) کې خپره شوه.

په خپله ډاکتر شیراقا حرکت د دې اخبار په باب خبرې کړې دي او د اخبار موخه، کړنلاره او پالیسۍ یې داسې بیان کړي دي:

«حرکت د یوې خپرونې نوم دی چې د مطبوعاتي نړۍ په ورشو (کې) قدم ږدي. دغه نوم که پرون د شخصي یا کورني تخلص، نن د خپرونې د نوم او سبا ته د محترمو پوهانو او عالمانو په شریکه هڅه په نوي فلسفي فکري محور، نوي علمي څېـړنیز میتود او یا نوي فلسفي مکتب بدلېـږي.

په ټولو حالاتو کې د دغه فلسفي ــ فزیکي مقولې لوی جهاني تکویني ماهیت تل په نظر کې و او اوس هم په دې عقیده یو چې حرکت د نوي فلسفي طرز تفکر نوم دی چې ټولې پدیدې او واقعیتونه یواځې د علمي منطق، استدلال او مناسبتونو له مخې پرته د ذهنیگریو، په پوره امانتدارۍ سره څېـړي او د تل د پاره په علمي اصولو او قوانینو باور لري او ورته وفاداره پاتې کېـږي…

د «حرکت» خپرونه چې ټول علمي، سیاسي، ټولنیز او اقتصادي مسایل به په عام ډول علماً څېـړي، خو په خاص ډول به د نوي فلسفي فکري نظر لار تعقیبوي؛ نو ځکه یې د حرکت په نامه نوموو. «حرکت» نوی تېزس دی…

په دې وروستیو وختو کې په افغانستان او د هغې د باندې ډېرې خپرونې خپرېـږي. هغه څوک چې په ایماندارۍ سره دغه کار سرته رسوي، موږ یې هرکلی کوو. د دغو خپرونو په سرخطونو کې معمولاً لیکل کېـږي: بې‌طرفه، ازاده، مستقله، ملي، اسلامي او داسې نور. موږ ټولې دغه ډول پدیدې نسبي گڼو، ځکه د لومړۍ ورځې څخه وایو چې موږ هېڅکله بېطرفه نه یو. موږ ټاکلی او مشخص هدف، طرف او ارمان لرو. زموږ طرف د هرڅه د مخه زموږ گران هېواد افغانستان دی، افغان اولس، د هغوی ملي‌گټې، منلي رسوم، عنعنات، عقاید او مقدسات او وروسته له هغې بین‌المللي او عام انساني تعلقات او تعهدات دي چې په پوره ایماندارۍ سره به د هغې پلوي او دفاع کوو او نور به هم دې کار ته اړباسو.

د ازادۍ، استقلال او ملي موقف  په باره کې زموږ نظر دا دی چې د قضا او قدر د عام قانون له مخې، مطلق مختار او مطلق مجبور وجود نه لري او هراولس، هردولت او هرڅوک پرته له امتیاز څخه مجبور او مکلف دي یو شان بین‌المللي عامه نظم، منل شوو تعهداتو، قوانینو او نورماتیفونو ته غاړه کښېـږدي، د سرغړونو په صورت کې به زمونږ دریز د همیش د پاره متقابل وي.

د ملي او بین‌المللي تناسب په سیالۍ کې به زمونږ موضیعگیري د تل د پاره د بین‌المللي اصولو او قوانینو په نظر کې نیولو سره ــ سره د ملي موقف څخه د کلکې دفاع په طرف وي.

اسلام زموږ د افغانانو او د یوه میلیارد څخه زیاتو مسلمانانو برحق دین دی. په هغې پابند او کلک معتقد یو. د نورو ادیانو د پلویانو درناوی کوو او په مقابل کې یې د جبر او زور استعمال روا نه بولو او یواځې د وما علیناالاالبلاغ اصل او حکم ته معتقد یو، خو هغه څوک چې په ناروا او سپین‌سترگتوب سره تروریزم، بنیادگرايي او یا بل هرډول خرافات د اسلام د نوم سره تړي او په دې بهانه خپل ناروا سیاسي اهداف پرمخ بیايي زموږ د پاره هېڅکله د منلو وړ ندي او په دې باره کې سپیناوی خپله ملي او اسلامي دنده بولو.

موږ افغانستان د ټولو افغانانو گډکور بولو او کومې دوښمنۍ او بې‌اتفاقۍ چې د مغرضو هېوادونو او د هغوی د بړېڅو له خوا د ورونو قومونو ترمنځ ایجاد شوي د هغې د له منځه وړلو او د ورورۍ د باوري فضا د رامنځته کولو د پاره به هڅې کوو.

موږ په دې کلک باور لرو چې د افغان اولس خوشبختي، پرمختگ او پایښت په ملي وحدت کې دی، هغه به د سترگو د کسي په څېر د بین‌الافغاني او بین‌المللي منل شوو اصولو له مخې په پوره ایماندارۍ

او تقوا سره ساتو.

موږ د گاونډي، اسلامی او د نړۍ د ټولو هېوادونو سره د بین‌المللی قوانینو او اصولو سره سم سیال مناسبات او دوستي غواړو او په دغه اصولو پابندي خپل ملي، اسلامي او بین‌المللي مسؤلیت او دین گڼو او د مقابل لوري څخه هم همدغه ډول تقاضا لرو.

موږ په بین‌المللي منل شوو قوانینو، اصولو، تعهداتو، منشورونو، پرېکړو… باندې د ټولو لویو او وړو هېوادونو یو شان پابندي غواړو او دا کار د بین‌المللي نیکو اړیکو، د تروریزم له منځه‌وړلو او نړیوالې سولې د تأمین عمده او اساسي اصل او یواځینی ضامن گڼو.

دا خپرونه به په عمده ډول په پشتو او دري ژبو خپرېـږي او تناسب به یې یواځې په دې پورې اړه ولري چې څوک څومره او په کومه ژبه خپلې لیکنې کوي او موږ ته یې سپاري . هغو لیکوالانو ته چې زمونږ فکري لار په خپلو لیکنو کې په نظر کې نیسي او یا په انتقادي ډول مونږ سمې لارې ته رهنمايي کوي، مخکې له مخکې کورودانی وایو او د زړه له کومې مننه ورڅخه کوو.»

(حرکت، ډاکتر سید شېراقا، د عینیت فلسفه، چاپ‌ځای: اسددانش مطبعه، کابل، لومړی چاپ، ۱۳۹۰ل/ ۲۰۱۱ز کال، ۵۱ ــ ۵۵ مخونه)

د «حرکت» خپرونې د ځینو قلموالو نومونه:

له «حرکت» خپرونې سره گڼو داسې لیکوالو همکاري کوله چې اکثریت یې د پي اچ ډي په کچه د لوړو زدکړو خاوندان، یا د لوړ نوم او ښه شهرت لرونکي دانشمندان او نوموتي قلموال وو. د «حرکت» خپرونې هغه گڼې چې له ماسره خوندي دي، د هغو له مطالعې نه ما ته پته ولگېده چې قلمي همکاران یې د څومره ژورې مطالعې او غني تجربو لرونکي قلموال دي. د څو تنو نومونه یې دا دي:

ــ ډاکتر شیراقا حرکت،

ــ دوکتورصلاح‌الدین سعیدي،

ــ ډاکتراصغرخیل منگل،

ــ ډاکتررحمت‌ربي زیرکیار،

ــ دوکتور، م، ع روستار تره کي،

ــ ډاکتردرمانگر،

ــ ډوکتورشاه‌ولي،

ــ دوکتور سیداشرف مراد،

ــ محمدرحیم یوسفي،

ــ امین‌الدین سعیدي،

ــ م. ح بارق شفیعي،

ــ حسن مسرور،

ــ میرزامحمد برهاني کونړی،

ــ اکادمیسین کاندید محمد‌ظاهر افق،

ــ دوکتور سید حمیدالله روغ،

ــ سیدسلیمان اشنا،

ــ ډاکتر مسعود مرادزی او نور.

«حرکت» اخبار سره له دې چې په دوو میاشتو کې یوځل خپرېده، خو د مخونو شمېر یې دا ښیي چې د دې خپرونې هرې گڼې د یوې رسالې بڼه درلوده. کومې گڼې یې چې زما له نظره تېرې شوې دي، د مخونو شمېر یې داسې دی:

ــ ۱۹ مه گڼه، ۲۰ مخونه،

ــ ۲۰ مه گڼه، ۲۴ مخونه،

ــ ۲۴ مه گڼه، ۲۸ مخونه،

ــ ۲۸ ــ ۲۹ مې كڼې، ۲۸ مخونه،

ــ ۳۲ مه گڼه، ۲۵ مخونه،

ــ ۳۳ مه گڼه، ۱۸ مخونه.

د دې کرښو د لیکلو په برخه کې مې د ښاغلي شېراقا حرکت د درنې کورنۍ له غړو نه د مرستو غوښتنه کوله، د همدې مرستو په لړ کې د ده خدایبښلي زوی ښاغلي اباسین حرکت د ۲۰۲۳ ام کال د اکتوبر په ۱۵ مه نېټه د «حرکت» اخبار لاندې گڼې پی‌ډي‌ اف بڼه ما ته د مطالعې لپاره راولېـږلې:

ــ ۱۹ مه گڼه،

ــ ۲۰ مه گڼه،

ــ ۲۴ مه گڼه،

ــ ۲۸ ــ ۲۹ مې كڼې،

ــ ۳۲ مه گڼه،

ــ ۳۳ مه گڼه،

د اخبارونو او کتابونو د رالېـږلو په خاطر ما (آصف بهاند) له ښاغلي اباسین حرکت نه د مننې په دود داسې ورته ولیکل:

«اباسین کرکت ته سلامونه او نیکې هیلې! ستاسو له علمي ــ فرهنگي مرستو نه ډېره مننه. زه به  ستاسو د بزرگوار پلار د ښې پېژندنې له پاره د اخبار دا گڼې مطالعه او له موادو نه یې په استفادې سره د وطن د حقداره عالم شخصیت ډاکتر شېراقا حرکت د علمي فرهنگي کارنامو د معرفي په برخه کې استفاده وکړم.

بریا مو په برخه!»

په «حرکت» خپرونه کې د فلسفي، سیاسي او علمي مطالبو تر څنگ د ځینو شاعرانو شعرونه هم خپرېدل چې د دغو ښاغلو شعرونه زما له نظره تېر شوي دي:

ــ پیرمحمد کاروان، په ۳۲ مه گڼه کې،

ــ اقبال لاهوري، په ۳۳ مه گڼه کې،

ــ بارق شفیقي، په ۱۹ مه گڼه کې،

ــ بهاالدین مجروح، په ۲۰ مه گڼه کې

ــ عیسی بهرام، په ۲۸ ــ ۲۹ مه گڼه کې،

ــ سلیمان اشنا، ۲۴ مه گڼه کې.

«حرکت» خپرونه له یو غنمیت او پاملرنې وړ علمي ــ فرهنگي کار او فعالیت نه وروسته له خپرېدو پاتې شو. د اخبار د بندېدو یوه وجه دا ښوول شوې ده چې له یوې خوا د «حرکت» اخبار د تخنیکي همکارانو د کار د ساحې د لرېوالي په وجه، ښاغلی حرکت ټولو کارونو ته یوازې پاتې شو او له بلې خوا په همدې وخت کې دی د خپلو ځینو کتابونو په لیکنه او سمونه هم بوخت و او ترټولو مهمه دا چې د ده صحي وضعې هم اجازه نه ورکوله چې د نورو کارونو ترڅنگ د «حرکت» اخبار کارونه پرمخ بوزي.

د ښاغلي دوکتور شېراقا حرکت د علمي ــ فرهنگي شخصیت او اثارو په باب د نورو پوهانو نظریات:

ډاکتر شاه‌ولي:

«کله چې په ۱۹۸۷م کال کې له زندان څخه راخلاص شوم، د محترم ډاکتر حرکت د «عینیت او ذهنیت دیالکتیک» زما لاسته راورسېد، چې په ډېر دقت سره مې هغه ولوست او وپوهېدم چې د افغان لیکوالو په منځ کې یو لیکونکی پیدا شوی چې توانېدلی یوډېر ژور اثر په فلسفې کې ایجاد کړي.

بیا کله چې تر ډېرو کلونو وروسته ډاکترصاحب حرکت د جرمني په ایسن ښار کې خپله نشریه «حرکت» خپره کړه او ما ته یې د مطالعې له‌پاره راولېـږله، پوه شوم چې د ډاکتر صاحب علاقمندي د فلسفې د لیکلو سره لاپاتې ده…

زما په اند په فلسفي موضوعاتو کې لیکنه بې‌گټې نه ده او د حرکت صاحب لیکنې د سولې فرهنگ په تقویه کې ډېر ارزښت لري…

هیله کوم چې دا اثر زموږ د گران‌هېواد نور دانشمندان وهڅوي چې لکه ډاکترصاحب غوندې په خپلو تخصصي ساحو کې ورته اثار هېوادوالو ته وړاندې کړي.

په پای کې ډاکتر صاحب ته په فرهنگي فعالیتونو کې لازیات بریالیتوبونه غواړم.

ډاکترشاه‌ولي

جنوري ۲۰۰۹

(حرکت، ډاکتر سید شېراقا، د عینیت فلسفه، چاپ‌ځای: اسددانش مطبعه، کابل، لومړی چاپ، ۱۳۹۰ل/ ۲۰۱۱ز کال، ۱ ــ ۲ مخونه)

عبدالکریم میثاق:

کارهای ثمربخش فرهنگي یکی از اهل اندیشه و قلم وطن محبوب ما افغانستان محترم داکترشیراقا حرکت قابل یادآوري وقدردانی است. ازچند سال بدینسو جناب داکتر حرکت، نشریهٔ را به نام «حرکت» چاپ و نشر می نماید. همه اهل فرهنگ و قلم میدانند که چاپ و نشر یک نشریه به خصوص در شرایط افغانستان و درمیان افغانها کار بسیار فرساینده و دشوار است. ار اینکه داکتر حرکت درین چندسال توانسته که نشر «حرکت» را ادامه دهد قابل ستایش است. این ستایش زمانی درخشانتر میشود که وی با ایجاد این کار عملی فرهنگي توانسته است سایر فرهنگیان محترم را هم به کار وادارد و اندیشه های بکر شانرا نقش «حرکت» نماید. به عبارهٔ دیگر نه تنها خودش را، بلکه جمع دیگری از اهل فکر و قلم را نیز به حرکت درآورده است.

داکتر حرکت زیاد به مسایل فلسفی می اندیشد و این پرسش های فلسفی را در برابر انسان مطرح میسازد: که ما کی هستیم، ازکجا آمده‌ایم و به کجا میرویم؟ پرسشهایکه از طرف اهل ادیان، عرفان وعلم پاسخهای گونه ـ گونه ارایه شده است…

مقاله های جناب داکتر حرکت که به نوع خود در زبان پشتو بې‌مثال است خدمت بزرگیست هم از نگاه زبان و هم از نگاه موضوع. مخاطبان داکتر حرکت با مطالعات آثار جالب وی می توانند از نگاه شکل و مضمون آگاهی خود را بلند ببرند و در جهت رهایی از اسارت معنوی و مادی گامهای استواری بردارند…

آثار جناب وی به نقد اکادمیک ضرورت دارد که بایست توسط کارشناسان و متخصصان علم فلسفه انجام شود.

از نگاه من کارهای علمی و فرهنگی او برای بیداری و رهایی مردم افغانستان مفید می‌باشد و از افریدگار عالم تمنا دارم که برایش درین راه موفقیتهای روز افزون عنایت فرماید.

(حرکت، داکترشیراقا، فلسفهٔ عینیت، ناشر: دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۰۷ل/ ۲۰۱۸ز کال، ۸ ــ ۱۳ مخونه)

کېدای شي چې له ډاکتر حرکت نه ځینې داسې لیکنې، یاداشتونه یا کتابونه پاتې وي چې تراوسه د چاپ ډگر ته نه وي راوتلي، که هڅه پسې وشي داسې هم کېدای شي چې «د ډاکتر حرکت ناچاپ یاداشتونه» نوم ورکړی شي او د ده د مینه‌والو د لوست لپاره وړاندې شي دا به ډېره ښه خبره وي.

د ډاکتر شېراقا حرکت په سینه کې د خپل وطن، خلکو او ټولې نړۍ د نیکمرغۍ او پرمختگ له‌پاره یو زړه تپېده، خو دا زړه د ۲۰۲۳ ام میلادي کال د جولای پر دوه ویشتمه نېټه  ودرېد او دی له خپلو نیمگړو ارمانونو سره خاورو ته لاړ، مرگ حق دی او د هرچا د کور ترمخې دا اوښ گونډه وهي؛ خو د خواشینۍ خبره دا ده چې زموږ پرخلکو او ټولنه باندې د خپلو خدمتگارانو د نه درناوي دود حاکم دی او د همدې ناوړه دود په پیروۍ سره د ډاکتر شېراقا حرکت غوندې علمي ــ فرهنگي شخصیت درناوی هم هغومره چې ښايي، و‌ نه شو. د ده علمي ــ فرهنگي کارونه هغومره چې باید ځلول شوي وای، و نه ځلول شول.

ما دا پاسنۍ کرښې د دې موخې لپاره ولیکلې چې د ډاکتر شېراقا حرکت د څو اړخیز علمي فرهنگي شخصیت بېلابېلې برخې په ډېر لنډ ډول وښیم او خپلو هېوادوالو ته دا ورپه یاد کړم چې باید د وطن او خلکو د خدمتگارانو ستاینه او درناوی وشي. دا په نښه شي چې د ډاکتر شېراقا حرکت غوندې علمي فرهنگي شخصیت ترسره کړي کارونه څومره د نویو نسلونو په روزلو کې رول لري او څنگه یې باید قدردانی وشي.

ډاکتر سید شېراقا حرکت دې خدای وبښي!

یادونه او فکرونه دې یې تلپاتې او

د نویو نسلونو د لارې ډېوې وي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب