تاند:( سې شنبه، د لړم دویمه)د پنجشېر لپاره د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې ۳۳۳۱.۷۵ قیراطه زمرد د څلورم ځل لپاره د ۸۲۷ زره ۲۰۰ ډالرو په ارزښت د هېواد په سوداګرو وپلورل شول.
د پنجشېر د کانونو او پټروليم طالب رييس مولوي محمد قاسم اميري وويل چې د دغه ولايت له کانونو څخه تازه استخراج شوي ٣٣٣١.٧٥ قیراطه زمرد د پنجشېر د کانونو د څارنې کمېټې د مسوولينو په شتون کې د داوطلبۍ له لارې د هېواد پر سوداګرو پلورل شول.
مولوي اميري زياته کړه، چې د داوطلبۍ پروسه په رسمي او قانوني ډول په پوره شفافه توګه ترسره شوه.
هغه څرګنده کړه چې په څه د پاسه يوه مياشت کې دا د پنجشېر د زمرد د کان څلورم محصول دى چې د داوطلبۍ له لارې د هېواد په ملي سوداګرو پلورل کېږي.
څه موده وړاندې هم د دغه ولایت له کانونو ۳۹۳۰.۷۱ قیراطه زمرد د ۱۶۵ زره ۳۰۰ ډالرو په ارزښت د داوطلبۍ له لارې پلورل شوې وو.
د طالبانو چارواکي د مخالفانو له لوري یې د پنجشېر په ګډون د هېواد د نورو قیمتي کانونو په حیف و میل تورنیږي، خو دوی په دې اړه ادعاوې بې بنسټه بولي.
طالب چارواکي برعکس ادعا لري چې د جمهوري نظام پر مهال او تر هغه وړاندې د پنجشېر ځایي جنګسالارانو د دغه ولایت پر قیمتي ډبرو ناقانونه سوداګري کوله.
نو اوس خپله قضاوت وکړی چی دغو لنډغرو او چپاولګرو به څومره زمرد خرڅ کړی وی بیغر لدی چی د حکومت څخه یی غلاګانی کړی؟ لعنت دی پر داسو خلکو شی چی دوی به بیا په حکومت شریک کوی.