جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهافغان لوبډلې څرنګه پاکستان مات کړ؟

افغان لوبډلې څرنګه پاکستان مات کړ؟

تاند (سې شنبه، د عقرل ۲ مه) په اتو ویکټو هغه لوبډلې ته ماتې ورکول چې په هند کې د یو ورځني نړیوال جام لوبو تر پیلیدو مخکې د نړۍ د پياوړیو لوبو د لست په سر کې وه، اسانه کار نه دی. خو دا لوبه په تدبیر، دقت او د یوه پلان له مخې وګتل شوه.

پاکستان بټینګ پیل کړ، په افغان لوبغاړو کې نوین په اوو اورونو کې دوه پنځوس منډې ورکړې، مجیب په اتو ورونو کې پنخه پنځوس منډې ورکړې، عظمت الله په پنځو اوورونو کې پنځوس منډې ورکړې نو د دغو دریو بالرانو لس اووره پوره نه شول ځکه چې نومرې یې ورکولې خو نبي، راشد او نور چې لږ رنزونه یې وکول لس لس اووره وکړل.

کله چې د افغانستان بټنګ پیل شو، د پیل لوبغاړي تیز ولوبیدل په دې ډول یې پاکستاني بالران تر اغیز لاندې راغلل او کله چې په یو سل او دیرش منډو د افغانستان لومړی لوبغاړی، ګربز وسوځید پاکستان ډیره خوښي څرګنده کړه، هیله یې دا وه چې اوس به نور لوبغاړي هم همداسې تیز لوبیږي نو ژر ژر به ویکټي واخلي خو داسې ونه شول، افغان لوبغاړي لږ ورو شول بیا بیرته تیز شول او کله چې یې په یوسل او نوي دوهم لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ وسوځید بیرته یې لوبه ورو کړه او تر اخره ورو ورو ولوبیدل او دا لوبه یې وګټله.

په دې مسابقه کې یوازینی عیب ښایي دا وي چې یو دوه اووره باید افغان کپتان به رحمت شاه کړي وای او په اخره کې یې په نوي او خوان عظمت الله عمرزي بالنګ نه وای کړی چې مخالف لورې ډیرې منډې باندې جوړې کړې.

اوس به راشم په دې نړیوال جام کې چې د اکتوبر په پنځمه په هند کې پیل شوی دی د افغانانو نورو لوبو ته:

افغانستان خپله لومړۍ لوبه د اکتوبر په اوومه له بنګله دیش سره د شپږو ویکټو په توپیر بایلوده.

په هغه لوبه کې افغانستان په څلرویشت اعشاریه څلور اوورونو کې یوسل،دولس منډې کړې وې او درې لوبغاړې یې سوځیدلي و. دا وخت افغانانو ته پکار و چې پوه شي چې ویکټه خرابه شوې ده، سپین بالرانو ته چمتو شوې ده نو لوبه باید ورو کړي خو دوی د لوبې د پیل په څیر تیزه لوبه کوله چې په یوسل او شپږ پنځوس یې پاتې ټول لوبغاړي په داسې حال کې وسوځیدل چې لاهم تقریبا دیارلس اووه لوبه پاتې وه.

کله چې لوبغاړي سوځي بیا پکار ده چې لوبه ورو کړي چې اوورونه پوره کړي، یعني که له بنګله دیش سره افغان لوبغاړو پنځوس اووره پوره کړي و ممکن تر دوه سوه دیرشو یا تر دې څه زیاتې منډې یې جوړې کړې وای چې بیا به بنګالیانو ته ممکن ممکنه نه وای چې دا رنزونه پوره کړي.

د اکتوبر په یوولسمه افغانانو له هند سره ښه لوبه وکړه، دوه سوه دوه اویا منډې د هند د پياوړي بالنګ په وړاندې ښه رنزونه دي. کومه تیروتنه چې افغان لوبډلې له بنګله دیش سره کړې وه دلته یې تکرار نه کړه، له د دریو لوبغاړو له سوځیدو وروسته چې درې شپیته منډې یې لرلې لوبه یې ورو کړه او توانیدل چې ورو ورو خبره د اتو لوبغاړو له سوځیدو سره دوه سوه او دوه اویا منډو ته ورسوي.

د اکتوبر په پنځلسمه افغانانو له انګلستان سره مسابقه وکړه. په دې لوبه کې د انګلستان د پیاوړې لوبډلې په وړاندې چې هم د تیرنړیوال کپ اتل دی او هم د شل اووره نړیوال جام اتلولي یې خپله کړې ده، دوه سوه او څلور اتیا منډې ښې منډې دي.


سربیره په دې چې دا لوبه افغانانو وګټله او د انګلستان پیاوړې لوبډله یې په یوازې دوه سوه او پنځلس منډو وسوځوله، خو د بالنګ په برخه کې د افغانو بالنګ منظم نه و، په دې لوبه کې محمد نبي په شپږو اورونو کې د دوه اعشاریه اووه شپيته اوسط رنزونو په ورکولو یعني په شپږو اوورنو کې یې یوازې شپاړس منډې ورکړې وې او دوه لوبغاړي یې سوځولي و ولې څلور اووه پاتې وو؟ په دې لوبه کې چې د انګلستان سپینران مخکې ښه ځلیدلي وو ولې په فاروقي کپتان اووه اووره کړي و، د هغه او د نوین اوورونه یې باید ساتلي وای، یعني پنځه فاروقي کړي وای او پنځه نوین نور اوورونه سپین بالرانو بشپړ کړي وای.

د اوکتوبر په اتلسمه افغانانو د یوسل او نهه څلویښت منډو په توپیر نیوزیلنډ ته لوبه بایلوده. په دې لوبه کې ستونزه دا وه چې نوین چې دوه لوبغاړي یې سوځولي و ولې یې دوه اووره پاتې شول؟ فاروقي چې په اوو اورونو کې یوازې نهه دیرش منډې ورکړې وې ولې یې درې اووره پاتې شول؟ نبي چې په اتو اوورنو کې یو څلویښت منډې ورکړې وې او د اوور په سر یې له راشد برته تر بل هر بالر لږ منډې ورکړې وې ولې دوه اووره پاتې شول؟

د بټنګ په برخه کې افغان لوبغاړي په پيل کې ښه روان و، خو وروسته وارخطا شول او بیا ونه توانیدل چې بشپړ پنځوس اووره ولوبیږي. بله ستونزه په دې او تیرو لوبو کې دا وه چې د افغانستان د لوبډلې د توپ نیولو او راګرځولو ستونزه ډيره ده.

له پاکستان سره د اکتوبر په درویشتمه چې کومه لوبه افغانانو وکړه تر لوبې مخکې داسې راپورونه خپاره شول چې د توب نیولو تمرین یې زیات کړی و.

که چیرته افغانستان میدانونو ته وګوري لکه د چینای میدان ته چې سپین بالنګ ته مناسب و او هغسې لوبډله انتخاب کړي ګټه به یې کړې وي، لکه نور احمد لکڼوال چې یې له پاکستان سره لوبې ته راوایست.

که چیرته له پاکستان سره تر لوبې مخکې د توپ نیولو تمرین چې ګټه وکړه وکړي په بله لوبه کې به هم ښه وځلیږي.
که چیرته کپتان دې ته توجه وکړي چې کوم بالر ځلیږي او په هغه اوورونه پوره کړي بیا به یې هم ګټه کړې وي.
که چیرته بټسمینان ورو لوبه وکړي خصوصا کله چې ویکټ لویږي اوورونه به یې بشپړ کړي وي.

یو بل څه جدي توجه پکار ده، د ویکټو تر منځ د منډو پرمهال افغانان ښه نه دي څو ځله له پاکستان سره د رنزونو د جوړیدو پرمهال سره ټکر شول او نژدې وو چې وسوځيږي. دې ساده تمرین ته پاملرنه پکار ده.

دغو ټکیو ته که توجه وشي دا هیله باید افغانان وکړي چې په دې نړیوال جام کې ممکن نیمه پایلوبې ته ورسیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب